که نړيوال ماته وخوري . . . ؟

  د افغانستان یو ټولنپوه ویلي وو: « افغانستان د استثناتو هېواد دی، دلته د سیاسي او نورو پېښو وړاندوینه نه شي کیدی، هر ناممکن شی ممکنېدی او هر ممکن کار ناممکنېدی شي». ددې خبر مانا داده چې په فزیکي واقعیتونو او د ریاضي د خاصو ارقامو د محاسبې له مخې د افغانستان د پېښو ارزونه او شننه دقیقه محاسبه نه ده. هر بهرنی ځواک او هر کورنی جابر چې د افغانستان د واک پر ګډۍ ناست دی نو اکثرو خپل اټکلیز بری د وسلو، پیسو او سرتیرو د کمیت له مخې ارزولی دی. له همدې کبله خو دلته د شلمې پیړۍ په لر کې انګریزي امپراتورۍ او په بر کې یې کمونیستي یا روسي امپراتورۍ په ګونډو شوه.د خلکو ملي، عقیده یې او کلتوري ارزښتونه چې د ریاضي په فورمولونو کې یې محاسبه ګرانه ده هېڅه بهرني او کورني زبر ځواک  د جګړې په معاملاتو کې په سمه توګه نه دي ارزولي، له همدې کبله خو له سکندره تر چنګېزه او له چنګېزه تر انګریزه او بیا تر هغو وروسته، سرو، شنو او سپینو لښکرو یوه هم دلته ښه ورځ نه ده لیدلې.  تر اوږدو کورنیو جګړو وروسته یو ځل بیا افغانستان د ډول ډول بهرنیو ځواکونو او د هغو د کورنیو پلویانو او مخالفینو ترمنځ د سړې او تودې جګړې پر یو لوی ډګر بدل شوی دی. دا ځل د جګړې شعار، مانا، رنګ او خوند بدل دی، د کمیت او کیفیت کچه او د مخالفو ځواکونو انډول هم ډېر توپیر کوي، د افغانستان هر وګړی او هر بوټی هم له جګړې څخه ستړی شوی دی. د جګړې ظاهري بڼه، شعار او څومره والی که هر څومره بدل دی خو یو شی چې بدل نه دی هغه دادی چې د جګړې محتوا او خصلت پر خپل ځای پاتې دي، د چنګېز، هلاکو، سکندر، روسي او انګریزي لښکرو په لښکر کشیو کې هم افغانان وژل کېدل اوس هم وژل کیږي. که هغه وخت د زوراکۍ په نامه خلک وژل کېدل، خو اوس بیا هم همغه خلک وژل کېږي او همغه سیمې ورانیږي او همغه ولس کړول کیږي چې پخوا کړول شوي وو خو دا ځل د ولسواکۍ او ازادۍ په نامه هېڅ شعار او هېڅ کورني او بهرني ځواک د جګړې اصلي خصلت «ویجاړي» ته بدلون ورنه کړ او هېچا د جګړې په خصلت کې د «ابادۍ» عنصر زیات نه کړای شو. دا چې د جګړې خصلت وژنه او تباهي ده، دا ورانی او تباهي بیا خپل خپل غبرګونونه لري او د تباهي له پاسه نورې تباهۍ رامنځته کوي. زه دېته ډېر ځوریږم؛ افغانانو چې د تاریخ په اوږدو کې کومه جګړه ګټلې هم ده، دوی په کې زیان کړی او که یې بایلولې هم ده د دوی په زیان تمامه شوې، د انګریزي او روسي امپراتورۍ تر ماتې وروسته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه خپله خپلواکي تر لاسه کړه او د ژوند د سوکالۍ تر پولې ورسېدل خو موږ دواړه ځله په کورنۍ انارشۍ او جګړې اخته شوو او کله که مو مغولي او نورو همدینه یرغلګرو ته جګړه بایللې نو بیا خو یې زموږ له سرونو کله منارونه جوړ کړي دي. افغانستان اوس بیا له یو سخت سیاسي، پوځي او ټولنیز بحران سره مخامخ دی، که افغانان او نړیواله ټولنه په ګډه له یو ډېر دقیق تدبیر او پلان څخه کار وانه خلي، نو پایله به یې دواړو ته ډېره زړه بوږنوونکې او زیان رسوونکې وي، اوس غټه پوښتنه داده چې متفرق نړیوال ځواکونه به د افغانستان په اوسنۍ سریښدنډې جګړه کې بریالي شي  او که نه؟ یو اټکل چې اکثره جګړې پرې محاسبه کیږي دادی چې نړیوال ځواکونه ډېر امکانان او وسایل لري، پرمختللې وسلې او ډېر سړي لري او جګړه په همدې امکاناتو کیږي. نو که دا اټکل سم وګڼل شي دې سره سړی ویلای شي چې بهرني ځواکونه به دلته له کورنیو طالبانو او د هغو له بهرنیو ملاتړو جګړه وګټي. که بهرني سیاسي او پوځي ځواکونه او په خپله د افغانستان د حکومت ولسواک اړخ په حکومت کې دننه پوره پوره سمون راولي او حکومت مخالفه حکومتي ډله له حکومته وباسي او یایې کمزورې کړي، متوازن اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي، د محلي او تنظیمي جنګسالارانو امتیاز ختم او پر ځای یې د ولس ونډه په حکومت کې زیاته کړي، د بهرنیو لاسوهنو په تېر بیا د ایران، پاکستان او روسیې لاسوهنې بندې او د هغو ځانګړې ډلې دلته په حکومت او تر حکومته بهر کمزورې او یا مهار کړي نو ددې امکان شته چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي. واقعیت خو دادی چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې اصلي چیلنج طالبان نه دي، طالبان یوازې داسې یو جنګېدونکی نظامی قوت دی چې نه کوم سیاسي او نه هم کومه کلتوري او اقتصادي پالیسي لري، دا ډول قوتونه یوازې د وسلې په بندیز او د اقتصادي سرچینو په مهارولو سره بندېدلای شي، خو د افغانستان خلکو او حکومت ته هغه مخالفې ډلې چې په افغانستان کې مختلفې کلتوري، سیاسي، مذهبي، پوځي او اقتصادي اجنداوې لري، هم د افغانستان د ملي ګټو مخالفې دي او هم د بې ثباتۍ او ګډوډۍ سبب کیږي، دا ډلې تر هر چا زیاتي خطرناکې دي. ددې ډلو په خطر کچه ځکه زیاته ده چې دوی مستقیماً له ځینو هغو هېوادونو څخه خړوبېږي چې دوی ورسره پوځي، اقتصادي، سیاسي، ژبني او مذهبي اړیکې لري او په ستراتیژیکه توګه د هغو هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي. که پردې ډلو بهرنۍ نامشروع مرستې بندې شي دوی د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې د ځان د مطرح کولو توان نه لري. دا ډلې یو داسې سیاسي مهارت لري چې اکثره هېوادپال افغاني ګوندونه یې نه لري او یا یې نه غواړي دددې ډلو مهارت دادی چې دوی له بهرنیو ځواکونو سره ډېر ژر سازښت او جوړ جاړی کولای شي. دوی له تبلیغاتي پلوه هم ډېر فعال دي او ددې توان لري چې خپله ملامتي پر بل چا واچوي. د ساري په توګه د جهاد په کلونو کې دې ډلو لومړی ځل له روسي لښکرو سره اوربند وکړ اوهماغه وخت د شوروي اتحاد له پټو خوږلنیو برخمن شول، خو کله چې روسي لښکرې ماتې شوې، د جهاد امتیاز هم دوی د ځان وګاڼه، که شوروي لښکرې افغانستان ته نه وای راغلې او بیا یې د وتو پر مهال اوتر هغه وروسته دې ډلو ته لاره نه وای اواره کړې دا محال وه چې د استاد برهان الدین رباني په شان یو څوک دې ددې توان پیدا کړي چې په افغانستان کې د واک پر ګډۍ کیني، دویم ځل بیا هم تاریخ تکرار شو که چېرې امریکايي لښکرې افغانستان ته نه وای راغلی نو بیا هم محال وه چې د رباني،فهیم، محقق، قانوني او دوستم په شان څېرې دې د افغانستان په سیاسي چارو کې دومره مطرح څېرې وي لکه اوس چې دي. دا ډلې هر وخت د بهرنیو لښکرو د وزرونو تر سیوری لاندې وده کوي. اوس چې د اکثرو لویدیځو هېوادونو لښکرې په افغانستان کې دي، د دوی د ودې لپاره ښه زمینه برابره ده، ځکه چې له خپل اصلي غلیم «طالبانو او د حکمتیار له اسلامی حزب« څخه یې بهرني ځواکونه ساتي او دوی پوره وخت او وس لري چې د دولتي څوکۍ د قومي او سمتي اړیکو پر بنسټ اشغال کړي، د ولسمشر حامد کرزي له فکری روحیې څخه چې د سوله ییز سیاست پر بنسټ ولاړه ده هم ناوړه ګټه پورته کوي، ولسمشر ته د انارشۍ د زیګنال په ښودلو سره په حکومت کې نور نور امتیازات ترلاسه کوي. دا امتیازات ددې سبب کېږي چې د افغانستان په حکومت کې د افغانستان د بېلا بېلو سیمو، قومونو او قبیلو ونډه او تناسب او د لیاقت اصل له منځه لاړ شي او د حکومت طبیعي جوړښت زیانمن شي. دا کار ددې زمینه برابروي چې د طالبانو، اسلامی حزب او نورو مذهبي جګړه، قومي او سیمه ییز عنصر هم له ځان سره ملګری کړي او د مخالفانو د جګړې د مشروعیت لمن پراخه کړي. په حکومت کې له دغسې یو نابرابره حالت سره سره بیا هم د اسلامي جمعیت په مشرۍ ځینې ډلې لا په دې امتیاز قانع نه دي او د حکومت د ناپېیلو او دیموکراتو عناصرو پر وړاندې بېلا بېلې جبهې او ځنډونه جوړوي. دا کار به په پای کې ددې سبب شي بهرني ځواکونه چې اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ترهګرۍ د ځپلو دندې پر غاړه لري په یوه بله نامفهومه او څو بعدیزه جګړه کې راښکیل شي، دا به داسې یوه جګړه وي چې هدف، لوری او پای به یې معلوم نه وي، ضایعات او تلفات به یې هم زیات وی اوس راځي دېته که دغسې یو حالت رامنځته شي افغانانو او نړیوالو ته به یې احتمالې زیانونه څه وي؟ الف – افغانانو ته یې زیانونه: که نړیوال ځواکونه په افغانستان کې ماتې وخوري په لومړي ګام کې یې تر ټولو ستر زیان افغانانو ته دی، افغانستان به یو ځل بیا د لسګونو څه چې  سلګونو وړو او لویو تنظیمونو ترمنځ د جګړې پریوه ډګر بدل شي، څه ابادي چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې رامنځته شوې، هغه به بیا پر خاورو ایرو بدله شي، د حکومت نوې اډانه به بیا ویجاړه، قومي، ژبني، سمتي، ولایتي او ان کوڅه یې جګړې به پیل شي، په ملیونو افغانان به بیا مهاجرت ته اړ شي، په هېواد کې د پوهې او تمدن روان بهیر به پر ټپه ودرېږي، یو علمي کدر به هم په هېواد کې د کار او فعالیت مجال پیدا نه کړي او د مهاجرت لمن به ونیسي. افغانان به له هر پلوه دومره کمزوری شي چې د حکومت د جوړولو توان ونه لري، فردي مصئونیت او د ژوند د سمبالښت چارې به له منځه لاړې شي. په داسې یو حالت کې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې او زموږ ځینو سیالو یا رقیبو ګاونډیو ته به ددې زمینه برابره شي چې په افغانستان کې پراخې لاسوهنې وکړي، ددې لاسوهنو نتیجه به دا وي چې یا به افغانستان ټوټې ټوټې کېږي، یا به په کې جګړه دوام پیدا کوي او یا به هم د طالبانو په څېر یو، افراطي مذهبي تحریک د پاکستان او ځینو عربی هېوادونو کې د خاصو کړیو په مرسته رامنځته کېږي او افغانستان کې به د منځنیو پېړیو داسې یو زورواکی نظام جوړوي چې نسبي امن په کې وي خو د تمدن او ژوند د نورو نښو نښانو څرک به په کې نه لیدل کېږي، د تیرو تجربو پر بنسټ داسې یو نظام هم، ځینو ګاونډیو هېوادونو ته د زغم وړ نه دی او هغوی به بیا هم هڅه وکړي چې دا ډول نظام بې ثباته کړي. طبیعي خبره ده چې په وروسته پاتې ټولنو کې افراطي مذهبي حکومتونه ډېر دوام کوی او ولسي ملاتړ لري، کېدی شي دا ډول مذهبي حکومت د ژوند له اسانتیاوو پرته خپلې پښې ټینګې کړي او که چېرې دا ډول نظام ټینګ شو نو زیان به یې نړۍ ته څه وي؟ نړیوالو ته یې زیان:که په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ماتې وروسته د دین له اصلي جوهر پرته د مذهب تر چتر لاندې یو افراطي نظام واکمن شو، نو دا نظام به داسې نه وي چې یوازې د افغانستان پر جغرافیايي محدودې بسنه وکړي، دوی به لومړی هغو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته چې سیکولر یا نامذهبي حکومتونه پرې واکمن دي، د بې ثباتۍ لارې ګوډرې وګوري، کله چې یې دا ډول نظامونه ړنګ کړل، پوځي او مالي امکانات او بشري قوت یې زیات شو بیا هغو هېوادونو ته چې مسلمانان په کې اقلیت دي او تر ځینو محرومیتونو لاندې دي، لاس وروغځوي او بیا به په وروستۍ ګټګورۍ کې نورې نا اسلامي نړۍ ته، که چیرې احیاناً اټومي او یا هم عصري وسله ددې ډول خلکو لاس ته ولوېده نو بیا خو به له غربي نړۍ سره د مفاهمي خبره بېخې له امکانه ووځي، بیا نو دوه لارې دي: یا دا چې غربي نړۍ به له کوم دلیل پرته په مطلق ډول د دوی خبره مني او یا به هم د جنګ لاره خپلوي، دا دواړه هغه لارې دي چې د اوسنۍ نړۍ د بېلا بېلو تمدنونو، کلتورونو، ادیانو او خلکو لپاره د تحمل وړ نه دي، د بشر د سوکاله ژوندانه لپاره د نړۍ د بېلا بېلو سیمو، خلکو او کلتورونو ترمنځ توازن، همکاري، همغږي او تفاهم په کار دی. که هره کیڼه او ښي افراطي نظریه د نړۍ له یوه لوري پر بل لوري تحملیږي نتیجه یې له ټکر او تباهۍ پرته بل څه نه ده، اوس چې نړۍ د یوه کلي حیثیت لري او د علم د یوه جال په واسطه یوه سیمه له بلې سره نښلول شوې، دغسې یو بل ته د ګټې او زیان رسولو لارې چارې هم اسانه شوي دي، اوس که د نړۍ کومه جنګي ډله وغواړي نورو ته په اسانۍ سره زیان رسولای شي، نو ددې زیان د مخنیوي په خاطر ښه لاره داده چې په هره هغه سیمه کې منفي، افراطي او جګړه مار ګروپونه او ډلې را پیدا کېږي د هغه محیط د وقايې له لارې باید دا ګروپونه له منځه لاړ شي، په افغانستان کې د څو محدودو افراطي ډلو د مخنیوي لاره دا نه ده چې دلته له ډېر زور او بمبارد څخه کار واخیستل شي ځکه دا خپله یو افراطي عمل دی او زموږ په ټولنه کې دا ثابته ده چې یو افراط بل تفریط او بل تفریط بیا بل افراط زېږولای دی، نو دلته که نړیواله ټولنه غواړي خپل انساني مسؤلیت ادا او په راتلونکي کې ځان هم له جنجاله خلاص کړي، ښه لاره دا ده هغه عوامل تشخیص کړي چې په سیمه کې د جنګ او افراط د ټوکېدو سبب شوي دي، ددې جګړې او افراط دخلي عوامل په سیمه کې فقر، لوږه، بېسوادي او بېکاري ده، که په سیمه کې د تمدن بېلابېلې پروژې عملي شي،پوهنه عامه اوخلکو ته د کار او روزګار چارې سمبال شي او دغه راز په حکومت او ځینو نورو ارګانونو کې د هغو افراطیونو او جنایتکارانو لمن چې پخوا هم په هېواد کې د بدمرغۍ سبب شوي او اوس هم د ځینو بهرنیانو تر وزرونو لاندې په هېواد کې د اقتصادي او سیاسي مافیا له لارې غواړي سوله او امن ګډوډ کړي، لمن راټوله شي، نو پوره باور دی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګېدی شي. افغانان اساساً سوله دوست خلک دي، څنګه چې سوله د افغانانو او ټولې نړۍ لپاره دنوش دارو حیثیت لري نو باید دي چې ټول په ګډه په پوره تدبیر د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.