له سياسي څېړونكى اوحقوق پوه (( روستارتره كى ))   سره ځانګړې مركه : (لومړۍ برخه )

 

  •   بهرني قوتونه په افغانستان كې د جګړې د اوږدوالي لامل ګرځيدلي
  • متاسفانه په افغانستان كې دا ټول تيري د ملګرو ملتو د سازمان تر بيرغ لاندې تر سره كيږي
  • زه قطعا نه پوهيږم چې دا د يويشتمې پيړۍ متفكر سياسي مغزونه ولي د زور له لارې  غواړي  خپل معتقدات او ارزښتونه پر مونږ وتپي ؟
  • دافغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان د منشوريو پنځوسمه ماده په نظر كې نه ده نيول شوي
  •   نه پوهيږو چې  څوك  تر خپلې ملا چاوديدونكي موادتړي او ځان الوزوي هغه ته تروريست و وايو او كه هغه الوتكې ته چې په كليو بانډو كې بمباركوي او په سلګونو بې ګناه او بې وسلې انسانان وژني؟.
  •   د ترورزيم ضد نړيوال ائتلاف او غربي ټولنه په افغانستان كې له اول څخه تراوسه د بين المللي حقوقو له چوكاټ څخه وتلي دي.
  • كله چې موږ وايو چې افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو راتلل، له نړيوالو حقوقې موازينو سره ډېر اړخ نه لګوي، د هغه پر وړاندې قيام ځان ته مشروعيت تر لاسه كوي
     يادونه: حقوق پوه اوسياسي څېړونكى ډاكترمحمد عثمان روستار تره كى ، په فرانسه كې مېشت  يو له هغه افغان پوهانو څخه دى چې دافغانستان داوسني وضعيت او روانې جګړې په اړه واقعبينانه اوكره دريځ لري، اودغه دريځ دهغه دليكنو اوله رسنيوسره دهغه مركو له لارې وخت ناوخت څرګند شوى دى، نوموړي دحقوقواوسياسي علومو په څانګه كې لوړې زده كړې لري،څه موده يې دكابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي كې داستادۍ دنده تر سره كړې اودكمو نيزم دواكمنى په موده كې دوه ځله دسياسي فعاليتونو په جرم زندان ته بيول شوى، تركم اوزيات دېرش  كاله جلا وطنى ورووسته دلنډې مودې لپاره ددوستانو ليدو ته هېواد ته راغلى، مونږ هم  ددې فرصت نه په استفادې  دغبرګولي (جوزا) په ۲۶ مه په كابل كې دهغه په هستوګنځي كې ورسره دروانو حالاتو او راتلونكې دا نځور په اړه اوږده اوتفصيلي مركه كړې چې دادى لومړى برخه يې درنولوستوالو مخې ته ږدو، خودا يادونه ضرورګڼوچې دهرې بلې سياسي مركې په څېر پدې مركه كې هم مطرح شوې نظريات په ښاغلي ډاكترروستار تره كى پورې اړه لري، اودخپرندويې ادارې توافق ورسره شرط نده .  اداره   ملي اصلاح : ترټولو لومړى كه مهرباني وكړي وواياست چې د افغانستان روان سياسي او پوځې حالت څه ډول ارزوئ؟ او دراتلونكي په اړه ستاسې نظرڅه ده ؟ تره كى:  افغانستان د خپل معاصر تاريخ په تر ټولوبد حالت كې قرار لري،  تر هغه پېښې وروسته چې په ۲۰۰۱ كال كې په نيو يارك كې وشوه ، بهرني قوتونه په ډله ييزه توګه افغانستان ته راغلل،افغانستان ته د ددې پوځونو د راتګ بهانه دا وه چې ګواكې غواړي چې دلته له تروريزم سره مقابله وكړي او د هغې په ترڅ كې غواړي دلته د ډيموكراسۍ ارزښتونه پلي كړي،ددوى په راتلودلته د ښځي او د بشر دحقوقو په برخه كې په افغانستان كې فعاليت او هلې ځلې مطرح شوې، شك نشته چې بهرني ځواكونو په ځينو خاصو مواردوكې څه لاسته راوړنې لرلې، خو كه په عمومې كچه قضاوت وكړو، هغه ټولې غوښتنې چې بهرني قوتونه د هغې لپاره افغانستان ته راغلي وو، او هغه لاسته راوړنې چې مخكې پيش بيني شوې وې تر لاسه نه شوې، مثلا په افغانستان او سيمه كې  دتروريزم په پېښوكې د هغه احصاييو له مخې چې د رسينو لخوا وړاندې شوې دې، له دريش فيصده څخه نيولې تر څلويښت پورې زياتوالى راغلى دى، د ډيموكراسۍ ارزښتونه فقط او فقط د ځينو شعارونو تر حده او مخصوصا په پلازمينه كابل كې محدود پاتې شول، د ښځو حقوق هم شايد په ښارونو كې يو څه محسوس شي خو له ښارونو د باندې د بې وزلۍ او د ژوند په سطحه كې د افراط او تفريط له امله زياتره قربانيان موږ وينو چې ښځې ګڼل كيږي ، د بشر د حقوقو تطبيق هم تر سوال لاندې ده ،بهرنيو قوتونو مخصوصا د جګړې په ډګر كې د بشري حقونو له موازينو څخه په كراتو مراتو تيرى كړى، خو جالبه خبره دا ده چې په افغانستان كې دا ټول تيري د ملګرو ملتو د سازمان تر بيرغ لاندې تر سره كيږي. او په تاسف سره د ملګرو ملتو سازمان سره له دې چې په تيرو شپږو كلونو كې په افغانستان كې فعال سياسي حضور لري، هيڅ وخت حتى د اعلاميو يا احتجاجونو له لارې هم د بهرنيو ځواكونو دغه تيري په اړه  چې په افغانستا كې كيږي خپل غږ پورته نه كړ، ظاهرا بهرني قوتونه افغانستان ته د سولي د داعيې د تحقوق لپاره راغلي دي، خو په تاسف سره ګورو چې په تيرو شپږو كلونو كې مخصوصا په تير يوه كال كې بهرني قوتونه په افغانستان كې د جګړې د اوږدوالي لامل ګرځيدلي، زه فكر كوم چې دلته په افغانستان كې زموږ اصلي پرابلم دا د ى چې بهرني قوتونه  غواړي چې خپل موډل، خپل نظام  اوخپل ارزښتونه پر موږ وتپي، دغه كار د دې لامل ګرځيدلى چې د افغانستان دسنتي ټولنې او قبايلي جوړښت پر بنسټ ولاړ ولس د دغه ارزښتونو پر وړاندې ودريږي او د دواړو ارزښتونو تر منځ دغه ټكر بياددې سبب شوٰى چې جګړه كړكيچ او بحران په افغانستان كې دوام و مومي، د بهرنيو قوتونو حضور په افغانستان كې د ننه حساسيتونه را پارولي ،په سيمه كې يې حساسيتونه راپارولي، افغانستان د مختلفو هېوادونو د ګټو د اصتكاك او ټكر په ډګر بدل شوى، زه خپله خبره بيا تكراروم چې تر هغه وخته چې د بهرنيو قوتونو د وتلو لپاره يو مناسب تقسيم ا وقات جوړ نه كړو چې هم د هغوى مشروع ګټې په افغانستان كې په نظر كې و نيول شي او هم زموږ ملي حاكميت ته څه تاوان ونه رسيږي د افغانستان كړكيچ او بحران نه حل كيږي. ملي اصلاح :   تاسو يوه مهم ټكي ته اشاره وكړه چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره بايد يو منظم تقسم اوقات جوړ شي، تر څو د ټولو لوريو ګټې پكې خوندي وي، ستاسو په اند دا ډول يو تقسم اوقات څه ډول بايد جوړ شي؟ تره كى:  اصلادغه تقسم اوقات هغه وخت مطرح كيږي چې بهرني قوتونه دې حاضر شي تر څو له وسلوال مقاومت سره خبرې اترې وكړي، بهرني قوتونه  بايد دغه واقعيت و مني چې افغانان هيڅ كله زور ته او د بهرنيو ځواكونو تحكم ته نه تسليمږي دايو واقعيت دى او زه قطعا نه پوهيږم چې دا د يويشتمې پيړۍ متفكر سياسي مغزونه ولي د زور او زياتي په وسيله غواړي چې خپل معتقدات خپل ارزښتونه په يو وروسته پاتې هيواد كې چې داسې يو وياړلى تاريخ لري وتپي دا پوښتنه تر اوسه زما سره مطرح ده او د حل كومه لاره زه په خپله نه وينم پرته له دې چې موږ له بهرنيو قوتونو څخه غوښتنه وكړو چې د دې پوښتنې لپاره د ځواب په موندلو كې زموږ سره مرسته وكړي، په هر حال كله چې د دې واقعيتونو په پام كې نيولو سره له وسلوال مقاومت سره خبرې اترې پيليږي،ددې خبرو اترو د اجنډا په چوكاټ كې شايد مختلف موضوعات مطرح شي، يو له هغو خبرو څخه چې په اجنډا كې مطرح كيږي دا ده چې موږ څه ډول كولاى شو، د يو كورني ميكانيزم پر بنسټ په افغانستان كې امنيت تامين كړو؟  د امنيت په اړه يو بل انټرنتيف دا دى چې كله چې دغه بهرني قوتونه له افغانستان څخه وځي، په افغانستان كې بالاخره د ملګرو ملتو سازمان د سولې قوه ځاى پرځاى شي، زه نه وايم چې بهرني قوتونه دي دفعتاً له افغانستان څخه و وځي كيداى شي دا پروسه يو كال وخت ونيسي، څنګه مونږ كولاى شو چې د بهرنيو قوتونو ځاى د ملګرو ملتو د سولې ځواكونو ته وركړو، په هر حال دغه كار شونى دى، منتهى موږ بايد د افغانستان د روانې جګړې او كړكيچ په اړه واقع بيني ولرو او د سولې په ګټه په خپلو جګړه ايز دريځ كې لږ انعطاف پذيري رامنځ ته كړو او زه چې دغه انعطاف يادوم، بهرني قوتونه هم بايد هغه په پام كې ونيسي، همدارنګه زما مخاطب وسلوال مخالفين هم دي هغوى بايد له خپلو افراطي غوښتنو تير شي، د افغانستان اوسنيو شرايطو او د سيمې اوضاع احوال ته كتنه موږ ته دا حكم كوي چې بايد وسلوال مخالفين هم په خپل دريځ كې يو څه انعطاف پذيري راولي په دې توګه به دواړه خواوې يو بل ته سره نيږدې شي او د سولې د راوستلو زمينه به برابره شي. ملي اصلاح: ډاكتر صاحب، ستاسې په نظر په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو (ائتلاف او ناټو) موجوديت څومره حقوقي او قانوني بڼه لري، او تر كومه د نړيوالو منل شويو حقوقي او قانوني موازينو سره اړخ لګوي؟ تره كى:  تاسو ته معلومه ده چې بهرني قوتونه دهغه تړون له مخې چې د بن په كانفرانس كې لاسليك شو افغانستان ته راغلي، د بن په تړون كې داسې ويل شوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازى بايد په يوه  مناسب وخت كې د دې سازمان له عمومي منشي څخه غوښتنه وكړي چي په افغانستان كې د امنيت د تامين په غرض هلته د سولې ځواكونه ځاى پرځاى شي، په هغه وخت كې كوم افغانان چې د بن غونډې ته حاضر شوي وو، هغوى د ولس په استازي توب نه وو راغلي، ګڼ شمېر يې له بهرنيو قوتونو او مخصوصا له بهرنيو استخباراتو سره د تړاو په نتيجه كې هلته راغونډ شوي وو،هغوى تر ډېره د چوكۍ په سر په جګړه لګيا شول، د دې پرځاى چې د افغانستان په ملي مسايلو فكر وكړي بالاخره بهرني قوتونه افغانستان ته راغلل، او دغه قوتونه افغانستان ته د خپل راتګ حقوقي بنسټ د ملګرو ملتو سازمان د منشور د اووم فصل ۵۱ مه ماده ګڼي، په يو پنځوسمه ماده كې داسې ويل شوي چې كه د ملګرو ملتو سازمان يو غړى هيواد د يو بل هيواد تر بريد لاندې راځي، دغه غړى كولاى شي په انفرادي يا ډليزه توګه له ځانه دفاع وكړي، خو په هما غه خت كې بايد دملګروملتوسازمان دامنيت شورا د يوې ځانګړې غونډې  له لارې په دې قضيه باندې غور او بحث وكړي، د دغه غور او بحث په نتيجه كې د بريد واقعيت او د هغه پر وړاندې د مبارزې او مقاومت امكانات څېړل كيږي، كله چې د امنيت شورا پريكړه وكړه چې د ملګرو ملتونو سازمان په ډليزه توګه د يو پنځوسمې مادې په اساس چې د مشروع دفاع حق پر بنسټ باندې ولاړه ده،بايد د هغه هيواد چې تر بريد لاندې راغلى د دفاع په خاطر په اقداماتو لاس پورې كړي، په دغه حالت كې هغه هيواد چې مخكې د خپل ځان څخه د دفاع په دريځ كې قرار درلود، د هغه هيواد نظامي عمليات متوقف كيږي او د هغه ځاى د ملګرو ملتونو د سولي قوا نيسي، خو د افغانستان د قضيي په رابطه د ملګرو ملتو سازمان د منشور يو پنځوسمه ماده په نظر كې نه ده نيول شوي، ځكه موږ وليدل چې بهرنيو ځواكونو په ډليزه توګه پر افغانستان يرغل وكړ او د دغه يرغل تيوريك بنسټ دا و چې امريكا غوښتل چې د يوې وقايوي جګړي د تيوري په چوكاټ كې د تروريزم سره مقابله وكړي، او تر اوسه پورې بين المللي قوانينو موږ ته نه ده څرګنده كړې چې تروريزم څه بڼه لري، څه كيفيت لري او څه تعريف لري، تر اوسه پورې موږ په افغانستان كې په دې نه پوهيږو چې هغه سړى چې تر خپلې ملا چاوديدونكي مواد تړي او ځان الوزوي هغه ته تروريست و وايو او كه هغه الوتكې ته چې په كليو بانډو كې بمباردمان كوي او په سلګونو بې ګناه غيرمتحارب او بې وسلې انسانان وژني؟. په هر حال دغه شى د افغانستان په اړه په نظر كې نه دى نيول شوى، له بلې خوا بايد د بريد او د بريد ضد د تاوانونو تر منځ يو تناسب موجود وي، موږ وليدل چې په ۲۰۰۱ كال كې د نيويارك په پېښه كې تقريبا درې زره امريكايان د يوه تروريستي بريد په ترڅ كې متاسفانه و وژل شوي، خو همدا اوس د هغه احصاييو له مخې چې د مطبوعاتو له لارې خپريږي په تيرو شپږو كلونو كې لږ تر لږه دوه درې لكه افغانان چې اكثرا غير ملكي وګړي دي په جګړه كې تلف شوي دي، نو موږ ګورو چې دغه شرط هم چې د دفاع د مشروع حق په ترڅ كې مطرح كيږي د افغانستان د جګړې په اړه د نړيوالو ځواكونو لخوا نه دى مراعات شوى. دريم شرط دا دى چې هغه هيوادونه چې غواړي د ملګرو ملتو سازمان د منشور له مخې د دفاع له مشروع حق څخه ګټه واخلي، بايد د دغه هيوادونو هدف د بل حكومت ړنګول نه وي، ځكه دغه كار نړيوال حقوقي نظم ته تاوان رسوي، خو مونږ وليدل چې دغه بهرني قوتونه په لومړي ځل چې افغانستان ته راغلل، د طالبانو حكومت يي ړنګ كړ، بل خوا د ملګو ملتو د منشور د يو پنځوسمې مادې د مشروع دفاع حق وايي چې بايد دغه هيواد د يو بل هيواد په كورنۍ منازعه كې دريځ ونه نيسي، خو د افغانستان د قضيې په اړه دغه كار هم عملي نه شو، ځكه د بُن د كانفرانس په نتيجه كې ځينې جنګ سالاران د بهرنيو قوتونوله مهربانۍ او شفقت څخه برخوردار شول، او ځينې ډلې ټپلې له سياسي پروسې څخه و ويستل شوې، هغوى لري پاتې شول  اود نورو په مرسته يې د بهرنيو قواوو په لاس د جوړ شوي حكومت په وړاندې ودرېدل او جګړه پيل شوه چې تر اوسه دوام لري. له بلې خوا په افغانستان كې اوسنۍ جګړه د وقايوي جګړې د تيورۍ پر بنسټ ولاړه ده، دغه تيوري د بوش د ادارې لخوا  مطرح شوې او د هغې پر اساس هر هيواد چې د نړۍ په هر ګوټ كې د امريكا ګټو ته تاوان ورسوي، امريكا ځان ته دا حق وركوي چې هغه هيواد په خپل جغرافيايي موقعيت كې وټكوي، د وقايوي جګړې د تيورۍ پراختيا په نړيواله كچه بين المللي نظم ته تاوان رسوي، له دغه تيورۍ څخه د لسګونوكلونو را په ديخوا اسرائيليان د فلسطينيانو په وړاندې ګټه پورته كوي، اوبالاخره كه چېرې امريكا يا بل كوم قدرت ځان ته دا حق وركړي چې د يوه خيالي او تصوري ګواښ تر تاثير لاندې يو هيواد خپل دښمن وګڼي د دغه تيورۍ پر بنـسټ باندې هغه وټكوي، او ټوله نړۍ د خپل دفاعي سيستم په ميدان بدله كړي يا په بل عبارت خپل نظامي عمليا ت په ټوله نړۍ كې پراخه كړي.پدې ډول  نړيوال  نظم ته زيان رسوي. ملي اصلاح :   ستاسو له خبرو څخه دا نتيجه اخيستى شو چې په افغانستان كې اوس مهال د نړيوالو ځواكونو (ناټو او ائتلاف) موجوديت له نړيوالو حقوقي او قانوني موازينو سره اړخ نه لګوي؟ تره كى:  په دې كې شك نشته چې امريكا او د هغې انډيوالان افغانستان ته چې راغلل د ملګو ملتو سازمان د منشور له مخې يې له امنيت شورا څخه تجويز تر لاسه كړ، خو لكه څنګه  چې ما مخكې و ويل دغه تجويز د هغه ټولو شرايطو په چوكاټ تر سره نه شو يا عملي نه شو چې موږ يي په افغانستان كې د قضيي په اړه وينو په بل عبارت د ملګو ملتو سازمان د منشور د يو پنځوسمې مادې په اساس هغه شرايط چې بايد د مشروع دفاع حق د تامين په غرض غربي هيوادونو په نظر كې نيولي واى، د افغانستان د قضيي په اړه مراعات نه شول. نو ځكه موږ دا حكم كولاى شو چې د ترورزيم ضد نړيوال ائتلاف او غربي ټولنه په افغانستان كې له اول څخه تر اوسه د بين المللي حقوقو له چوكاټ څخه وتلي، څو ځلې يې په سيمه كې په جنګې جناياتو لاس پورې كړى چې متاسفانه په اوسنۍ نړۍ كې د قواوو د تناسب او مواز نې دنشتوالي  له امله موږ نه شو كولاى چې له هيڅ چا څخه د هغې باز خواست وكړو، خو دا كولاى شو چې د مطبوعاتو له لارې خپل غږ په دې اړه پورته كړو. ملي اصلاح :  د مخكينۍ پوښتنې په اساس دا سوال هم مطرح كيږي چې ددغه بهرنيو ځواكونو پروړاندې وسلوال مقاومت څومره قانوني او حقوقي ارزښت لري او د هغه نړيوالو موازينو سره څومره اړخ  لګوي چې پر يوه  خپلواك هيواد د بهرني يرغل پر وړاندې ولس ته د دفاع حق وركوي؟ تره كى: كله چې موږ وايو او دلايل هم وړاندې كوو چې افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو راتلل، له نړيوالو حقوقې موازينو سره ډېر اړخ نه لګوي،  په اتوماتيكه توګه د هغه پر وړاندې قيام د مقاومت بڼه غوره كوي او دغه قيام ځان ته مشروعيت تر لاسه كوي او دغه مشروعيت هغه وخت ډېر مطرح كيږي چې دغه مقاومت د يوه هيواد ځينې سيمې هم په خپل كنترول كې ولري، همدا اوس موږ وينو چې كه د ولاياتو او ولسواليو مركزونه او ادارې د مقاومت په لاس كې نه دي خو د افغانستان  دخاورې يوه زياته برخه چې هلته حكومت نفوذ نه لري، خلك او ولس خپلې قضايي چارې د مقاومت د ارګانونو لخوا پر مخ بيايي، په دې حساب موږ ويلاى شو چې مقاومت تر ډېره حده پورې مشروعيت تر لاسه كړى دى، او دغه مشروعيت، له مشروعيت څخه د اوسني حكومت د بې برخې كولو په موازاتو كې مطرح ده يانې اوسنى حكومت چې د بهرنيو ځواكونو لخوا پر افغانانو باندې تپل شوى د خلكو پر منځ كې خپل مشروعيت له لاسه وركوي، يا د خلكو عامه ذهنيت د اوسني حكومت پر وړاندې په مخالف دريځ كې قرارولري، په هماغه اندازه مقاومت كولاى شي چې خپله د مشروعيت ساحه پراخه كړي، او بالاخره دلته موږ له دوه مشروعيتونو سره مخامخ كيږو، يو د نړيوالو حقوقي موازينو پر بنسټ مشروعيت، چې مشروعيت اوسني حكومت جوړ كړى، خو كله چې موږ وينو چې له يوې خوا بهرني قوتونه افغانستان ته په خپلو راتلو سره بين المللي قوانين اونړيوال حقوقي موازين په پام كې نه دي نيولي، او له بلې خوا موږ ګورو چې اوسنى حكومت په خلكو كې خپل ملاتړ له لاسه وركوي، نو ځكه د دغه حكومت بين المللي مشروعيت اوس تر سوال لاندي دى. او د مقاومت مشروعيت دكورنيوحقوقوپربنسټ ولاړ دى، اوپه حقوقي لحاظ دې ته د فكتو مشروعيت وايو، نو د دغه دواړو مشروعيتونو تر منځ استكاك او تصادم د دې باعث ګرځيدلى چې د افغانستان قضيه پيچلي شي او جګړه دوام و مومي.  نوربيا