هر مازيګر به چې کله له خپلې دندې څخه کورته راغلم نو دمعمول په څيربه مې غوښتل،چې دباندې په شنه جوس کې چکر ووهم ، ترڅولږ مې روح اودماغو ته تسکين پيداشي ، ځکه ټوله ورځ پدې اخته وو,چې په دې غم لړلي پيښه کې څومره دسراومال زيانونه او په هغه کې څومره... بس همدا ويرونه دي, مونږ هڅه کوو چې دخپلې رسنۍ دخپراوي لپاره ريښتوني مؤثق اوپه توازن ولاړ خبرونه پيداکړو . په دې ورځ ډير ناوخته ؤ، ماښام وتياره مخ په خوريدو وه ، شفق دغرونو په څوکو کې نه ترسترګو کيده، خپله لمنه يې دشپې له شره ټوله کړي وه، خو بيا مې هم دعادت له مخې تلوسه وه چې له کوره ژر ووځم، دکورڅخه دوتلو پرمهال مې له جيب څخه راډيو لرونکی ټليفون راوخېست، غوږګۍ مې ورواچوله، بې . بې .سي راډيو مې ونيوله اورم چې خپلواک ساپي په ژړغوني اواز سره داخبرپيل کړ:( بې بې سي په ډيرې خواشينۍ سره د خپل خبريال عبدالصمد روحاني دوژنې خبر خپروي، چې ... په دې وخت کې عجيبه حالت راباندې راغی او ټېلفون مې له لاس ولويد،يو سوړاسويلی مې له خولې وکېښ، له ځان سره لکه ملنګ ليونۍ ودريدم اوفکر مې وکړ ظالمانو داسې څوک کوي !؟ اخر دغه ځوانيمرګ څه کړي وو. يوازې مو پدې وواژه، چې له حقيقونو يې پرده پورته کوله ، اويايي دکړيدلي اولس غږ تر نړۍ رسوه ،تاسو زما خبره واورئ ! که په دې مووژولی وي ،چې حقيقت بايد روښانه نشي په ياد ولرئ، چې تاسو بدکړنې به ټولې نړۍ ته روښانه کيږي او دروحاني روحانيت به لا نورې غزونې وکړي. دحقيقتونو او واقعيتونو دبربنډولو لړۍ به دوام پيداکړي . اوتاسې دعظيم جنايت سرته رسوونکي به دنړۍ دهر وګړي په وړاندې شرخوټوونکي ، او بشر وژونکي .رټلي څيرې وپيژندل شي . اوبيا به مو د خدای دځمکې پرمخ داستوګنځای نه وي ، اوټوله بشري ټولنه به ستاسو د ورکيدو او له منځه وړو هڅې پيل کړي .ځکه تاسو دحقيقت او انسانيت دښمانان ياست .! ګرانو سلامونه مې ومنئ ! دشهيدځوانيمرګ روحاني دوير له امله تاسو ټول ته تسليت غمشريکي وړاندي کوم ،پدې وير کې زه هم دنورو همزولو ژونالستانو سره يوځاي دغم اوښکې څاڅوم ،خداي دروحاني ته جنت الفردوس دکورنۍ غړو اوخواخوږو ته صبر ور په برخه کړي. نو ګرانو له همدې امله زه خپل فکر ديته اړ ايستلم چې د شهيدروحاني په وير کې څو کرښې تورې کړم چې دادی پورتنۍ ليکنه درليږم که چيرې مو مناسبه وګڼله نو په خپله پاڼه کې راته خپره کړی. په ټوله پښتنه مينه
وروستي