غزل

دا رنګ خو يو غبار دی د هر ګل په ايــــــــــــــنه کې ښــــــــــــــکلا د سپرلي ګوره د بلبل په ايــــــــــنه کې   زاهــــــده د حرم حيرتـــــــــکده دې مبارک شـــــــــــــه خپل ورک اشــــــــنا مې ومونده د مل په ايــــنه کې   غـــــــــبار يې د زاوال ﻻ په رخــــسار پريوتی نه دی چې ګوري د خپل حســـــــــن تکامل په ايــــــــنه کې   شـــيشــــه زما د ملک خو د کوترو وينو ســــره کړه اوس ځالې د حـــــــــــيرت دي د کابل په ايــــــنه کې   په سترګوکې تصويرمې ګوره څنګه وارخطا کړې جــــــــــــراًت خو به مــــــــــــنې د تقابل په ايــــــنه کې