تاو مي کړه دحُسن په لمبو کي مي راونغاړه
اې! سپينې کوترې په وزرو کې مې راونغاړه
والوزه پرواز وکړه د مينې دنيا وگوره
مام درسره يوسه په پنجو کې مې راونغاړه
بې شرابو مست مې کړه خُمار خُمار چې ګرځمه
ستا په سپينه خوله او سرولبو کې مې راونغاړه
ته چې دا دمينې سترګې هې خوا دې خوا ګرځوې
ماته يې رازده کړه په ليموکې مې راونغاړه
ځکه خودى ستايم چې دى زړه پاک اوسپڅلی دى
راشه دخپل زړه په دهلېزو کې مې راونغاړه
وروستي