′ فتنه′ دلوېديز تمدن په  هيندا ره کې !!!

ليک : جمال عبدالله عثمان

په اصل کې د قران کريم توهينونکى هالنډي ګريټ ولډر له يهودو سره تودې اړيكې لري   چې  هر کال کې څو ځله اسرائيلو ته ديوه ملي ميلمه په حيث   سفر کوي.. دې توهينونکي په تېرو پنځويشت کلونو کې اسرائيلو ته تر څلويښتو زيات سفرونه کړي دي او دى خپله اعتراف كوي چې    د اسرائيلو له لومړي وزير او جمهور رييس سره   نژدې اوخصوصي اړيکې لري..
موږ د ګريټ ولډر د ′فتنې′ په نامه د فلم يادونه کوو  چې آيا ددغه مستند فلم ′فتنه′ د دې وړ دى چې په نړۍ کې دي په بې پلوه او د عقل او شعور پر څښتنانو اغيز وکړي؟ آياددغه  فلم   کتونکي ته   قرآن نعوذ بالله) د ترهګرۍ د سرچينې  په توګه  و پيژني؟   د دې ډول ټولوپوښتنو ځوابونه سل په سلو کې منفي دي.
د لږې هوښيارتيا او شعور لرونکى هم د ولډرددغه مستند  په کتلو سره  د هغه د اعصابوپرخرابوالې   شک كولاى شي. خو پر مسلمانانو د ترهګرو او نعوذ بالله پر قرآن د ترهګري د درس ورکولو د کتاب شک نه شئ کولاى.
په دې فلم کې په ډېره   خندونكې او احمقانه بڼه د دې هڅه شوې ترڅو وښايې قرآن کريم نعوذ بالله مسلمانانو ته د ترهګرۍ  درس ورکوي. داسې ښکاري چې دا فلم په زيات حماقت او کم پوهاوي سره جوړ شوى او د عقل څخه خالي کوپړۍ لرونکو کسانوپكې کار کړى دى
.يو بې پرې کس هم د ′ فتنې′ فلم جوړونکى  ګريټ ولدډر دا كار ديوه داسې  وارخطا   انسان زړورتيا ګڼي چې د خلکو پر وړاندې په ډک ميدان کې د خپل شهرت د تر لاسه کولو په خاطر خپلې جامې وباسي. په دې فلم کې دوى هڅه کړې  ترڅو وښايي  چې مسلمانان ظلم کوي او قرآن دوى دې  ظلم ته هڅوي. ګريټ ولډر په خپله فتنه  کې څو څو ځايه  د مسلمانانو پرتمدن او تهذيب دلوېدېز وال تمدن  دبرلاسي او پرمخ تللي والي خبري کوي. ولډر دكومې  ټولنې  د پرمختللې والي خبره كوي هغه  متمدنه اودسولې علمبرداره ټولنه ګڼي او ادعا لري   چې دغه  پرمختللې او متمدنه  ټولنه  اسلام له گواښ سره مخ كړې،  راځى  چې لومړى  ددې پرمختللي تمدن او تهذيب ماضي ته پام وکړو او بيا د اسلام روښانه  ماضي وگورو،. که څه هم غربي وحشت څېړل  په يوه ليكنه كې ګران  دي  خو هڅه به وكړو چې دڅو نمونو او مثالونو  په بڼه دهغر انځور لږ څرګند كړو.
 موږ د لوېدېز تاريخ د چنګيز خان له ترهګرۍ څخه پېلوو ،دظلم او  تېرې ددې بې تاجه   بادشاه يادونه په دې خاطر پېلوو چې په څو وروستيوكلونو كې د چنګيز خان کلني مراسم لمانځل كېږي، د امريکا جمهور ريس بوش د چنګيز خان کړنې ستايي او زياتوي چې هغه يو ستر لارښود و،ددې تر څنګ يې په واشنګتن كې د چنګيز د مجسمي د جوړولواجازه  هم ورکړه،  همدې چنګيز خان په يوه هفته کې د هرات ١٦ ميليونه مسلمانان شهيدان کړل. د چنګيز لښکرو په عراق کې دومره ويني وبهولې  چې د عراق سيند يې په وينو سورکړ، په سل هاوو زره کتابونه يي وسوځول او د انسانانو له کوپړيو څخه يې منارې جوړې کړې.
تاسو لږ د لومړۍ نړيوالې جګړې راپور ته پاملرنه وکړئ او بيا اسلام ته د ′ترهګر مذهب′ نوم وركونكي او پر قرآن کريم نعوذ بالله د ترهګري درس ورکولو ګومان کونکي ګريټ ولډر ټولنه په  خپله  څه ډول تاريخ پرې ايښى دى؟.
لومړۍ او دويمه  نړيوالو جګړې هغه وېرونكې جګړې دي چې پکې جرمني، ايټاليا، برتانيې، جاپان او ټولې اروپا پراخه برخه اخيستې وه.او په زړه پورې خبره  خو دا ده چې په دواړو نړيوالو او خونړيو جګړو کې هيڅ  مسلمان هيواد برخه نه وه اخيستې،. په دې  جګړوکې د دواړو اړخونو لخوا د وژل شويو پوځونو شمېره ٩٩ لکه او ٦٠ زرو ته رسيږي، د دواړو ښکېلو اړخونو لخوا د زخمي شويو پوځيانو شمېره له دوه  بيليونو دولس لکه او١٩ زره څخه زياتيږي، او د ورکو شويو ځواکونو شمېره يي له ۷۷ لکه ٥٠ زرو څخه هم زياتيږي، اودا هغه ورک شوي ځواکونه دي چې تر اوسه يې چا درک هم نه دى معلوم کړى او مانايې داده چې ددې ورکو شويو شمېره هم له وژل شويو سره راوړل کيږي.پدې توګه لومړۍ نړيوالې جګړې په ترځ كې د وژل شويو پوځيانو ټوليزه  شمېره ۱۷۶ لكه او ۵۶ زرو تنو ته رسېږي.
. آيا ګريټ ولډر او د هغه مشران د مسلمانانو په تاريخ کې يوه هم داسې پېښه د سند په توګه ثابتولاى شي  ؟
د دويمې نړيوالې جګړې راپورتردې هم  زيات وېرونکى او خونړى دى. کله چې جرمني د ١٩٤٥ ميلادي کال د مئ په مياشت کې پر رو سيې باندې بريد وکړ نو برېتانوي الوتکو د جرمني په ښارونو د زړه له خلاصه بي رحمانه بمبارۍ پېل کړې. برېتانوي الوتکو په دريو کلونو کې د جرمني صنعتي    ښارونه په بې رحمه بمباريونو کې لوټې لوټې کړل، اوددغه هېواد  ښارونه  يې  په کنډوالو بدل  کړل. .
د ١٩٤٥ ميلادي کال د فبر وري مياشتې په نيمايي کې اتحادي ځواکونو يوازې د جرمني د يوه ښار ′ډريسډن′ په بمبارولو سره له ٣٥ زره زيات ښاري وګړي له منځه يوړل. د همدې کال د اګست په مياشت کې امريکا د نړۍ په تاريخ کې هغه توره کارنامه  ترسره کړ چې  تر قيامته به دامريكا پر مخ ديوه شرمونكي تور داغ په څېر پاتې وي.
امريکا د انسانيت او تمدن  په لغته وهلو سره د جاپان پردوه ښارونو  هيروشيما او ناګاساکې   په نړيوال تاريخ کې د لومړي ځل لپاره اتومي   بم وکاراوه.
په هيروشيما او ناګاساکي باندې په تر سره شوې حمله کې دوه لکه څوارلس زره انسانان له منځه ولاړل. او په لکونو نور د تل لپاره معذور شول. اوس هم  داسې څيړنې  را برسېره كېږي چې ښكاروي  په ١٩٤٥ ميلادي کال کې له کارول شوي اټم بم څخه پاتې انسانان له سختو روغتيايي ستونزو سره مخ دي. يو څه موده وړاندې له ٢٠٠م کال څخه نيولې تر ٢٠٠٣ م کال پورې په جاپان کې ٣١٨٥ انسانان په داسې حالت کې ليدل شوي چې د د ٧٠ کلنو په عمر کې انسانان د  ټايرايډ په نامه دستوني په  يوه خطرناكه بيمارۍ اخته دي، پداسې حال كې دهغوى مينځنى عمراويا كاله وو. .
اوس به په دويمې نړيوالې جګړې کې دوژل شويوانسانانوشمېرته پاملرنه وکړواوترسپين پوستكي لاندې به  دې دنيا ته دسولې درس وركونكواروپايانو او ٰامريكايانوويرونكي تورې څېرې وگورو.
 په دويمه نړيواله جګړه كې  پنځه  ويشت ميليونه  پوځيان وژل شوي دي، درې ميليونه ٧٠ لکه ښاري اوسيدونکي له منځه تللي او  كله چې دا شمېرې راټولې کړو نو شپپېته ميليونه ٢٠ لکه انسانان ورڅخه جوړيږي، چې د ګريټ ولډر د پلرونو او نيکونو په لاس په پيل شوْيو جګړو کې قرباني شول.. په دويم نړيوال جنګ کې يو شپېته هيوادونو برخه اخيتسې وه چې د هغوٰٰى ټوليزه شمېره  د نړۍ ٨٠ سلنه جوړوي چې د ځواکونو شمېر يې له لس بيليونه څخه زيات وو.
په دې جنګ کې شل ميليونه روسان و وژل شول چې تر دې شمېر زيات يې ټپيان شول، د روسيې ١٧١٠ ښارونه ٧٠٠٠٠ کلي او٣٢٠٠٠ کارخانې پکې له منځه ولاړې. د پولنډ ٦٠ لکه، د يوګوسلاويا ١٧ لکه، د فرانسې ٦٠ لکه، د برتانيې ٣ لکه ٧٥ زره او د امريکې ٤ لکه ٥٠ زره خلک په دويم نړيوال جنګ کې له منځه ولاړل.
د جرمني شاخوا ٦٥ لکه خلک دجګړې په ډگر ووژل  شول اود ايټاليا ١٦ لکه شاخوا پوځيان او عام خلک له ژوند څخه بې برخې شول او د جاپان ١٩ لکه خلک ضايع شول. يوځل بيا دايادونه ضروري ګڼو چې د دنيا په دغه ويرونکو جنګونو کې د هغو هيوادونو لاس وو چې اوس خپل ځانونه د دنيا د امن ′مخکښان ګڼي′او د مسلمانانو تاريخ د وينو تويونکو تاريخ ګڼي.
اوس راځو ننٰى متمدنې او پرمختللي نړۍ ته ، په ٩٠مه زېږديزه  لسيزه کې  دلوېديز په مينځ  كې مېشتودپخوانۍ يوګوسلاوياسربانود مسلمانانو نسل د له منځه وړلو په خاطر تردوه  لکو زيات  كسان  شهيدان کړل.
دا هغه شمېرې دي چې راڅرګندې شوې که نه نو په سلګونو داسې ډلييز قبرونه شته چې تر اوسه يې هْېڅ حال هم ندٰٰى  مالوم ، څو کاله وړاندې يو ډلييز قبر پيدا شو  چې په دې ډلييز قبرکې  خښ شوي كسان له اوو زرو مسلمانوسره  يوځاٰى دسربانو له خوا وژل شوي وو.
دعامه وژنْْو تر زرګونو داسې پېښو وروسته  دمسلمانانو مړي په  سيمه په خورولس  ګونو داسې ډله ايزو قبرونو كْې پراته دي او هركال  يو دوه داسې ډله ايز قبر دلته موندل كېږي. په داسې ډله ايزو قبرونو كې دمسلمانانو مړي، كله ناكله دتراكتور په واسطه ګډوډيږي هم. تر څو د هغوى دبدن غړئ   په يو بل کې سره ننوځي چې وروسته يې بيا تحقيقات هم نا ممکن وي.په بوسنيا کې ترجګړې وروسته شاخوا ٣٠ زره انسانان په دې ډول ورک شوي دي.
د عراق په ابو ُغريب زندان کې چې د انسانيت د ذليلولوكومې شرمېدلې کاروايې   تر سره شوى  هغه نننۍ متمدنې اوپرمختللي نړۍ په خپلو سترګو وكتلې.
پر زندانيانو  په داسې حال كې چې جامې يې ورڅخه ويستلې وي ظلمونه كيږي، هغوى يو پر  بل برسېره پرته له كالو په زور څملول  شوي، په ځينو عكسونو كې داسې ښكاري چې د عراقي زنداني پر مخ باندې كڅوړه ور واچول شوې  او ښځينه امريكايې پوځيانې ورباندې ظلمونه كوي، په دغو عكسونو كې تر ټو لو زيات هيبت ناك  تصوير د يوې امريكايې ښځينه پوځي دى چې د يو عراقي زنداني پرغاړه كې رسۍ اچوي او پرځمكه يې لوڅ راكاږي.
په يوبل تصوير كې همدغه  ښځينه امريكايي پوځۍ د لوڅو عراقي بنديانو تر شا ودريږي او د دوو ګوتو په اوچتولودبريا نښه جوړوي او  خپله كاميابي خلكو ته ښيي. بل ځاى همدا ښځينه پوځۍ د هغه عراقي ترڅنګ ولاړه ده  چې د دوى له زيات ظلم څخه مړ شوى دى، او د دې خونكارې امريكايي ميرمينې څېره له خوشحالۍ څخه سرۀ او سپينه كيږي. همدارنګه د يو څو هفتو مخكې خبر دى چې د عرق يوازې په يوه ښار كې د يوې هفتې په اوږدو كې امريكايي ځواكونو تر ۴۳۰ زيات انسانان له منځه يوړل د بصرې په ښار كې ۲۱۰ مسلمانان  له منځه ولاړل او له ۶۰۰ زيات ټپيان شول.
ايتلافي ځواكونو د بغداد ښار په بمبارولو سره ۴۱۰ كسان له منځه يوړل.... داسې يوه ورځ به نه وي چې په عراق كې په لس هاوو انسانان د امريكايانو د ظلم ښكار نه شي، همدا وجه ده چې تر اوسه په عراق كې د امريكايي وحشت دښكار شويو افرادو شمېره  تر لس لكو ور اوښتى له ٢٠ لكه ٧٧ زره زيات كسان بې كوره شوي دي، له 20 لكه زيات كسان له زيات شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي او له ٣ لكو زيات كسان د څښلو د پاکو اوبو له نشت سره مخ دي، 80 لكه كسان ګاونډيو هېوادونو ته هجرت كولو ته مجبور شوي دي. پدې مانا چې اته ميليونه وګړي  دهغه امريكايانو دظلم او وجشت له امله چْې دوٰى يې د صدام حسين له 'ظلم'څخه  ژغورل ،نن  د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي. آيا ګريټ ولډر موږ ته د مسلمانانو په ماضي كې او يا هم د اوس په اسلامي نړۍ كې  داډول ترهګري ورپه گوتو كولاٰ ى   شي؟.
د ګوانتنامو انځور خو ننٰۍ  متمدنې او پرمختللي نړۍ په خپلو سترګو ليدلى دى  او دهغې يو  وړوكۍ  انځور په پاكستان كې  د طالبانو د وخت دافغانستان  سفير ملا عبدالسلام ضعيف  په ليكلوخاطراتو  كې هم ليدل كېداى  شئ، همدارنګه  د دنيا دتر ټولو سترې  ديموكراسۍ ادعا لرونكي   هندوستان ته پاملرنه وكړئ، په كشمېر كې د وروستيوشمېرونو له مخې دلته  شهيدكړاى شويو انسانانو شمېره   ۹۲  زره ۲۲ سوه ۶۰ ته رسيږي. دلته د هغو كسانو شمېره لا هم نشته چې په ښارونو كې له خپلو كورنو څخه ويستل شوي اوتري تم شوې دي.
 پدې وروستيو كې په كشمېر كې له دوه ډلييزو قبرونو څخه د دوه زره كسانو پاتې شوني تر لاسه شوي دي. دا د هغو كشميريانو مړي دي چې د هندي پوځيانو په لاس له نيول كېدو وروسته  ورك شوي وو. همدارنګه د اسرائيلي ځواكونو ترهګري د دنيا له  هېڅ روڼ اندې  څخه   پټه نده. په ورځنۍ بڼه  په لسګونو  فليسطيني مسلمانان د اسرائيلي ځواكونو لخوا شهيدان كيږي، خود امريكا او نورو لويديزو  هېوادو واكمنان دفلسطيني  مسلمانانوغولكه په لاس ماشومانوته ترهګر وايي او د اسرائيلي ټانكونو او الوتكو په وسيله بمباري كونكۍ اسرائيل  د خپل  ځان ددفاع حقدار ګني.چې پدې سره خپل حقيقت ښه څرګندوي..  
تاسو دلوېديزې  ترهګرۍ داوړوكۍ انځور وكوت ، پرډېرو نور ظلمونو سربېره  د اندلس يادونه  دلته نده  شوې  چې د كليسا لارويانو په لكونو مسلمانان ووژل، په زرګونو مسلمانان يې په زور عيسويان كړل ،او د مذهبي پلټنو تر نامه لاندې يې د ظلم او امريکيتوب يو نوى  تاريخ وليكه.
 كله چې زه دلوېديز  تاريخ په پرتله  اسلامي تاريخ ته پاملرنه كووم، نو د زيات تفصيل اړتيا نه ليدل كيږي د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د دولسو كالو سپېڅلي ژوند ته پاملرنه وكړئ، په هغو دولسو كلونو كې د تر سره شويوغزا ګانو  شمېره  له سلو څخه زياته وه، . په هغو كلونو كې د ټولو شهيد شويو مسلمانانو او د وژل شويو كفارو مجموعي شمېر يوازې ۱۰۱۸وه . آيا اروپا او امريكا دې ته ورته بېلګه   راوړلاى شي؟
آيا د 'فتنې فلم جوړونكى'ګريټ ولډر))   په دومره ستر انقلاب كې په دومره لږې شمېرې وژونو باندې فكر كولاى شي؟ آيا د لوېديزې نړۍ بې پلوه طبقه  كله هم د دې احساس كولاى شي چې امريكا  يوازې د دوه برجونو  په  نړېدو پرته له هرډول  ثبوت  څخه   افغانستان ترپښو لاندې كړ. . پر عراق   يي د يوه درواغجن تهمت په  لګولو سره عراق خښته په خښته ونړاوه خو هغه ته څوک ترهګر نه وايي.اما  كه د مسلمان   د خپلې دفاع په خاطر را پا څېږي  نو هغه ترهګر ګڼل كېږي !!.
  دامريكااساسي  قانون له  خپلو اتباعو نه ددې لوړه اخلي چې ((زه  د امريكا د دفاع په خاطر د وسلې له راپورته كولو څخه   هم ډډه نه كوم )) او كه څوك   پر دې عمل ونه كړي ، امريكايي ټولنه هغه ته  د'خاين' او غدار لقب وركوي.دسوك وهنې دتر ټولودرانده وزن سوك وهنې دنړيوال اتل   محمد علي كلي نمونه  زموږ پر وړاندې  ده چې د 'ويتنام'پر ضد جنګ كې دبرخې نه اخيستنې په جرم خاين وګڼل شو او خپل لقب يعنې دسوك وهلو دنړيوال اتل لقب يې  له لاسه وركړ. خو كه مسلمانان د خپلې ځمكې او  وطن په خاطر  د يرغلګرو  پر وړاندې خپل غږ پورته كړي نو هغوٰٰى  ته د سخت دريځو  او ترهګرو نومونه وركول كيږي؟!!.
دا څومره ستم ظريفي ده  چې پر مسلمانانو پر هر ډګر كې ظلم كيږي خو بيا هم دوى  مظلوم  او  مسلمان ظالم ګڼل كيږي..... زه باور لرم چې كه 'ګريټ ولډر'له خپلو سترګو يهودي عينكې لري كړي ، لومړى خپل تاريخ مطالعه كړي وروسته بيا په اسلامي تاريخ سرسري نظر واچوي نو كله به هم داسې بې عقلې ونه كړي، خو اصلي خبره دا ده چې په ټوليزه توګه په ټولوډګرونو كې تر ماتې وروسته   وارخطا لوېديز اوس په څرګنده  ښكنځل مار شوٰى  ....خو  كاشكي په لوېديزه   نړۍ كې ميشت مسلمانان د هغوى ددغه  ښكنځلوپه ځواب كې هغوى ته هغه ريښتنى هينداره  ور وښودلاٰى شي چې پكې دهغوى خونخواره څېره ښكاري.