سياست، اخلاق، او پنجابی مزاج


د سیاست لوبه که د ځینو کمو له لوري لخوا د ځینو اوږمهالو او لنډمهالو انساني ګټو د خوندي کولو لپاره ترسره کېده نو د ډېرو نورو له اړخه بیا د وګړیز او ټولنیز اقتصادي، دیني، مذهبي، فرهنګي او ځمکني تسخير په موخه لوبېدلې او تر ډېره په همدې ډګرونو کې پر ځینو د ځینو نورو د ګټو تپلو لپاره وسيله کارېدلې ده. خو د ولسونو تاریخي تجربې ښيي چې د هر سیاست دوامدار توب او پایه دار توب د هغه په ژمنتوب او اخلاقیتوب پورې مستقیم متناسب دي.
 
 هرڅومره چې سیاست داران ټاکلیو ارزښتونو ته ژمن او وفادار پاتې شوي، هماغومره یې په دې لوبه کې اوږده ساه اخیستې او هرڅومره چې یې له ارزښتونو ځانونه لوڅ کړي، هماغومره یې د لوبې عمر لنډ او لنډمهالی پاتې شوی.        چنګېز له خپل ټول زور او ځواک سره په اسلامي نړۍ کې داسې ويلې شوی لکه چې نه و خو که چنګېز له خپلې تورې سره د څو برېښنده ارزښتونو توغونه هم وچت کړي وای نو د منغولیا له څړځایونو د شپنو دغه پوځ به داسې له خپل نامه سره نه نابودېده.  اسلامي تمدن چې د عربانو(امویانو، عباسیانو) له استبدادي خوی او جابرانه راج سره سره دومره غځېدلی نو د دغسې څه ارزښتونو له برکته، او انګرېزان که په دومره مکارتوب او درغلتیا سربېره په سلګونو کاله راج چلوي نو د ځینو ژمنتیاو په برکت. د دې خبرو معنا د انګرېز او نورو په اړه خو څه، چې د اسلامي خلافتونو په اړه هم دا نده چې هغوی به له ستونزو پاک ول خو د هغوی د عمر په غځونه کې ژمنتیاوو له شکه پرته رول لرلی. د نیواکګرو او ښکېلاکګرو ځواکونو زوړ دستور پاتې شوی چې د غټو درغلیو د ترسره کونې لپاره وړو او برېښنده ښېګڼو ته مخه کړې ده. د ساړه جنګ په دوران او له هغه راوروسته چې د ذهنونو د تسخیر لپاره کوم شعارونه ډېر کارېدلي په هغو کې په نړیواله کچه د ټولنیز عدالت، بشري حقونو، فردي او ټولنیزې ازادي او ډيموکراسي شعارونه او په سیمه ییزه کچه د اسلام او ملي ارزښتونو شعارونو ډېر غښتلي ول.  د دوامدارو ګټو د تامین لپاره لنډمهالې مرستې، پورونه او پریوه او بل نامه ننګې او ملاتړونه د سیاسي لوبو معمول دي. دا هر څه ځکه چې دې حقیقت له لومړیه ځان تسلیم کړی، چې د سیاستونو د عمر اوږدولو لپاره یولړ ژمنتیاوو ته اړتیا ده. کټ مټ لکه چې وایي، ګټه په تاوان کېږي.
افغانستان یوه موده د ازادې نړۍ او کمونیستي نړۍ ترمنځ د سیالۍ په نامه د یوې خونړۍ لوبې سټېج و. هغه مهال دغه ډول شعارونو دومره زور واخیست چې افغان ملت خو یې باید او باید له خود او سده ایستلی وای، خو په بهرنۍ نړۍ کې یې لاهم افغانستان د حق او باطل، تباهي او نجات، ازادۍ او اسارت، عدالت او وحشت ترمنځ د وروستۍ مبارزې ډګر ور وپېژاند او دې قضیې ته د تعاطف او تحمس حد تر دې ورسېد چې نازک انساني صنف یعنې ښځو د غاړو هارونه او غوږوالۍ د دې جګړو د حق سپاهیانو ته د اورورینو وسلو د پېرودنې لپاره وقف او خیراتولې. ریښتیا هم دغسې یوه لویه جګړه د ارزښتونو له راننګونې پرته ناشونې وه.  زموږ پر هېواد د جګړې راتپل شوې وروستۍ بڼه هم د یو لړ غوړو او رنګینو شعارونو تر چتر لاندې او د تروریزم ځپلو له فولادي ګورز څخه په استفادې چې هر ناخوښی څټ پرې وهل کېږي، پر مخ ځي. د ښځو حقونه، فردي ازادي، ډیموکراسۍ، د ازاد بازار ارزښتونه، بیارغونه، د بیان ازادي او نور شعارونه چې د ځینو په برخه کې یې نسبي پرمختګ هم شوی، د جګړیزې ستراتیژۍ سوله ییزې طریقې وې چې ښایي تر ټولو اغېزمنې اوسېدلي وي. دغسې یوې ژورې تجربې ته په کتنې، داویل ډېر اسانه برېښي چې د نږه شریرو سیاستونو عمرونه بېخي لنډ او ورځې یې د ګوتو په شمېر وي.  په سیاسي او ټولنیزو سیسټمونو کې د ولسونو اخلاقي ژمنتیا تر ډېره د هغوی په فرهنګ کې دنننۍ رېښې لري. د ولسونو خپل اخلاقي ارزښتونه د هغوی په سیاسي کردار سیده او مستقیمه اغېزه لري او ځینې وخت د هغوی سرنوشت ټاکونکي وي. افغان ولس په سیاسي اړیکو کې د اخلاقي معیارونو د پالنې اوږد تاریخ لري. کله چې شاه اشرف د هغه پر قلمرو د ترکانو د یرغل په نتیجه کې په جګړه ښکېل شو نو له ترکانو سره یې د ورځې حساب ونه کړ بلکې له جګړې وروسته یې د ترکانو پر ډګر پاتې مړي په درنښت کفن کړل او ترکي خلافت ته یې د نېک نیت په شاګم واستول. په هندوستان کې د افغاني شاهانو مذهبي رواداري او د کمزورو ساتنه او مراعات یې غوره بېلګې دي. لوی بابا د نادر افشار کورنۍ درنه کړه او ویې پالـله، او په هندوستان کې یې  د مغلو له پاتې شونو سره په اخلاقي بنسټ دروند رفتار وکړ او پر هغوی یې باور وکړ.  د غازي امان الله خان د واک پر مهال د الماني انجنیرانو موضوع چې د ماتې او مغلوبې جرمني مغرورو دښمنانو ته د مجرمانو په توګه غوښتي ول، د افغاني مېلمه پالنې په دود حل او هواره شوه چې د افغانستان د مېلمه پالي فرهنګ او سیاست د همغاړیتوب یوه ښه بېلګه وه. وروستۍ او نه اخیره یې د وهابي شیخ او امریکایانو پټپټانی دی چې طالبانو(چې بالآخره افغانان ول) د دغسې ارزښت پالنې په برکت له واکه لاسونه و وینځل او په دې توګه په دې نړیوالې اوبدلې سیاسي لوبه کې د ځایي افغانانو د مزاج تومنه برابره څرګنده کړه.  د هند په نیمه وچه کې چې د ولسونو، مذهبونو او توکمونو کومه ګډوله رامنځته شوه، د هغه ځای پر مذهب، سیاست او هرڅه یې ژوره اغېزه وکړه. هلته د توکمونو د ګډولې په تعقیب د مذهبونو ګډوله رامنځته شوه، د هندوییزم اغېزه د هند په اسلامي صوفیزم کې له ورایه جوته شوه او د اسلام اثر په سیکیزم او هندوییزم کې. دوه مخیتوب د هندي مزاج یو جوت بېلښت دی چې ښایي د همدې ګډولې د رامنځته کېدلو په تعقیب او برکت  رامنځته شوی وي او د انګرېزي مکار سیاست مرشدۍ اوج ته رسولی وي. هغه دوه مخیتوب چې د پنجابي سیاست په څېره کې ډېر جوت دی، د پنجابي فرد په کرکټر او شخصیت کې له ورایه لیدلای شئ، او هغه ساده توب، او ريښتینولي، چې د "ازادو" افغاني حکومتونو په سیاستونو کې د ملاحظې وړ وه، هم په افغاني او پښتون کرکټر کې جوت او زغرد لمس کولای شئ. په را وروسته زمانه کې د لاهور د فحاشۍ د تر ټولو لوی مرکز، هيرا منډیي او تبلیغي مرکز ګاونډيتوب د دغسې یوه مزاج نمایندګی کولای شي. د شیخ الشیوخ فضل الرحمان او مایویست بوټو د سیکولرې لور بې نظيرې ترمنځ سیاسي اڼډیوالي همدغه تاثر لري او د شیخ رشید او نورو رندانو! په خبرو کې کله کله د بنسټپالو اسلامي نظریاتو سر راښکاره کول دې ته ورته تومنه لري. د افغانستان په اړه د تېرې اوږدې جګړې پر مهال د ګاونډیانو په سیاستونو کې د هغوی د ولسونو د فرهنګي مزاج اغېزې تر ډېره حده څرګندې وې.
له خپلو لاسپوځیو ډلو او قوماندانانو څخه د څو زړو روسي ټانکونو پېرودنې به پاکستان ته څومره ګټه رسولې وي خو د هغوی د سیاست د اخلاقي کمزورتیا په اړخ یې ښه بحث کېدای شي. څه فکر کوئ چې د شمال د آسونو د قاچاقبرو په وسيله د پاکستاني فوج لپاره د آسونو پېرودنې انګېزه به نږه مادي وه؟ او که نه د اندرغلي مزاج او طبېعت توسن پکې د یادونې وړ دی؟ د سیاست لپاره د مشترک مذهب او مشترک دین د ارزښتونو ناوړه کارول چې په عین مهال پر خپل مذهب او دین د مسخرې مرادفه وه، د دغسې یوې پدیدې بېلګه ګڼلای شو. په دې سربېره د موزیمونو چور کېدل، د وسپنې  او آن د د هډوکیو او بیا له هدیرو څخه د راټولو انساني هډوکیو کباړ، د لرګو د مافیا غښتلیونه، د هيرویینو د کاروبار تقویه... د پاکستان د سیاسي اخلاقو په اړه یوه مهمه نیوکه دا واردېږي چې هغوی په افغانستان- د هغوی په اصطلاح- کې خپل ستراتیژیک ملګري پښتانه(!)، تر نورو زیات تاواني کړي او تل یې د هغوی په بېخ ویستلو پانګه اچونه کړې ده. د هغوی د ټولنیزو جوړښتونو د ړنګولو پروژه همدوی په کار اچولې  او په پښتنو کې یې د بنسټپالنې پر ودې پانګه اچولې چې که د دوی په خپل اند هم د ګټې کار وای نو په خپل هېواد کې به یې هم ورته لاره هواره کړې وای. د دوی پر عکس، نورو ګاونډیانو په افغانستان کې خپل ملګري نازولي، د هغوی د بنسټونو غښتلیونې ته یې توجه کړې، په هغوی کې یې د زده کړې او تعلیم ودې ته توجه کړې، هغوی ته یې کتابتونونه جوړ کړي، هغوی ته یې ځمکي رانیولي، هغوی ته علمي حوزې جوړوي او د هغوی لپاره یې کاري فرصتونه پنځولي. د دې پرځای چې له افغانستان څخه د هغوی د ذهنونو او پانګو تېښتې ته لاره هواره کړي، هغوی یې اړویستي چې خپلې پانګې خپل هېواد ته ولېږدوي او هغوی یې بېرته ستنېدنې ته اړویستي. د دې ټولو غوره مثال د ایران لخوا د شیعه افغانانو ننګه او هراړخیز ملاتړ دی. که څه هم د ایران او امریکا اړیکو دا ایجابوله چې هزاره ګان یې د امریکا ضد لیکو ته سوق کړي وای خو ایران دا د هغوی د ملګرو په ګټه نه بولي او داسې نه کوي بلکې هغوی لا زیاتې ونډې ته تشویقوي.  د تاجیکستان اړیکې له خپلو ملګریو سره کاملاْ عاطفي او پر همکارۍ ولاړې دي. ترکیې خپل موسسات په لومړۍ درجه د خپلو هم توکمیو خدمت ته پرې ایښي او په دوهم او درېیم کې نور افغانان. زما له خبرې دې دا مطلب وانه خیستلای شي چې زه پاکستان د پښتنو ریښتینی ملګری بولم خو هغوی د دې دعوه کوي او پروېز مشرف لږ تر لږه دری ځله په نړیواله کچه د پښتو د حقونو مکارانه ویر کړی. له همدې امله زه دې مسالې ته یوازې او یوازې د پاکستان د سیاستونو د اخلاقي کمزوری د بېلګې په توګه نغوته کوم. را به شو دېته چې پاکستان پښتنو ته څه کړي. پاکستان د هېواد په دننه کې د پښتون په نامه څوک نه پېژني یا په بل عبارت پاکستان په خپل هېواد کې دننه پښتنو ته پر خپل نامه د سیمې درلودلو مخالف دی او نور اړخونه خو څه چې د یوه ځانګړي نوم له درلودلو څخه چې دری ځله د پښتنو دغوڅ پارلماني اکثریت په غوښتنه په پارلمان کې مطرح شوی، انکار کوي.
د پښتنو هغه سیمې چې د پاکستان تر واک لاندې دي، له هغو سره چې له افغانستان سره دي، سربېره پر دې چې دغه یې ۳۰ کاله په جګړه کې پاتې شوي، هومره توپیر نه لري.
دا ولې؟ که د افغانستان پښتانه د ترحم وړ وي نو د وزیرستان، کورمې، مومندو، خیبر، بنو، جنډولې او ژوب پښتانه څو چنده زیات؟ که مشرف د دغو په اړه تشویش لري نو لومړی دې یې د هغو په اړه ولري چې د وروسته پاتې والې لپاره هیڅ کومه بهانه نه لري. د افغانستان پښتانه که په مادي لحاظ وروسته پاتې دي نو معقول  عذر یې څه کم دېرش کلنه ورانوونکې جګړه ده، خو د پولې هاخوا پښتانه دې ولې زموږ برابر وي؟ د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د پښتنو تر منځ د جګړه ییز ذهنیت خپرونه د پاکستاني ميډیا او رسنیو محسوسه دنده او د دې کار لپاره ګومارل شوي تش په نوم مذهبي ډلې د پاکستان د استخاراتي لړیو کړۍ دي. په دې سربېره، د رسنیو، زده کړې، کاروبار او ژوند په نورو ډګرو کې د حقونو په نه ورکړې سربېره د پاکستاني رسنیو هغه زهرجن تبلیغات چې د پښتون کرکټر په اړه خپرېږي، او هغه د سادګۍ، لېونتوب، خپلسرۍ او نامتوازن والي سمبول ګڼي، شعوري او پلان شوي دي او له ملي تلویزون څخه نیولې تر سټیج نندارو او د ازاد بازار تر محصولاتو پورې هرڅه پلان شوې پښتون رټنه کوي. د پښتنو د نړیوالې بدنامې دنده تل پاکستان په مخ بیولې، په کورنۍ کچه یې دلته بنسټپالنه تشویق کړې خو په نړیواله کچه یې د پښتنو سیمه یوه داسې خطرناکه بنسټپالیزه سیمه معرفي کړې چې که پاکستان هغه مهاره نکړای شي نو نړی به تل ورسره په ستونزه اخته وي. د پروېز مشرف وروستۍ وینا چې بنسټپالنې ته یې له پښتنو سره تړاو ورکړی او پښتانه بنسټپال یې تر القاعده هم خطرناک او ډاروونکي بللي، د هغې پراخې ستراتيژۍ غیر منافقانه څرګندونه کوي چې پاکستان له ډېر پخوا څخه پرې کار کړی. د پښتنو په سیمه کې د هرډول پراختیايي کارونو مخنیوی او د یوه بې تعلیمه او وروسته پاتې ګاونډي او لاسلاندې په توګه د پښتنو د یوې موزیم ورته ټولنې ساتل د پاکستان د ملي سیاست برخه ده. 
په افغانستان کې د  پښتنو پر سر د لږکیو په تپنه کې د پاکستان رول، د پېښور د تړون (یعنې له پښتنو څخه د واک د لېږد تړون) تحمیل، د اسلام آباد په تړون کې د رباني او مسعود لپاره د جمهوري ریاست او دفاع وزارت د پوستونو پر تعیین د هغوی ټینګار او له مسعود سره د مرموزو اړیکو په جوړولو د جګړې اوږدونه د پاکستاني آی ایس آی د دوستۍ هغه برکات دي چې پښتنو ته رسېدلي دي.
دا هرڅه د پاکستاني سیاست د ټیټ اخلاقي حیثیت نمایندګي کوي چې د ستراتیژيکې دوستۍ  د عنوان د منفي او ناوړه کارونې ثبوت وړاندې کوي.
پاکستان دغه لوبه یواځې د دوستۍ له پاک نامه او عنوان سره نه ده را اخیستې، بلکې تر څنګ یې پر یوه بل داسې عنوان هم سیاسي مسخرې پیل کړي چې تر هرچا زیات همدوی د دې عنوان درناوي ته اړتیا لري. پاکستان له ډېرې مودې را هیسې د اسلامي احساساتو د مسخره کولو سیمه ییزه لوبه ترسره کوي او له مذهب غوندې پاک عنوان څخه د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي. په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت د ټینګښت په مخنیوي کې، چې د ټولې نړۍ مسلمانانو ورته د امید سترګې غړولې،  د پاکستان فعال رول ښایي د پاکستان زړه تر یوه حده یخ کړی وای خو پاکستاني بامبړانو دې ته ونه کتل چې هغه سیاسي اسلام چې د دې کار په نتیجه کې په نړیواله کچه بدنامېده، د همدوی دین هم و او د همدوی هېواد و چې د تکتل لپاره یې له اسلام پرته بل شعار او بهانه نه درلوده. د دې معنا داوه چې پاکستان له نورو سره په دښمني کې د هغه څه تر پښو لاندې کولو ته هم حاضر و چې د خپل ملک بنسټ او د ملي یووالې مزی یې باله او د ملي شعار په توګه به یې ویل چې "پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اله الا الله". د افغانستان د سیاسي او جنګي لوریو په په سیاسي کردار کې د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو نه مراعاتېدلو اغېزې رابرسېره کېدل تر ډېره حده د پاکستان د مداخلو زېږنده دي او د پنجابي واکوالو تاثر پرې له ورایه څرګند دی. له وروستیو ډېرو پېښو داسې ښکاري چې افغانان له بهرنیانو څخه یوازې وسلې او پیسې نه اخلي، بلکې د هغوی اخلاق او سیاسي کلتور هم راکاپي کوي چې دا چاره د یوې بدرنګې پديدې په توګه د خطر زنګ را اوروي. په جګړه کې د نیول شویو اسیرانو د ژوند ساتنه او پاملرنه، د ښځمنو او بې وسو ساتنه او نه ازارول، د ځانګړیو مناسبتونو، لکه جنازه،  واده، فاتحه، او نورو مراعات، د ځانګړیو ځایونو، لکه جومات، د کور منځ او نورو درناوی او داسې نور درانه ارزښتونه ول چې زموږ د جګړه ییز فرهنګ بېلتیاوې ګڼل کېدې.  لرې به نه ځو او خپل دې وروستي هېواد شمول جهاد ته به راوګرځو. د روسي سرتېرو ۹۵ په سلو کې هغه سرتېري چې افغاني مجاهدینو اسیران کړي، په خپله خوښه یې د افغانانو دین منلی او د هغوي په لیکو کې پاتې کېدلو ته یې په ستنېدا ترجېح ورکړي چې لامل یې د مجاهدینو لوړ اخلاق او پښتون-خویه جګړه ییز فرهنګ و. د جنګیالو په کردار کې د فرهنګ د اغېزې یو بل عمده مثال د هغې برېطانیایي ژورنالیستې مسلمانېدل او طالب خواخوږې کېدل دي چې د طالبانو د نظام تر سقوط څه موده وړاندې د هغوی لخوا توقیف شوې وه. تر نن وړاندې جنازې، جوماتونه، فاتحې، مېلمستیاوې،  غافلانه ترورونې، د ښځمنو وژنې او بې خبراوي وژنې د افغانانو د جګړه ییز کلتور موخه نه وې.  دغه راز ډېرې داسې پېښې راپور شوي چې زموږ په جګړه ییز فرهنګ کې ځای نه لري او له ورایه پرې د پردیو د لاس خاپي مالومېږي. د سارې په توګه د ښځو تښتول او وژل [1]، غافلګیره وژنې، د لاسلاندیو او کمزوریو افرادو تښتول او سرونه غوڅول[2]، پر جنازو یرغل[3]، پر فاتحو یرغل[4]، له قبرونو څخه د مړیو راویستنه[5] ...په عامو محضرونو کې چاودنې، د ښځمنو ګواښل او ترهو، د جنازو تحریم هغه څه دي چې زموږ د جګړه ییز فرهنګ او خوی استاځي نه کوي. د افغاني ټولنې د ټینګ اوبد یوه ستره ګټه داوه چې د افرادو د نننۍ اړیکې یې شفافې او رڼې وې او دې کار د ډېرو ستونزو د اسانې حلېدنې لاره هواروله. غل نه ورکېده، قاتل ځان نه پټاوه، دښمنيوې ډانپېیلي وې او دوستۍ پایه دارې.  خو زموږ له فرهنګي ارزښتونو سره د ښکېلو لوریو بې غوریو زموږ په ټولنیزو اړیکو کې یې باوریتوب او شفافیت له منځه وړي او ډېرې داسې بېلګې یې منځته راوړي چې د پښتنو تر منځ څه چې د هرې ژوندۍ او د ژوند پر اصل ولاړو ټولنو کې هم نامنلي دي. د بېلګې په توګه، ترور او پټې وژنې، د مړیو مسخره کېدل، د جنازو تحریم، د سپین ږیریو او مشرانو سپکاوی، غافلګیر او نا اعلان شوي وژنې. دغه ډول کړنې تر ډېرو د بنګال په جګړه کې د پاکستاني پوځ کردار ته پاتې کېږي چې د بنګال مسلمانان له پنجابي بامبړانو څخه د خپل ناموس او مال د خوندي کولو لپاره  قیام ته اړ شول، او  پاکستان ووېشل شو. که څه هم د سیاسي سیالیو د ګټلو او ځان لوړاوي لپاره د پردیو سیاسي غلامي زموږ په هېواد کې وخت نا وخته تکراېرېږي خو چې کله د دې غلامیو  سببونه زایل شوي، نو پردي پالنه ورسره جوخته له منځه تللې ده چې د دې کار عمده لامل زموږ فرهنګي بېلتیاوې وې. که چېرته دغه فرهنګي بېلتیاوې او ځانګړنې ونه لرو او د سیاست په تعقیب فرهنګ هم له لاسه ورکړو، نو ډېره لرې نه ده چې دغه پردي مو د جنګي یلغار پر ځای د کلتوري یلغار تر سیورې لاندې په پېړیو لاسلاندې وساتي.  تر کومه چې جوته ده، زموږ د نننۍ جګړې ډېر ګنده اړخونه سکوټ پردي او د یوه داسې تصنعي فرهنګ او خوی زېږنده دي، چې یواځې له تصنعي او غیر طبېعي رامنځته شویو ټولنو څخه یې تمه کېدای شي، او هیڅ کله به د چا اصيل فرهنګ دغسې ګنده خویونه ته ځای ور نکړای شي. تصنعي او غیر طبېعي فرهنګ په تصنعي او غير طبېعي ټولنو کې رامنځته کېدای شي چې زموږ په چاپېریال کې یواځې او یواځې پاکستان دغسې یوه ټونه کېدای شي. پاکستان د مختلفو قومونو په جینونو کې د انګرېز له ګوتوهنې څخه رامنځته شوی، طبېعي سرحدونه نه لري، او نامتجانس وجود یې د ګڼو چاپېریالي ناخوالو سرچینه کېدلای شي. -------------------------------------------------------------------------------- [1] لکه د فرانسوئ مېرمنې وژل [2] د هندي انجنیر وژنه، [3] په زابل کې د یوه ډله بې ګناه او بې وسلې افغانانو یوځایي وژنه چې دخپل ملګري انجنیر مړی یې چې طالبانو وژلې و کور ته رساوه. [4] لکه د مولوي صاحب خالص په جنازه کې د بم چاودنه چې د هغه قدرمن او مجاهد مشر د احترام لپاره هم باید نه وای ترسره شوی. یا لکه د خاکرېزوال وژنه چې طالبانو یې مسؤولیت ومانه. [5] لکه د غزني د اندړو ولسوالۍ  په... کلي کې د پولیسو د یوه وژل شوي سرتېري د قبر راسپړنه او د مړي راویستنه.