دافغانستان دپوهنې ډيردرونداوکارنده وزيرصاحب ، تاسې ته بهتره معلومه ده چې دافغانستان ډيربيچاره اوغريب خلک دي خواحسان هيرونکي هيڅکله نه دي . ستاسې ټولې لاسته راوړنې اوخدمتونه دافغانستان دخلکو لپاره دمنلواوقدروړدي ، کله چې تاسې دکليواوپراختيادوزيرپه توګه دنده اجراکوله ، هغه لاس ته راوړنې چې تاسې هلته درلودلې ، ستاسې دوزارت دکارنتيجې دافغانستان په ليرې پرتوسيموله ډيره ورايه ترسترګوکيدې .اوس مهال تاسې دپوهنې دوزيرپه توګه دنده اجراکوئ اوهغه برياليتوبونه چې تاسې دمعارف په برخه کې ترﻻسه کړي اودافغانستان دبچينانوپه خاطرموکچکول راخيستی دی اودافغانستان دمعارف دشاګردانو دروښانه راتلونکې لپاره دنړيوالومرستې اوکومکونه راټولوئ اوداسې نورې ډيرې بيلګې شته چې زه يې دټولوليکل دلته اړين نه بولم ، تاسې يې دنوموړودواړودورو په کابينه کې دترټولوکارنده اوفعاله وزيرپه توګه خلکوته ورپيژندلي ياست چې دغه ټولې هلې ځلې او لاس ته راوړنې موزموږخلکوته دسرپه ليمودمنلووړاوله تاسې څخه دزړه له کومې مننه کوو اواحسانمندمويوو .
ښاغلی وزيرصاحب ! ستاسې ددغه وړتيا، پوهې اووطن دوستۍ سره چې داموپه عملي توګه ښوولې ده زموږخلک دراتلوونکې لپاره ستاسې په وجودکې راز راز اميدونه اواهداف لري اوحتی دافغانستان دراتلونکي زعامت په هکله هم ستاسې په اړه فکرکوي .
ښاغلی وزيرصاحب ، ددغه ټولووړتياوواوصفاتوسره سره چې تاسې يې لرۍ ، له بده مرغه ستاسې په موجوديت کې داسې بنيادي مضرکارونه هم کيږي چې د افغانستان معارف اوفرهنګ دتاريخ کندې ته غورځوي اوډېره ناوړه اوتياره راتلوونکې به ولري. دنړۍ دټولوهيوادونواوحتی زمونږدګاونډيوهيوادونومرستوته زمونږډيره سخته اړتياده خودهدف اوغرض څخه ډکومرستوته نه . که چيرې نړيوال ،زمونږ ګاونډيان اوپه ځانګړې توګه ايران زمونږدجنګ ځپلي هيوادسره دمرستو ليوالتيا لري زمونږدسرپه ليموقبول دي ، ايران دې مهرباني وکړي موږته دې بريښنا،پلونه ،سرکونه ،روغتونونه ،زراعت اوپه سلهاووداسې نورشيان چې زموږهيوادورته ډېره سخته اړتيالري زموږددردبه دواشي اوزموږخلک به هيڅکله هم دايران دغه پيرزوينې اومرستې هيرې نکړي ،ولې له بده مرغه ايران چې هرچيرې زمونږ سره مرسته کوي هغه زموږپه فرهنګي برخوکې وي .
که چيرې په ملي شوراکې کتابتون پرانيستل کيږي نوايران هلته حاضردی چې کتابونه ورته ورکړي ،که په پوهنتونو کې اوياښوونځيوکې کتابتونونه اوياکلتوري مرکزونه پرانيستل کيږي نوايران واردمخه دکتابونو څخه دډکولاريوسره په دروازه کې ولاړوي اوکه چيرې مذهبي مدرسې اويامذهبي مرکزونه پرانيستل کيږي نوايران خويې دمالي چاروزمه واري خامخاپه خپله غاړه اخلي ، دايران ددغه راز چلندپه وړاندې موږته شکونه راپيداکيږي ،چې اياايران واقعآزمونږدخلکوسره دښه نيت اوهمدردۍ له مخې داپه اصطلاح مرستې کوي اوکه نه ترشايې دفرهنګي اومذهبي يرغل لښکرې هم رامارش کړي دي .
که ايران په رښتيني توګه موږته پاک نيت لري اوزموږسره دښه ګاونډيتوب او ورورولۍ اړيکې غواړي اوزمونږدهيوادابادي اوسوکالي يې ارمان وي نوبيادې ددولت مخالفينوته وسله اوپيسې په لاس نه ورکوي اوزمونږپه هيوادکې دې جنګ اوورانکارۍ ته لمن نه وهي،زمونږبيګناه اوبيوزله مهاجردې په يوه اوبله پلمه ډيرپه بې رحمۍ نه راوژني .
ښاغلی وزيرصاحب ، تاسې ترټولوښه پوهيږۍ چې هرهيوادځان ته ځانګړې ستراتيژي اوپاليسي لري،خوکه چيرې ديوهيوادپوځي يادفاعي پاليسي ،سرشميرنه اويا تعليمي نصاب په ګاونډي هيوادونوکې جوړيږي اويايې ورته ګاونډي هيوادونه جوړوي اوپه تيره بيالکه زموږ ګاونډي هيوادونه چې تاسې دهغوی په موخوښه پوهيږۍ . بيانوددې هيوادځمکنۍ بشپړتيايعنې څه ،بياخوبهتره ده چې ددغه بدمرغه هيوادسند((قباله)) هم دغه هيوادوته وسپارئ دهغوی به کاراسان شي اوزموږبه زړونه بې غمه شي ،بيابه نوچې هرڅه زموږ نووبادارانو فرمائيل دافغانستان خلک به هماغه شانته اجراآت کوي .
که چيرې تاسې ددغه ټولې پوهې اوزيرکتياسره سره هم داسې يوه لويه اوتاريخي تيروتنه وکړئ چې زمونږدمعارف تعليمي نصاب په ګاونډي ايران کې اويادهغوی په لارښوونه جوړشي ،نوباوروکړئ چې دابه مودافغانستان په تاريخ کې ډيرلوی ،نه هيرودونکی اونه بښونکی مسئوليت پرغاړه اخيستی وي . بيانودخپلې مهربانۍ له مخې هيله ده ،چې دافغانستان خلکوته يوه مشوره ورکړئ چې دامظلوم ملت نوردچاڅخه ګيله اوتوقع وکړي .
تاسې ته دافغانستان په ملي مسائيلوکې دپوره احتياط اوبيدارۍ ترڅنګ دبرياوو، سالمې روغتيااواوږدژوندهيله کوو.
په افغاني مينه اودرنښت
وروستي