
یوه مشهوره خبره ده چې وايي : «د هر چا نیت د هغه له خبرو ښکاري» ریښتیا خبره ده چې خبرې او اصطلاحاتو او نومونو کارول په رسمي غونډو، مطبوعاتو، مرکو او دیپلوماتیکو څانګو کې لا زیات اهمیت پیدا کوي؛ آن تردې چې د حکومت د رسمې پالیسۍ او دریځ استازیتوب کوي.
له بده مرغه موږ د سیمې د هېوادو په تېره بیا له ګاونډیو سره د اصطلاحاتو او نومونو په غور کولو کې له تشتت، مبهموالي او حتی له غلطې ډک چلند لرو. دلته غواړو یو څو بیلګې راوړو:
1. د ډیورنډ کرښه : د افغانستان ټولو رژیمونو ډیورنډکرښه دسرحد په توګه نه ده منلی، دا ځکه چې په هغه وخت کې دا د انګریزي استعمار له خوا په یو اړخیزه توګه صرف د یوې کرښې په توګه په افغاني لوري تحمیل شوه. بهرنیان ټول دې ته کرښه وايي. نه سرحد. په دیپلوماسۍ او نړیوالو حقوقو کې سرحد او کرښه یو له بل څخه کاملاً جلا دي. له نیکه مرغه په پاکستان کې خصوصاً د پېښور خلک تل «ډیورنډ لاین» اصطلاح کاروي، خو زموږ مقامات، مطبوعات، خبریالان او حتی د پارلمان درانه مشران پرته له دې چې دا مسئله وپېژنې د مرز، سرحد او پولې کلمات تکراروي او بیا هم تکراروي. د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو د مشرانو د سولې د ګډې جرګې په ورځ په دېرو حساسو بحثونو کې د پېښور، سوات او کوټي مشرانو په همدې ټکې زور اچوه او ویل يې چې د ډیورنډ لاین دوو خواووته واحد ملت پروت دی، خو کله به چې زموږ د معززو، قدرمنو،شتمنو او جنګ ځپلو . . . وکیلانو وار را ورسید نو همدا به یې ویل: مردمان آنطرف مرز، یکتعداد این طرف از جوار مرز، نزدیک از . . .
مرز د هېوادونوترمنځ د سیاسي سرحد او پولې معنا لري، هغه څه چې موږ کلونه کلونه ورڅخه منکر یو.
2. د تروریستانو ځاله: د مرحوم سردار محمد داود خان د جمهوریت په پنځم کال عملاً د جمهوریت په ضد تخریبکارانه عملیات ولیدل شول او وار په زیات شول چې خبره حتی د بریښنا د مزو پریکولو، د وسلو کارولو او د یو دوه ولسوالیو د امنیت خرابونو ته ورسیده. ددغه تخریبې عملیاتو حمایه کوونکي وپېژندل شول، خو د هغه وخت رسمي مقاماتو هېڅکله له پولې هاخوا د پښتنو او بلوڅو سیمې ددغو تخریبې عملیاتو مرکزونه نه ګڼل بلکې د «رادیو صدای دوست» د تبلیغاتو پر ضد که کومه خبره هم کیده په هغې کې به اشاره اسلام آباد ته وه، نه د قبایلو سیمې ته، په ریښتیا سره هم کوم پلانونه چې د افغانستان په ضد جوړ شوی ټول په پنجاب، پنډۍ او اسلام آباد کې جوړ شوي نه په سوات، پېښور، کوټه، وزیرستان، باجوړ، چمن او نورو کې. بیا له هغې راهیسې په دغو تېرو ۳۲کلونو کې دا لوبه روانه ده خو له ۱۳۷۱کال مخکې د افغانستان یوه رژیم هم قبایل نه دې خپه کړي او نه یې پر هغوې کوم بی سنده بهتان لګولي او نه هم د (NWFP) اوسیدونکو د افغانانو پر ضد کوم تخریبې او تروریستي اقدام کړي، خو زموږ د پنځلسو کلونو را دیخوا مطبوعات «آنطرف مرز» خبره کوی – لازمه خو داده چې د تروریزم ځاله «آنطرف مرز» نه بلکې پنجاب وبلل شي لکه له ۱۳۷۱ش کال مخکې چې ښودل کیدل، دغه ډول چلند زموږ د وروڼو قومونو د خپګان لامل ګرځي سره له دې چې د پښتنو او بلوڅو ګڼ شمېر مشرانو تل موږ ته دغه ټکی په رمز او اشاره را ښودلي چې باید د اصطلاحاتو په کارولو کې محتاط او دقیق اوسو خو دغه تشتت همداسې روان دی « و ګورﺉ د تېرو پنځلس کلونو مطبوعات».
3. ژبنۍ، دیني او تاریخي ګډې ریښي: کله چې د ایران په اړه خبره کیږي نو هرو مرو ورسره اضافه کیږي چې موږ له ایران سره ګډې ژبني، مذهبي . . . ریښي لرو. دا ښکاره خبره ده چې ایران یو شعیه مذهبه هېواد دی خو افغانستان کې سنی مذهبه او هغه هم د حنفي مذهب پیروان دي، د ایران ژبه پارسي او د افغانستان ژبې پښتو، دري او یو شمېر نورې دي او که تاریخي پس منظر وپلټو ډېر توپیرونه نور هم شته نو صرف کفایت کوي چې موږ «کشور مسلمان د همسایه غرب» یا زموږ لویدیځ مسلمان ګاونډي هېواد یا د ایران اسلامي جمهوریت ووایو. د تاجکستان هېواد هم زموږ ګاونډي دی خو د افغانستان، تاجکستان او ایران حسابول په دریو پارسي ژبو هېوادو یوه مطلقه غلطې ده. چین هم موږ سره پورتنۍ ګډې ریښي نشي لرلای ځکه چې هلته ژبه، مذهب او کلتور بالکل بدل دی خو که موږ بیا هم دا خبره کوو کېدای شي د چین هېواد یې د پامیر په لمنو کې د خپلو پرتو مخالفینو د تشبیح، حمایې او را خپلولو تحرکات وګني نو په دې ټولو موارود کې دقت په کار دي.
ایران سره مناسبات افغانستان ته د پوره ارزښت وړ دي دا ځکه چې دغه هېواد له افغانستان سره نږدې اړیکي لري. زیات شمېر ایراني تولیدات لکه درمل، فرشونه او غالۍ پلاستیکي لوښې او خوارکي توکې د افغانستان مجاز وارداتي اقلام دي. له دې پرته دغه هېواد د ۱۳۸۶کال د وږي په میاشت کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې یو تړون د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په سویه په کابل کې لاسلیک کړ. خو افغانستان کې د امریکايي پوځونو شتون ایران ته لویه اندیښنه پیدا کړي ده ایران په دې پوهیږي چې امریکایان کولای شي له افغانستان څخه د احتمالي برید په حالت کې ګټه واخلي. په دغه برخه کې موضوع د افغانستان له واک څخه بهر ده، همدا خبره د ایران لپاره ددې دلیل کیدای شي چې له افغانی لوري سره تاوده مناسبات ونشي ساتلی. له بلې خوا ایران د مخدره توکو له قاچاق سره ډېر کلک حساسیت لري، خو له بده مرغه کلونه کلونه کیږي چې مخدره توکي له افغانستان څخه ایران ته استول کیږي یو دوه ځله ایران هغه افغاني ماشومان چې د هغو په ګیډه کې مخدره توکې لیږدول شوی و د اعدام حکمو لاندې راوستل د افغانستان مقاماتو دې برخه خپله ګیله مندي وښودله، خو ایران خپل ځانته استدلال درلود او هغه د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په نړیوالومیثاقونو موجودیت و. له بلې خوا په افغانستان کې هغه پخواني تنظیمونه چې ایران کې تشکیل شوي و او بیا اوسنۍ متحده جبهه له ایران سره یو داسې ډول همدردي او مناسبات چې هغه د ټول دولت له پالیسي سره ډېره برابره نه ده. موږ له ایران سره د ګاونډیتوب د اړیکو په اړه یو عجیب پراډوکس کې یاستو. له یوې خوا ایران سره دمرستو موافقتنامه لاسلیک کیږي، خو له بلې خوا د مهاجرو په زور ستنولو کې افغاني لوري خپل عدم رضایت ښکاره کوی. په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونو ایران په دې تور نوي چې طالبانو ته وسلې ورکوي، خو افغاني لوري په رسمي کچه دې ټکې ته هېڅ ډول اشاره نه ده کړي. بلکې د طالبانو ډېر کلک دښمنان او تنظیمونه له ایران سره د دوستي مناسبات لري، خو ایران ته دا دلچسپه ده چې د طالبانو امریکايي ضد روحيې څخه استفاده وکړي. له روسیې او هندوستان سره د افغانستان د مناسباتو ښه والی د ایران لپاره د لېوالتیا وړ دی، خو ایران د پاکستان له لوري اندیښنه لري. په پاکستان کې د شعیه او سنی ډلو ترمنځ بې شمېره خونړۍ نښتې د ایران لپاره د خپګان لامل دی، خو د افغانستان لوري په دې هکله هېڅکله د کوم لوري پلوي نه ده کړي. د مشابهو تجارتي پاکستاني اقلامو ورور افغانستان ته طبعاً د ایران د وارداتو د ور شکست کیدو تشویش رامنځته کوي خو افغانستان ته دا بې توپیره ده، که پاکستان په هر ډول صادراتي اموالو کې د دمپنګ له وسیلي کار واخلي اخیستلای یې شي خو ایران ته بیا دا امکان نه لري، ځکه چې د ایران په پرتله پاکستان کې خصوصي سکتور د سوداګرۍ له نظره ایران ته په پراخه کچه عملي کیږي خو په ایران کې لا اوس دولت په سوداګري او اقتصاد کې خپل رهنمودي او ارشادي نقش ساتلي دي.
4. له روسې سره زموږ ژبه او پالیسي متجانسه نه ده، کله د غوايي او مرغومي په میاشتو کې روسیې ته د یوه بې رحمه ښکېلاکګر خطاب کوو، خو په لیندۍ او وږي میاشتو کې بیا په مطبوعاتو کې داسې لیکنې راځي چې له افغانستان سره د روسانو له خوا د جوړو شویو پروژو ستاینه کېږي او آن دا چې یو شمېر کدرونه د لوړو زده کړو لپاره هلته لیږل کیږي. دا سمه ده چې پخواني شوروي اتحاد د خپلو پوځونوپه رالیږلو کې لویه سهوه وکړه چې تر موږ افغانانو دوی خپله هغې ته ژر متوجه شول او اعتراف یې ورباندې وکړ. اوس په کار ده چې یا مطلق هغوی خپل مکار دښمنان وګڼو او یا یې هم داسې هېواد وبولو چې په تاریخي حساسو شیبو کې یې د افغانستان په اړه یو شمېر اشتباهات کړي دي باید د روسيې په اړه یوه رڼه پالیسي غوره کړو.
نومونه، الفاظ او کلمات ځان سره ماناوې او پیغامونه لیږدوي. ددغو الفاظو او کلماتو ارزښت په تېره بیا سیاست او دیپلوماسي کې ټاکونکی رول لري بویه چې موږ ټول د هغو په غوره کولو او استعمال کې پوره دقت وکړو ډېره تمه کیږي چې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز او په تېره «سیمه ییزه مطالعات» مجله وکولای شي یوه واحده لاره غوره کړي او نور مطبوعات له هغې څڅه په پیروي خپله تګلاره پر مخ بوځي، د سیمې د هېوادو د تجارت، تجارتي پالیسو، د مجازو غیر مجازو اموالو او نورو په اړه لا زیات مسایل شته چې دې برخه کې هم بیلا بېل چلندونه تر سترګو کیږي. په دغو هېوادو کې د پرتوافغانانو ژوند هم له یوه ګاوڼدي تر بل ډېر توپیر لري او د افغانستان دولت هم د ټولو په هکله یو دریځ نشي غوره کولای. د همدغو ټولو هېوادونو اتباع هم دلته په بېلا بېلو بڼو راځي او بېلا بېل چلندونه ورسره کیږي، راځئ چې دغه موضوع د خپلې مطالعې یو پرابلم وشمېرو او جوت توپېر یې څرګند او د موجود تشتت مخه ونیسو. کله چې یوه رڼه پالیسي غوره شوه بویه چې مطبوعات هغه رعایت کړي. د هر چا له خوا د هر ډول اصطلاح استعمالول ګاونډیو هېوادو ته هم دا جرأت ورکوي چې لاسوهنې وکړي، ځانته مساعد الفاظ تقویه او نامناسب الفاظ استعمالوونکی خپل دښمنان وګڼي او په دغه ډول توپېرسره خبره د یو شمېر افرادو تر استخدام پورې رسیږي او نتیجه به یې داوی چې پردې لاسوهنې به دوام ولري او د هېواد دننه ذهنیت به د ګاونډیو په هکله مغشوش پاتې وي. په دغه مقاله ګڼ شمېر مثالونه څخه یادونه شوه ځکه چې یو شمېر حقایق تحریکوونکي بڼه لري او آن کېدای شي د ځینو لوستونکو د خپګان لامل شي. همدا چې موږ یو شمېر حقایق په څرګند ډول نشو بیانولی دا هم د مختلفو نظرونو او بېلا بېلو ذهنیتونو د شتون له امله دی. باید تر هر څه دمخه همدا توپیرونه له منځه یوسو او بیا نورو مسایلو باندې خبرې وکړو. ډېر ځله هغه څه چې د مخالفینو له خوا باید وویل شي هغه ټول د هېواد دننه چمتو او مطبوعات یې لیکي بیځایه نه ده چې ووایو د شپې پاڼو ځای ورځپانو نیولي دی !!
او د ذهنیتونو د روښانولو پر ځای د ذهنیتونو مغشوشول ډېر لیدل کیږي دا نه یواځې زموږ لپاره مهمه ده بلکې د ګاونډیانو لپاره هم ارزښت لري. دوې یوه بیلګه دا کیدای شي چې د مرغومي د میاشتې په لومړیو کې د ایران د سفارت یو دیپلومات د افغاني مطبوعاتو په اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب ته یادونه کړی وه ددغې ستونزې د حل لپاره مطبوعات لارښوونکی او ټاکونکی نقش لري.