
د اوسني حکومت حاکمانو دستونزې د هواري او لرې کولو لپاره ډېر ښۀ چل زده کړيدی . کله چې کومه پېښه وشي، نو کمېسيون ورته ټاکي، چې پېښه وڅېړل شي او نتيجه يې مالومه شي. خوچې کمېسيون فيصله وکړي او پايلې مشرانو ته وړاندې کړي، نو مشران کمبختان اجرات نشي کولاى. او که کوي يې نو ابۍ او بابا خفه کيږي. له همدې کبله ولس په تمه وي، چې د کمېسيون نتيجه به وويني، خو .....
څه به مو سر در پړسوم، دمرګ او ژوبلې په اړه مې د کمېسيون او هيئت ټاکل اورېدلي وو خو دا څو ورځې وړاندې مې په انيس ورځپاڼۀ کې ديوکمېسيون خبر وليد، چې(بې ادبي معاف) دخره هم ورته خندا راځي!
ډېر مو نه په عذابوم، ښاغلي خليلي ته دا څو ورځې وړاندې د هزارستان نه يو چا عريضه کړې، چې په پټيو کې يې دکوچيانو څاروي ګرځېدلي او شوتل يې خوړلي دي، نو دۀ د نر زوى هم سم دلاسه يولوړ پوړى هيئت ورته تعين کړى،چې دغه پېښه وڅېړي او پوښتنه وکوي، چې ايا ريښتيا هم دغه شوتل خوړل شوي او که نه؟
تاسو، پوهېږئ، چې د کمېسيون غړي يې هم د رئيسانو په کچه ندي. بلکې د معينانو په سطحه دي يويې دکرنې وزارت مرستيال، بل يې د کورنيو چارو وزارت امنيتي معيين، دلوې څارنوالۍ هيئت او نور لوړ پوړي چارواکي پکې شامل دي!
ددې ليکنې په وخت کې له غوسې نه خندا راځي، چې دا څه بلاوو سره مو سر شويدى؟ دا لېونيان دي او که احمقان؟چې د شوتلو لپاره هم کمېسيون او هيئت ټاکي!
خو زما په فکر دخليلي صيب دهزارستان يوه پاڼه شوتل اود پښتنو سلګونه انسانان سره برابر ندي! که ددوی شوتلو ته هم چا لاس وروړ نو لاس به يې غوڅيږي! خو دا خوارکي شډل پښتانه که مري هم هيڅ پروا نلري،ځکه وايي، چې مشر يې قمبر وي اختر يې مازديګر وي!
دا ټول، زموږ له لاسه! زموږ د مشرانو له لاسه!
کله چې لږ د پښتو او پښتنو خبره وکړې وايي، چې تعصب مکوه! دې وطن وران کړيدى او له دې وجې انسانان وژل شويدي! نو خداى، دې د داسې پښتون خانه خرابه او بچي واخلي، چې دۀ کې دومره غيرت هم نه وي، چې څوک يې له شوتلو سره هم نه برابرو ي او دى لا ورته درناوى هم کوي!له داسې ژوند نه خو مرګ لکونه واره ښه دى!
د ليکنې د پايلې په دود ولسمشر ته وړانديز لرم، چې ښاغلى ولسمشر په هلمند، کندهار، پکتيا، پکتيکا، کونړ او نورو ولايتونو کې د وژنو او مرګ ژوبلې په اړه بايد فکر وشي! نه دشوتلو د خوړنګ په اړه!
همداشان د شوتلو د خوړنګ خبره په دې حساس مهال کې ډېره وړه ده. جنګ زور اخلي! قيمتي ورځ په ورځ زياتيږي! امنيت خرابيږي! خلک له دولت سره فاصلې پيداکوي! ولس له دولت نه مخ اړوي او د طالبانوپه ليکو کې دريږي خو ستا معاون صاحب او دهزار ګانو ولسمشر د شوتلو د خوړنګ دڅېړنې لپاره لوړپوړي هيئتان ټاکي!
لږ يې وپوهوئ، چې دا څه کوي، ولې په لوى لاس خلک غرو ته خيږوي او ولې د شوتلو په سر دا وطن بيا راخرابوي . پرې ږدئ، چې دغه چارواکي خپل کارونه وکوي ولې يې دشوتلو په څېړنو مصروفوئ!