له هغې ورځې چې د کوچیانو د ملکیتونو او دودیزو څړځایونو پر سر د کوچیانو او یو شمېر سیاسي شویو هزاره ګانو ترمنځ په بهسودو او نورو سیمو کې څه ستونزې پیدا شوي نو یو شمېر بهرنیو او په هغو پورې تړلیو کورنیو کړیو دې مسئلې ته ډېره لمن وهلې ده، یوې حقوقي مسئلې ته یې سیاسي رنګ ورکړی او ګڼ شمېر افغان ضد او هېواد ضد خپرونو پردې مسئلې په یو اړخیز ډول خپلې پاڼې دومره لړلي چې د ژورنالیزم اصول یې هم تر پښو لاندې کړي، د هېواد کوچیانو ته یې سپکې او سپورې کارولي او یوه اصطلاح «کوچي ګري» چې د سیاسي غرضونو بوی ترې له ورایه ښکاري د کوچیانو لپاره کارولې. ما د افغانانو د یوه لوی خصوصیت «زغم او تحمل» له مخې تر ډېره وخته ځان غلی کړ، چې د «کوچي ګري» انډول اصطلاح ونه کاروم خو دا چې تردې عنوان یا اصطلاح لاندې د سلو په شاوخوا کې بېلا بېلې غرضي لیکنې په «ملي ارمان، ۸صبح، افغانستان، راه نجات، چراغ، جامعه، اقتدار ملی» او نورو چاپي خپرونو کې چاپ شوې او د مقابلې خوا یوه لیکنه هم په دې خپرونو کې خپره نه شوه نوهلته موږ ته د ازادو خپرونو«!» عدالت او قضاوت «!» لاښه څرګند شو. زه پردې هم پوهیږم چې زموږ ځینې ایرانپالي دولتي چارواکي، درباري غوړه مالان، ایران ملاتړې خپرونې، د ایران په ملاتړ جوړ شوي اته ګوني ګوندونه، د شمالې ټلوالې یا اوسنۍ ملي جبهې او نور افغانستان ضد عناصر به د «هزاره ګرۍ» په اصطلاح وچولی تریو کړي، خو که د یوه حقیقت په بیان سره ځینې تصنعي او لاسپوڅې څېرې خوابدې کېږي، خوابدې دې شي.
حقیقت دادی چې له سلګونو کلونو راهیسې کوچیان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې همدا کوچیان وو او ګرځند ژوند یې درلود، د افغاسنتان د غرو لمنو، دښتو او خپلو مشخصو څړځایونو څخه یې ګټه پورته کوله او هېڅ داسې کومه ستونزه چې سیاسي رنګ دې واخلي، نه ده رامنځته شوې، که کله هم یو نیم ځل له کلیوالو استوګنو خلکو سره څه ستونزې پیدا شوي، هغه هم د حکومتي چارواکو او قومي جرګو له لارې اوارې شوي او دا ستونزې دومره حد نه دي رسېدلې چې د ځايي یا کلیوالي خلکو تر خپلمنځي ستونزو دې ډېرې اوچتې وي، یانې ستونزو اکثره شخصي رنګ درلود، نه په دې اوسنۍ بڼه چې ستونزه په بامیانو یا بهسودو کې وي او مظاهره ورته په کابل کې کېږي. ټول خلک پردې پوهیږي چې د کابل د مظاهرو مصارف څو ک ورکوي؟ هماغه بهرنۍ کړۍ چې په کابل کې د عاشورا د ورځې د نمانځنې لپاره د تورو ټوټو او تورو دروازو لګښتونه پرې کوي، د همغو کړیو استازي د دا ډول مظاهرو لګښتونه هم پرې کوي، همغه کړۍ په دې مسئله کې ډېره لېوالتیا لري چې په کورونو، مدرسو او ګوندی دفترونو کې یې د «حیات الله خمیني» تصویرونه بند دي هماغه کړۍ دې مسئلې ته لمن وهي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان د افغانستان په هر ګوټ کې د اوسېدو کار او دندې حق لري، نو اوس که د یوې سیمې خلک را پاڅي او د بلې سیمې خلکو ته ووایي چې پردې سیمه او لاره مه تېریږﺉ او دلته کار مه کوﺉ، ځکه دا زموږ سیمه ده نو دا خو به په افغانستان کې ژوند په ټپه ودروي. که چېرې کوچیانو د هزاره ګانو او یا نورو ځايي خلکو پر شخصي ملکیت تېری کړی وي نو دوی حق لري چې محکمې ته عارض شي او که چېرې کوچیان له خپلو معمولو څړځایونو او خپلو ملکیتونو ګټه پورته کوي نو بیا دوی په کومو دلایلو د دوی حق سلبوي؟ افغانستان کې د وروستۍ تصنعي دموکراسۍ یوه نیمګړتیا داده چې ملامت اوناملامت په کې نه معلومېږي، همغه څوک چې ډېر ظالم دیو هغه د مظلومیت تر ټولو ډېرې چغې وهي، تر کارواني د غله چغه ډېره اوچته ده، هغه څوک چې په پردیو پیسو خپلې خپرونې چلوي، هغوی کولای شي د خپلې ګناه پېټې پر نورو واچوي، کوچیان د افغانستان هغه مظلوم خلک دي چې هم پرې ظلم کېږي او هم یې څوک فریاد ته نه پریږدي، د ایران له خوا تمویلېدونکې رسنۍ ددې توان لري چې ظالم د مظلوم اومظلوم د ظالم په توګه منعکس کړي، کوچیان بېچارګان طبعاً په خپلو تولیداتو ددې وس نه لري چې د ایران له تېلو څخه د راڅڅېدونکو پیسو په زور له چاپي او تصویري رسنیو سره مقابله وکړي، خو حقیقت حقیقت دی او یوه ورځ به دا حقیقت پر واقعیت بدلېږي او ځان به ښيي.
اوس راځو دې تېرو کلونو ته چې افغانستان کې کوچي ګړي شوې که هزاره ګري؟ آیا کریم خلیلي له خپل دولتي زور څخه نامشروع ګټه نه ده پورته کړې او خپل ورور حاجي نبي ته یې تر دوه زره جریبو زیاته ځمکه د کابل په غرب کې نه ده توزیع کړې؟ ایا په دې ښار ګوټي کې له هزاره پرته کوم بل افغان ته هم د استوګنې حق شته؟ ایا کریم خلیلي د خپل معاونیت په تصدۍ کې د کوم بل افغان عرضپاڼه هم جمهور رئیس ته وړاندې کړې؟ ایا پر ګڼو افغانانو په تېرو کلونو کې ظلم نه دی شوی، کریم خلیلي د کوم ظلم او توهین درد په خاطر د مظاهرې میدان ته وتی خو چې کله د «کابل اکسپریس» فلم کومه صحنه کې هزاره ګانو ته توهین شوی، د کریم خلیلي، سیما ثمر، محقق او نورو په ګډون ټول ډولتي او نادولتي چارواکي په مظاهرو کې ګډون کوي ایا دوی له خپلو دولتي مقاماتو څخه د مذهبي او قومي تمایلاتو لپاره ناوړه توګه ګټه نه ده اخیستې او شیخ محمد اصف محسني د «خاتم النبین» په نوم مدرسې ته شل جریبه دولتي ځمکه نه ده رانیولې، ټول پردې پوهیږي چې ددې مدرسې د جوړېدو پیسې چا ورکړي او څوک یې ورکوی او د کوم مقصد لپاره جوړه شوې، ایا د افغانستان په هرات کې همدا اوس د انوری په دولتي زور ګڼ شمېر هزاره ګانو ته ځمکې نه ورکول کېږي او ګڼ شمېر ښارګوتي او نورې سیمې د خلیلي، محقق، انوري او نورو په زور یوازې د همدې یو قوم افرادو ته ورکول کیږې، ایا د اسلامی وحدت ګوند او یا هم د محقق «حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان» کې له شیعه هزاره ګانو پرته د بل قوم یا بل اسلامی مذهب غړي غړیتوب لري؟ که دې پوښتنو ته واقعاً سم ځوابونه ووایو نو بیا په پوره باور ویلای شو چې په افغانستان کې «کوچي ګري» شروع نه ده، بلکې «هزاره ګري» شروع ده، که کوچیانو په دولت کې د کریم خلیلي، محقق، انوري، سیما ثمر ، محسني او نورو په شان کسان لرلای او ددې تر څنګ د ایراني ښامار په شان یو څوک چې د «توري طلا» خزانې یې تر خېټې لاندې وي ملاتړی لرلای بیا چا ورته د «کوچي ګري» اصطلاح نه شوه کارولای نه یې هم چا پر حقه حقونو خېټه اچولای شوه او نه چا دا مسئله داسې تر پارلمان پورې غځولای شوه چې د نظار شورا تبر ته لاستی برابر کړي، نظار شورا د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ پخوا هم د ډېرو ستونزو د پیدا کولو هڅه کړې بیا هم دې هڅو ته دوام ورکوي. اوس چې د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون د اسلامي جمعیت – نظار شورا په لاس کې دی، ښاغلي برهان الدين ربانی یې مشر او عملي واک یې له ښاغلي صالح محمد ریګستاني سره دی، دوی غواړي د افغانستان بېلا بېل وکړي په خپلو منځو کې وجنګوي. تر څو چې دا کمیسیون د متعصبو سیمه پالو، قوم پالو او تنظیم پالو له انحصار څخه خلاص نه شي، دوی به له دې کمیسیون څخه ډېر ځله په هېواد کې د ملی تفرقې د رامنځته کولو او د خپل خوښې قوانینو د جوړولو لپاره ګټه پورته کړي، د نظار شورا او اسلامي جمعیت جنګونه موږ پخوا هم په افشارو، درېیمه کارته، چنداول او نورو سیمو کې د اسلامي وحدت ګوند پر ضد لیدلي او له هزاره ګانو سره د دوی د «دوستۍ» ډېر ښه تمثیل اوس د تاریخ د حافظې یوه برخه ده.
د کوچیانو پر وړاندې دا اوسنۍ ناعادلانه چلند او دا سیاسي او لفظي جنګونه هم د همغې لړۍ یو دوام دي. نو که څوک غواړي په افغانستان کې واقعاً عدالت تامین شي باید د ټولو افغانانو ترمنځ د ورورۍ پر اصل ټینګار وکړي، خپل سیاسي عیبونه د قومونو ترشا پټ نه کړي او قوم د یوې سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي او نه کوم قوم، سیمې او فرد ته نامناسبې اصطلاحګانې وکاروي، که نه خو هر عمل عکس العمل لري او د هرې اصطلاح ځواب یوه بله اصطلاح کېدی شي.
له ( قلموال ) څخه په مننه
وروستي