تر هر څه وړاندې ستاسو د هغو هڅو ستاينه کوم ، چې دافغانستان دملي او مهمو چارو په اړه يې ترسره کوﺉ .
دملي سر شمېرنې په اړه هغه غونډه ، چې ددغې جرګې او نورو فرهنګي – ټولنيزو بنسټونو په نوښت جوړه شوه زما له نظره دغې مهمې مسألې او اوسمهال د هغې ستونزو ته د پام اړولو اصلي ګام و ،چې له نيکمرغه دافغانستان حکومت او ملي شورا هم د هغه ملاتړ وکړ او وپوهيدل ، چې اوسمهال ( امنيتي ) تخنيکي او ظرفيتي ستونزو له امله سر شمېرنه ناشونې ده .
ددې يادونې په رڼا کې تاسو ته په ډېر درناوې وړانديز کوم ، چې :
1- زما پر اند تاسو د ثور 26 نېټې په غونډه کې دهېواد تر ټولو پوه او مسلکي کسان رابللي وو ، ځکه خو تاسو کولای شئ له دغه بهير سره سر له اوسه خپله رغنده مرسته پیل کړﺉ .
2- ستاسو پيغام يوازې ښايي د سرشمېرنې ځنډول نه وي ، بلکې د هغې داهميت معرفي ترعملی کيدو يې دخلکو خبرول ، له حکومت سره مرسته او ملاتړ ، چې وکولای شي پر اصولي او مسلکي ارونو ولاړه سرشمېرنه پر شوني مهال تر سره کړﺉ ، هم وي . د هېواد کلتوري ټولنې او فرهنګي بنسټونه دنده لري ، چې په دې مهمه برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي .
3 - د سرشمېرنې لپاره دعامه پوهاوي پروسه خورا مهمه او حياتي ده ، پوښتنه رامنځته کېږي ، چې له فرهنګي ټولنواوجرګو پرته څوک دا کار کولای شي ؟ تاسو ، چې په مطبوعاتو ، فرهنګي کړيو او ټولنیزو بنسټونو کې د بشپړ نفوذ خاوندان ياست تر هر بل چا دا کار ښه تر سره کولای شئ نو ښه به وي ، چې د عمل ميدان ته راودانګئ او له حکومت او د سرشمېرنې له رياست سره په دې چاره کې مرسته وکړﺉ .
4 - دسرشمېرنې دچارو له رياست سره مرسته وکړﺉ ، چې خپل مسلکي ظرفيت لوړ کړي او ملی ترکيب جوړ کړي ، ددښمنو هېوادونو لاس لنډ کړي او مسلکي تشه پخپلو ملي او متخصصینو افغانانو ډکه کړﺉ .
دابه دهېواد دملي سرشمېرنې له مهم او حتمي بهېر سره ستاسو رغنده مرسته وي .
بريالي اوسئ
وروستي