زوم او خسر په حکومت کې که تر حکومت بهر؟

  زموږ هم عجیبه نظام دی، شپږ اوه کاله کیږي چې په را نازل شوې دیموکراسۍ کې ژوند کوو، خو پوه نه شو چې دیموکراسي څه ته وايي؟ حکومت څه شی دی، مخالف څوک دی، حاکم څوک دی؟ محکوم څوک دی؟ میا څوک دی؟ ملاڅوک دی؟ طالب څوک دی؟ خپل څوک دی؟ او پردی څوک دی؟ دیموکرات څوک دی؟ زورواک څوک دی؟ ټوپکوال څوک دی؟ او قلموال څوک دی؟ مجاهد څوک دی؟ او ملحد څوک دی؟ ما په خپلو دې ګناه ګارو سترګو داسې خلک لیدلي چې یو وخت کې یې د اسلام دومره جغه پر سر ولاړه وه چې دیموکراسي خو څه کړې چې ملتپالنه ورته شین کفر ښکارېده،بیا داسې وخت راغی چې همدوی د قوم پالنې او دیموکراسۍ بیرغ پورته کړ، په ټولنیزو او علمي چاور څه چې په عادي ژوندانه کې یې د ښځو ونډه نه شوه زغملای، خو اوس چې ګورې د مارچ اتمه او د ښځو د مناسبتونو پورې ورځې ددې ډول اشخاصو په ویناوو پرانیستل کیږي، دا ډول اشخاص په ټولنه کې د ګوتو په شمار نه، بلکې د حساب د ماشین په شمار دي او غټه بې شرمي خو لا داده چې یوه خبره یې توره وي، بله سپینه، یوه ورځ یوه خبره کوي، بله ورځ بله، که چیرې ددې ډول اشخاصو او سیاستوالو د خبرو ارشیف را واخلئ او خپله یې ورته مخې ته کېږدې نو که سړي کې لږ هم د سړیتوب احساس وي، نو ځان ته به لاړې توکړي، خیر دا ډول اشخاص چې هر څومره را سپړو خبره تر شمار تیریږي خو راځئ چې یوه بله نمونه دروښیو: ښاغلی پروفیسور برهان الدین رباني د بدخشان د خلکو استازی! او پخوانی جمهور رئیس! د استاد د سیاسي اطلاعاتو قاموس یا غیاث الغات ته به لږ تم شو، کله په حکومت کې شي، کله مخالف شي، کله منځګړې شي، کله بهرني ځواکونه دعوت کړي، کله وايي پر طالبانو «غت غت بمونه واچوﺉ دا واره دي» کله وايي طالبانوسره باید مذاکره وشي او کله وايي که طالبان د کابل دروازه ته را ورسیږي موږ به پرې ډز ونه کړو، کله وايي حکومت بې کفایته دی باید اصلاحات په کې راشي کله دا او کله دا، په سلګونو پارا ډاکس یا متضادې خبرې، کله چې څوک د استاد دې خبرو ته ځیر شي نو د هغه په هکله به څه قضاوت وکړي؟ که د ټولنې یو عادي سړی له سادګۍ او کوم لیکوال د هنري کیفیت لپاره پاراډکس خبرې کوي نو هغو نه خو ګیله ځکه نه ده په کار چې یو نه پوهیږي او د بل هنري ضرورت دی نو یو څوک چې استاد وي، جهادي مشر وي، د یو ولایت د خلکو وکیل وي او جمهور رئیس! تېر شوی وي هغه ته متضادې خبرې کول څه مانا لري؟ د هغه شخصیت ته څومره ګواښونه پېښولای شي؟ موږ دلته نه غواړو د استاد پر تولو متضادو خبرو او عملونو کتنه وکړو غواړو یوازې دده د ملي جبهې او په اصطلاح اپوزېشن په باب لنډ بحث وکړو: کله په رسنیو کې راځي چې ملي جبهه د حکومت مخالف لوری یا اپوزېشن دی. خو کله چې په عمل کې ګورو، خپله ملي جبهه یا د استاد رباني اسلامي جمعیت په حکومت کې تر هر چا زیاته ونډه لري. د ساري په توګه لومړی معاون، د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت رئیس، د اوبو او بریښنا وزیر، د افغانستان بانک رئیس او په سلګونو څه چې په زرګونو لوی او واړه پوستونه ټول د اسلامي جمعیت په لاس کې دي. د افغانستان څه چې د نړۍ په تاریخ کې هېڅ ګوند چې په انتخاباتو کې یې ماتې خوړلې وي، په حکومت کې دومره ونډه نه لري لکه اسلامي جمعیت یې چې په فعلي حکومت کې لري. دا تنظیم عملاً د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس حامد کرزي په مقابل کې ولاړ و خو تر انتخاباتو وروسته تر بل هر مستحق او نا مستحق سیاسي ګوند او قشر څخه زیاتې څوکۍ لري خو بیا هم د حکومت پر وړاندې ستونزې جوړوي او پر دې امتیاز هم قانع نه دی، دوی بیا هم حکومت په بې کفایتۍ تورنوي او وايي چې د سیاسي ګوندونو او خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي. که حکومت په دې ګرم وي چې د خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي دا درسته خبره ده ځکه د خلکو یوه غوښتنه داده چې د اسلامي جمعیت د جګړه مارانو په ګډون دې ټول هېواد پلورونکي او کابل ورانوونکي د حکومت له پوستونو ګوښه کړای شي، په همدې وجه خو خلکو خپله رایه له دې ډلو څخه د یوه نفرت په توګه حامد کرزي ته ورکړه، خو ښاغلي کرزي بیا همغه ډلې ته قدرت کې شریکې کړې چې خلک ترې تر پوزې راغلی وو، خو د «حکومت بې کفایتۍ» څخه د استاد رباني او اسلامي جمعیت تعبیر یوازې حامدکرزی دی، نه د هغه قدرمن او کارپوه مرستیالان او یا هم نور ښاغلي وزیران! که چیرې د استاد رباني انتقاد واقعاً پر عدالت ولاړ وای نو لومړی یې باید پر خپل زوم «لومړي مرستیال» انتقاد کړي وای چې ددې څوکۍ وړتیا نه لرې، د ولس پر حق غاړه بندوې، یوه مستحق ته یې پریږده، بیا یې نوکه پر حامد کرزي هر ډول انتقاد کړی وای خلکو به ورته هر کلی ویلای وای، ایا خپل بل قومندان امیر صاحب تورن اسمعیل خان ته متوجه شوی چې د خپلې بې کفایتۍ له وجې یې په سلګونو ملیونه ډالر بېرته نړیوالې خزانې ته لاړل؟ایا کله یې هم د ملي امنیت پر رئیس، د کورنیو چارو وزیر او یا هم نورو اړوند جمعیتي وزیرانو کومه نیوکه کړې چې ولې مو په کارو کې نیمګړتیاوې دي، ایا استاد کله دې ته هم متوجه شوی چې یوه ګوته نورو او څلور ځانته را اوړي، کله یې هم خپله ګرځنده یا موبایل پاچاهي د کرزي له حاکمیت سره پرتله کړې. ایا دېته هم متوجه شوی چې د ګلبدین حکمتیار له اسلامي حزب او د عبدالعلی مزاري له اسلامي وحدت ګوند سره دده د پاچاهۍ بریدونه پل محمود خان او دهمزنګ و!
ایا دېته یې هم پام کړی چې دده په پاچاهي کې په ټول افغانستان کې یو کیلومتر سړک هم نه دی جوړ شوی او ورانی تر حساب تېر و. نو قدرمن استاده! استادي او پاچاهي په حساب او په کتاب ده، د افغانستان خلک غریب دي خو داسې هم نه دي چې چا پسې حساب و کتاب نه شي نیولای، تاسو خپله خپل ځان سره قضاوت وکړﺉ، ایا د خپل حاکمیت پر وخت مو دومره واک و چې اوس یې لرﺉ! ایا په اوونۍ کې یو ځل یا دوه ځله تاسو اوسني جمهور رئیس سره نه ګورﺉ او د هېواد په هر کار کې ستاسو مشوره نه اخلي؟ ایا کوم جمعیتي ستاسو له اجازې پرته له کومې دولتی څوکۍ لرې شوی او که لرې شوی هم دی بل ځای نه دی مقرر شوی؟ څه کیږي که تاته «اوسنی» جمهور رئیس ونه ویل شي پخوانی جمهور رئیس درته وویل شي؟ ښه به دا وي چې د حکومت مشکلات او نيمګړتیاوې په خپل کور کې له خپل زوم سره حل کړﺉ او که هغه یې د حل وس نه لري نو حامد کرزي سره خو ستاسو کتل دومره اسان دي لکه له ستوني چې اوبه تېروې. خو یوې خبرې ته باید دقیق پام وکړې چې نور نو د داسې امتیازاتو هیله مه کوه چې هم په حکومت کې یې او هم ځان له ملامتۍ ژغورې او په اصطلاح د اپوزېشن امتیاز اخلې. د اپوزېشن امتیاز باید ولس واخلي، ځکه چې ملت په حکومت کې له خپل حق او امتیاز څخه بې برخې شوی، نه «اسلامي جمعیت»، اسلامي جمعیت ته په دې ورکړي امتیاز کبر مه کوﺉ ځکه چې تاسو خو تر ټولو ښه پوهیږﺉ چې کبر اخر زوال لري زوال!
                             خپل عیب د ولیو منځ دی
                               او د بل چا د کلیو منځ
له قلموال جريدې څخه په مننه