
د هغه ستر څښتن په نامه
چې انسان یې د ملي او قومي جامې په وراغوستو انسان کړ
د ستر باچاخان فخر افغان د ملي مبارزو ستايوالو، مينه والو او سندربولو!
او ټولو ښاغلیو او اغلیو ګډونوالو!
السلام علیکم ورحمةالله و برکاته!
کومې پښتنې ټپه کړې ده، چې:
خاونده ټوله مې ترې ځار کړې
د یار د کلي مېلمانه راغلي دینه
نور به څه ووایم، خو همدومره وایم، چې:
وايي؛ سکندر اعظم له خپلو درباریانو «کابینې» سره پر اس سپور روان و. پر لار یې ماشومان په لوبو ولیدل، سکندر د درباري سلاکارانو له سلا او درباري آدابو پرته ورکوز شو، یوه خړکي ماشوم ته د پښو پر سر کېناست.
وې: زه چې له کله نه تاسې بېل شوی یم. ښه ورځ مې نه ده لیدلې.
خبره باچاخان ته راولم: چې له کومې ورځې زموږ له سره د بابا د مبارزې او ګاللیو کړاوونو سیوری پاڅېدلی او له کومې ورځې چې مو د بابا د ملاتړ له ماشوم نه لار بېله کړې؛ نو د ښې ورځې مخ مو نه دی لیدلی.
د علامه اقبال خبره سمه ده چې:
هزارون سال نرګس اپنی بی نوری په روتی هین
بړی مشکل سی هوتی هین چمن مین دیدور پیدا
او سهي ده، چې د زمانې مور د نوابغو او اتلانو په بښنه کې بخپله ده او د شهاب الدین غوري، ابراهیم لودي، شېرشاه سوري، خوشال خټک، ایوبخان غازي، اکبر خان غازي، غازي امان الله خان او وزیر بابا «مومند بابا» اروا په سدیو هم د بل پښتانه په وجود کې حلول نه کوي؛ خو دا هم د فطرت حکم دی، چې د پښتنو ځنګل له زمریو خالي نه وي.
خو زه دلته پر همدې ځنګله خبره لرم او همدا ځنګل ژاړم، چې له بده مرغه دا درې لسیزې کیږي، چې د زمري غړمبا پکې نه ده اورېدل شوې او لا به ما نه وي اوریدلې.
د همدې زمري د غړمبا نشت زه ستاسې مخې ته په درولو او د ننني ویده زمري د اروا د لمن په نیولو اړ ایستی یم.
خو لومړی د فخر افغان بابا له نغري نه را الوتو او راغلیو سپرغیو ته ښه راغلی او هر کلی وایم:
پل دې پر لمېو منم
خاورې په رنجو منم
او:
ستا د راتلو په لار کې سترګې کرم
چې هر قدم دې شي انځور د مینې
درانه خان لالا! «چې زه یې د طبیعي عمر د پخلي په حکم او د فخر افغان د ملي مبارزې د مشال ګرځونې په ویاړ خان بابا بولم»، درانه هاشم بابر، درانه ډاکټر خالد خان خټک، ګرانه مشتاق مجروح یوسفزي، ګران روښان یوسفزي او ورسره ملګریو، د سویلي پښتونخوا ډېرو درنو ښاغلیو او له هندوستانه د فخر افغان مینې راوستیو مېلمنو ته په زړه کومې هر کلي ځان بختور ګڼم.
درنو مېلمنو او ښاغلیو او اغلیو کوربنو!
د رحمان بابا د خولې د مرغلرې په درډالۍ کولو خپله د زړه خواله درسره شریکوم، چې وايي:
دا دستور دی، چې له درده زګېروی خېژي
کنه څه وو د رحمان له شاعرۍ
خو زما زګېروی شکایت مو بولئ، بلکې د شکایت پر ځای یې د سهولت غوښتنې پر لور یو ګام وګڼئ! تاسې پوهیږﺉ، چې همېشه خواږه اواز کېنوي؛ نو د انډول لپاره یې کله کله د کرېلو څکل هم روغتیا ده.
ښاغلیو ګډونوالو!
ما عرض وکړ، چې مودې وشوې، په خپل ځنګل کې مې د زمري غړمبا نه ده اورېدلې او دې نه اورېدو اندېښمن کړی او نهیلی کړی یم. تاسې منلیو ته ځولۍ غوړوم، چې ما نن د خپل ویده زمري د اروا د ځولۍ نیولو ته لږ پریږدﺉ او لږه مخه راکړﺉ، چې نن زما د خپلواکۍ، پت، درنښت، مړښت او پېژند لپاره د غړمېدلې ویده زمري اروا مخاطبه کړم او که یې وننګوم، مه مې ګرموﺉ.
که اجازه راکوﺉ؛ نو ډېره مننه!
د فخر افغان بابا درنې او سپېڅلې اروا!
سلامونه او دعاګانې درډالۍ کوم!
بابا! سخ دی ستا پر سپېڅلې ملي شخصیت او ملي مبازه او ستا پر پرېښې لار. سلام دې وي ستا پر ناستومانو او پولادي هوډ او عزم، چې نه یې ستومانۍ ته پرېښودې او نه پر خپل پیغام او ارمان باندې پښېمانۍ ته.
ویاړ دې وي، پر هغه خاوره او هغه ټاټوبي چې تا پکې د ملي سیاست خاپوړې کړې دي.
یادې دې وي، هغه زولنې، هتکړۍ، چکۍ «کوټه قلفی»، زندانونه او مرچک دلوونکې میچنې او د زندان د کوټنیو سپږې ، ورګې، لړمان، ماران، ماشي او مچان، چې ستا د ملي مبارزې په لار کې ستا د ژوندانه ملګري وو.
نمانځلی دې وي د مبارزې هغه بنسټ، چې تا د شډلو او ناتوږلیو غمیو پښتنو د معنوي او اخلاقي ښکلا او ځلا لپاره د «انجمن اصلاح افاغنه» په نامه کېښود.
ستایلی دې وي، د هغو پښتنو په فطرت کې ستا راوستي بدلونونه، چې دپښتو کاڼی یې په اوبو کې سل کلنه پاتېدنه هم نشي پستولای.
ویاړلی دې وي، ستا د پیغام او رامان دا فطریت چې خپلو بچیو ته دې د وژونکي ټوپک پر ځای ژوند بښاند قلم په ګوتو کې ورکړ.
ځلانده دې وي، ستا د ملي ارمان او ملي سولې د هغه لمر پلوشې، چې که ستا د قام پر ځای دبل یا نورو قومونو میراث وای؛ نو ګرده نړۍ به یې رڼه کړې او ځلولې وای.
او په پای کې!
نمانځنه دې وي ستا د ملي مبارزې د لارې د هغو لارویو د سپېڅلیو ارواوو، چې په ګړ «وینا» نه په کړ «عمل» سره یې د خدايي خدمتګارۍ روح په قام کې وپوکه او هغه ارواوې د درناوي وړ دي، چې د خوشال بابا پردې وینا چورلېدې:
چې د خلکو نیکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه بادشاهي لرې زه زړه کې
* * *
وګړې واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي، چې کار د بل کا
او د رحمان بابا دا وینا یې ناره کړې وه، چې:
د دلبرو ساقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
باباجانه!
که اروا دې نه درنیږي؛ نو غوږ دې لږ راوړاندې کړه، چې همدا تاته ستا د بچیو له لاسه ګریوان څېرې او خاورې پر سر باد کړم او په هغو یو څو خبرو هم در سره خواله وکړم، چې ستا بچي یې نه ما ویلو ته پریږدي او نه یې پخپله منلو ته تیار دي.
بابا!
موږ اورېدلي وو، چې تا ددې خپل قام د خدمت د اړتیا په عذر او دلیل د فقیدي اندرا ګاندي هغه بلنه رد کړې وه، چې ته دې د ګاندې جي د ځایناستي په توګه د ټول هند ولسمشري ومنې.
واه!
د ملتپالنې څومره ژوندۍ، ارزښتناکه، ایثارګره او ویاړلې جذبه ده. سخ در باندې
خو بابا! ستا بچې هلته خو نشم ویلای؛ خو دلته پر څوکۍ او ډېره وړه څوکۍ هم تر قام څه چې له ایمان او وجدانه هم تېرېدو ته تیار دي.
بابا! ستا ناره او شعار خو دا و، چې:
کوم قام چې خپله ژبه هېره کړي، هغه قام ورک شي.
خو بابا! راشه دلته د خپل شته قام د ورکاوي ننداره وکړه.
بابا!
تا خو ویل: اختلاف په خدمت کې نه وي. اختلاف له خود غرضۍ نه پیدا کیږي؛ خو ستا بچي یا خدمت ګرد سره پېژنې نه او یا د هغه چا خدمت کوي، چې د ځان په خدمت کې یې شپه ورځ دوی پر ځان را ټول کړي وي.
بابا!تا خو د لروبر یو افغان خبره کوله؛ خو دلته افغانان هم ځان افغانستاني بولي.
بابا! تا خو په خپله ژبه د تعلیم او زده کړې لپاره د پیرنګي کولتور له اثره پاک «ازاد ښوونځي» جوړول؛ خو دلته انګریزۍ ژبې د هر خصوصي ښوونځي (Privet school) له نامه سره لندن، کمبرج، اکسفورډ او نیویارک لیکل ویاړ ګڼل کیږي.
بابا! خبرې او ګیلې خو بې شمېره دي، خو نور دې د پښتنو د سوکالۍ او خوشحالۍ لپاره ګور ته وړی ارمانجن زړه نه ستومانوم او په تلو تلو کې درته ستا د بچو یوه زړه ویلوونکې ناخواله دراوروم او بس.
بابا!
دا څو کاله کیږي، چې ستا د بربڼ د تورخم ددې غاړې «ډکې، لالپورې او ګردي غوث» د ګلبڼ یو څو تنکي ګلونه د علم په مالیار پسې ورک لوغړن ګرځېدل. دلته یې د خپلې سیمې په ښوونځیو کې څوک خواخوږې مالیار نه موند؛ نو خپل دا ارمان یې د هاخوا تورخم په یوه پرایوېټ سکول کې ترسره کېدونکی وګاڼه؛ نو هر سهار بکسې یا بستې پر شا په هندواني پاکستاني یونیفورم کې په اردو او انګریزي زده کړې پسې له خپل کور، مور او چاپیریال نه په مخه ښه پر مزی واوړي او هلته په پردۍ ژبه پر زده کړه سربېره دا سبق هم هر سهار سندروي، چې:
پاک سرزمین شاد باد
کشور حسین شاد باد
بابا جانه!
خبره یواځې دا نه ده، چې دا ګلونه خپله خوږبویي چېرې خپروي؟ خبره دا ده، چې دا میاشت نیمه کیږي، چې ستا په هېواد کې له اوړو نه د مرغۍ پۍ جوړې شوې دي او همدې کاختۍ ددې تنکیو ګلونو کورنۍ «مور او پلار» اړ ایستي، چې خپلو ځیګر ټوټو ته ووايي، چې تاسې خو هسې هم هر سهار «پاک سرزمین» ته د دعا لپاره هاخوا ته ځئ، څه کفر به وشي، که یو سېر نیم اوړه درسره په بکسو کې راوړﺉ.
له دوی نه کوم یوه د میندو دا غوښتنه په غوږ کې نیولې، د یو کیلو اوړو کڅوړه یې په بسته کې اچولې، چې راویې ړوي؛ خو د هاخواني زیږه پښتانه خاصه دار پرې سترګې لګېدلې، په ورسره لوړ یې ماشوم دومره کیلي ویلي کړ، چې د روان شل ټېره ټېلر مخې ته یې منډه کړه او ځان یې په نهره ګېډه د عزراییل منګولو ته وسپاره.
انا الله وانا الیه راجعون
باباجانه!
دا کیسه مې ستا د اروا د عمجنولو لپاره نه، ددې لپاره وکړه، چې ستا له هاخوانیو بچو مې ګیله نشته، ګیله مې له دوی نه ده، چې دلته ولې د شپږو میلیونو زده کوونکو د پالنې له دعوې او ویاړ سره سره تنکي ګلونه په هندواني جامو کې «پاک سرزمین» ته د دعا لپاره هر سهار له خپل پښتني او افغاني فرهنګ نه د بېلتون تړون تازه کوي؟ خو هلته پرې څوک د ژوند په بیه د یو سېر اوړو قدرې پېرزو هم نه کوي.
بابا! نور دې د خپلو بچو د برخلیک په غم کې ستومانه اروا نه ستومانوم، خو همدومره دې مخاطبوم چې:
یو ځلې بیا پردې لار راشه
پر پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه
او د حمزه بابا دا وینا درډالۍ ده چې:
د حمزه کلامه اوس درته حاجت دی
په غافل قام کې تاثیر وکړه افسون شه
والسلام