ښاغلی ولسمشر راويښ شی دهېوادپه وړاندې موستره دسيسه روانه ده


  زه دافغانستان ولسمشر ښاغلي کرزي ته په ډيراحترام اودرناوي ديوڅومهمواواساسي موضوعګانو وريادول غواړم،خوهيله منديم چې يوڅه يې په يادپاتې شي اوداهم دتيرووعدوپه څيردتاريخ هيرو پاڼو ته ونه سپارل شي اوپه راتلونکي کې ورته يوڅه جدي توجه وکړي . ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟ کله چې تاسې دارزګان په ولايت کې دطالبانو لخوا محاصره شوی اوبيادارزګان دغيرتمنوخلکولخواپه ډيره ميړانه دطالبانوله منګولوڅخه وژغورل شوی
ټوله ليكنه  زه دافغانستان ولسمشر ښاغلي کرزي ته په ډيراحترام اودرناوي ديوڅومهمواواساسي موضوعګانو وريادول غواړم،خوهيله منديم  چې يوڅه يې په يادپاتې شي اوداهم دتيرووعدوپه څيردتاريخ هيرو پاڼو ته ونه سپارل شي اوپه راتلونکي کې ورته يوڅه جدي توجه وکړي  .                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                        
ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟ کله چې تاسې دارزګان په ولايت کې دطالبانولخوامحاصره شوی اوبيادارزګان دغيرتمنوخلکولخواپه ډيره ميړانه دطالبانوله منګولوڅخه وژغورل شوی هغه هم دهمدغه باغيرته اومظلوم ولس دوينوپه بدل کې چې ستاسې دنجات لپاره يې خپلې پاکې وينې توی کړې اوځانونه يې شهيدان کړل، بياهماغه مظلوم خلک اوهماغه کلی چې تاسې  ته يې پخپله پاکه اوسپيڅلې غيږکې پناه درکړې وه ستاسې دواکمنۍ په اولوشپوورځوکې د‌B52  الوتکودبمونولاندې شول، کلی ويجاړ،زياتره اوسيدونکي يې شهيدان اوژوندي يې دغم په ټغر کښيناستل . ستاسې به داهرڅه ضرور هير وي خودافغانستان دخلکواوپه ځانګړې توګه دديراوت دخلکوداټول ډيرښه په ياددي .
ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟  کله چې تاسې دبن په غونډه کې دموقتې ادارې دمشرپه توګه وټاکل شوی اودهماغه وخت  څخه مودخپلوويناوپه ترڅ کې دافغانستان دخلکوسره په واروار ګرمې ګرمې وعدې وکړې،چې زه به دقدرت دترلاسه کولووروسته سمدستي ټول جنګ سالاران اوټوپکماران له پښوغورځوم اودافغانستان خلک به ترينه اراموم . خوواقعآ چې مونږټولوستاسې شهامت اوميړانه دعمل په ډګرکې وليده،ځکه په ټول افغانستان کې يوپاچاخان ځدراڼ جنګ سالاروواوبس .                                                                                                                                                                                             
هغه موپه رښتيادپښوڅخه وغورځاوه اودصحنې څخه مووايست ، پاچاخان ځدراڼ خو دخلکوپه سرونوکې پولادي ميخونه ټک وهلي وو،پاچاخان ځدراڼ خوکابل وران کړی و،هغه خوپه بيت المال باندې خيټه اچولې وه دشيرچوردځمکوپورې يې ټول نيولي وو، هغه خو دافغانستان مظلوم خلک ،خپل سياسي مخالفين حتئ ترذکي اواکبربای پورې خپل کورته اختطاف کړي وو اوجنسي تيری يې پرې کړی وو.    ډيره په زړه پورې خولاداده چې ستاسې دکښيناستو دمقرڅخه په څومتری کې دنيشې په حالت کې دبام سرته ختلی وواوستاسې امنيتي پوليسوته يې ستاسې په ادرس پوچ رداوسپکې سپورې ويلې ، کنځاوې يې کولې چې ستاسې دولسمشرداسې اوهاغسې .............   ورشی ورته ووايې چې راشي اوله ماسره يې معلومه کړي . خوښاغلی ولسمشر،زماپه فکرهغه به هم ضرورپاچاخان ځدراڼ وخو د دوستم مسکين نقاب به يې حتمآپرمخ راکښلی وو ،اودې بيچاره ګانو محقق ، دوستم او دشمالي ټلوالې وتلي جنګ سالاران ستاسې دحاکميت واکداران اوستاسې مخالفينوخوهيڅ هم نه دي کړي  دابيچاره ګان خوټول بيګناه اوسپيڅلي دي ګناه خوټوله دافغانستان خلکو کړيده ،ستاسې به ضرورډيرڅه هيروي خودافغانستان دخلکوداټول ډيرښه په ياددي .                                                                                                                           ښاغلی ولسمشر : ستاسې به هيروي که په ياد؟     کله چې تاسې دولسمشرۍ چوکۍ ته کانديد شوی  چيغې اونارې موراواخيستې اوبيامودوعدو يوفهرست جوړکړ،چې تيرې دوه دورې زمامجبوريتونه وو،دمصلحتونو دورې وې ماډيرڅه نه شوکولی نوکه داځل ماته چانس په ګوتوراشي نوزه به داسې وکړم اوهاغسې به وکړم اوددې ټولوناخووالوجرړې به وباسم ،زه به هيڅ ډول مصلحت ته غاړه کښي نه ږدم او.................او .......... .   اوبياکله چې دټاکنووخت راورسيدواودټاکنوصندقونه کيښودل شول نودافغانستان خوپاک اوسپيڅلي خلک دي داچې په خپله وعده دهميشه لپاره ټينګ ولاړوي نودنورو په وعدوهم ډيرژر باور کوي ، دنوروکانديدانوصندوقونه خالي پراته وواوستاسې صندقونوته قطارونه ولاړوو. ستاسې په صندقونوکې درايوداچولولپاره زموږداسې خويندو اوميندودساعتوساعتولارې په  لوڅوپښووهلې وې چې دهغوی پاک اوسپيڅلي مخونه تراوسه لمرهم نه و ليدلي .  خوبياهم تاسې دهيڅ مصلحت څخه کاروانه خيست .   دوزارتونوچوکۍ مودقانوني ، ډاکټر عبداله ، فهيم ، دوستم او................  پسې په جرګواوننواتوپه کورونه ګرځولې . ستاسې به داټول ضرورهيروي خودافغانستان دخلکوداهرڅه ډيرښه په ياددي .
ښاغلی ولسمشر :   ترټولوډيره ضروري اوحساسه مسئله چې ستاسې به ورته ضرورپام وي اوکه نه نوبيابه موورته زه پام راوګرځوم ،اوس مودهيوادپه وړاندې ستاسې دحاکميت دټيکه دارانواوستاسې مخالفينو، کورني دښمنانواوګاونډيانولخواپه شريکه ډيره لويه دسيسه روانه ده . داداسې يوه دسيسه ده چې دې بيچاره هيوادته اوپه دې هيوادکې ټولوميشتووروڼوقومونوته په راتلونکي کې ترحده زيات مشکلات راپيداکوي چې دابه په افغانستان کې ديوبل ناورين بنسټ وي . زه تاسې ته دغه بې ځايه ، بې وخته ،بې فائيدې او پرمصرفه سرشميرنه يادووم ، خوزه وايم چې داسرشميرنه نه بلکه سرهيرونه ده .تاسې ته به ضروردخپل هيواددامنيتي وضعې په هکله پوره معلومات وي اوکه نه نوزه به تاسې ته يو څو لنډمثالونه درپه يادکړم .   که ستاسې په يادوي ، کله کله تاسې هم په خپلوبيانونوکې وايۍ ،  چې     « دامنيتي وضعې دخرابولي له امله زموږدهيوادپه شرقي ، غربي اوجنوبي ولايتوکې په سلګونوزره شاګردان اوښوونکي ښوونځيوته نشي تللی اودتعليم دنعمت څخه بې برخې دي »  .
ستاسې دهيوادامنيتي وضعه په نوموړيوولايتونوکې داسې ترينګلې ده چې ليرې پرتې سيمې خولاڅه چې دبعضوولسواليودڅلوروديوالوڅخه ستاسې ملي اردواوامنيتي پوليس هم نه شي راوتلای ، په بعضوولسواليوکې خودناټوځواکونه په خپل ټول قوت په هفتوهفتو پوځي عمليات کوي چې بيرته يې دمخالفينو څخه ونيسي ، دهيوادپه نوروسيموکې خو لا ستاسې دحاکميت ټيکه داران اوستاسې مخالفين «جنګ سالاران اوټوپکمار» پريږده چې ترټولولومړی ستاسې دحاکميت په وړاندې  ستر ګواښ دی ، نه ترينه ستاسې ددولت مامورين اونه ترينه هم ولسي وګړي خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيولی شي ، نودسرشميرنې بې وسلې اوبې پوځه ډلګي به څرنګه دغو سيموته ځي . ډېره په زړه پورې خولاداده چې ستاسې ډيري هيوادوال چې شميريې تقريبآڅلوروميلونوشاوخواته رسيږي دهيوادڅخه بهردمهاجرت شپې ورځې تيروي . هغوی ددې خاورې څخه ددفاع اوازادۍ په لار کې شهيدان ورکړي ،هغوی خپله ټوله هستي او نيستي څه چې يې لرل ددې خاورې څخه قربان کړيدي اودډيرمجبوريت څخه يې ځانونه دمهاجرت په سيلاب لاهوکړي ، اوس هغوی خپل هيوادته دراګرځيدو وس اوتوان نلري ،هغوی نه ټوپک لري اونه هم ستاسې دټوپکمارواوزورواکانوطاقت لري ، هغوی په خپل هيوادکې داوسيدولپاره يوه جونګړه هم نلري اوتاسې ورته دهغې امکان هم نه شی برابرولی ، هغوی دخپلواولادولپاره يوه مړۍ ډوډۍ هم نلري اوتاسې ورته هغه هم نه شۍ ورکولای او..................  .
نودهغوی سره به څه چلند کوئ ؟    هو،  ضرور به يې دسرشميرنې دلست څخه وباسۍ او د افغانيت دنوم څخه به يې محروموۍ ، بياخوددې مسکينانوپه حال ډير افسوس پکاردی چې دابدمرغه انسانان دالله تعالی ددومره لويې ځمکې پرسرهيڅ هيوادنه لري .
ښاغلی ولسمشر : ستاسې لومړی مرستيال اوستاسې ترټولولومړی مخالف دنوروپه لمسون دومره لويه دسيسه په لاراچولې ده ، دهغې مشرلالاخولاپخوادنوروپه اشاره اوملاتړددې مظلوم ملت اوهيوادپسې تبرراخيستی واوغوښتل يې چې ټوټې ټوټې يې کړي  .    نو دافغانستان خلک تاسې ته وايې چې ولې تاسې دداسې لوی دسيسې په وړاندې چوپه خوله ناست ياست اوخپل غوږهم پرې نه ګروۍ اوکه نه په کوم خواږه خوب ويده ياست . نور نودخوبونووخت نه دی راويښ شئ ، له يوې خوامودهيوادپه وړاندې ستره دسيسه روانه ده اوله بلې خواټاکنې هم رانږدې شوې دي ، دوعدووخت ولاړاوس دعمل وخت دی .
په افغاني مينه اودرنښت