دصمد روحاني روح ته

دلته  ساندې  او  ویرونه
دلته وران ویجاړ کورونه
دا  ببرې  زږئ    ږیري
دا   اوږده   ببر  سرونه
دا  خوله  وچي  ماشومان
د اپه  وینو  سره  قبرونه
د ادچا  کمبختو  کور دئ
چې راکته پرې سور اوردئ
دلته   ولې   ځوانان   ژاړي
دلته څوک دومره کمزوردئ
زه  چې  وینم دا خوبست دئ
چې تاریخ ور باندې مست دئ
چاانجیر   دئ    لشکرګاه  ده
 د  ظالم   په   سر   بلا  ده
نو دانور شین سترګي څوک دي
دوې راغلي له کوم  توک   دي
هغه  نور  چې   دشپې   ګرځي
په   کورونو   باندې   غورځي
دغه  دواړه   دي    وژونکي
دغه    دواړه    غولوونکي
یو  دشپې   او  بل   دورځې
یوموسروړي   اوبل   پزې
دا  ړانده  چې  دلته ناست دي
دا ولاړدي او که ملاست دي
له دوې ټولونه ځان هیر دئ
چې دوښمن ترې را چا پیر دئ
دوې دې غږکړي ایوب خان ته
دوې دې غږ کړي اکبرخان ته
دوې دې ستر احمد له ورشي
دوې دې غږ کړي میرویس خان ته
یا دې یو جوړ میر ویسخان کړي
دتدبیر په لار روان کړي
چې رابیل کړي دوست دوښمن
دیووالي راکړي فن
په بمونو نه جوړیږي
په جنګونو نه جوړیږي
څو پښتون کې سر پیداشي
څویو مشر نر پیداشي
پردي ولیږي خپل کور ته
لاره وښايی خپل ورور ته
نوبه سوله په دې کور شي
زړه به جمع لږ دمور شي
بیا به هیڅوک هم نه ژاړي
په صمد باندې به ویاړي
خدمتګار وايي سلام
مبارک شه لوړمقام
دهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان او وتلي ژورنالیست شهید عبدالصمد روحاني ته
۲۰۰۸جون ۸