غزل

  راشــــه د بنګړو په شــــــرنګ کــې پټ کړه ما لږ په الهامـــــــي اهنـــــــــګ کــې پـــټ کړه ما پريده چې سنـــــــــــدره شــــــــــم غــزل شـــــمه ســـــــم د پيغلتوب په رنګ کې پـــټ کــړه ما ســـــــــــتر ارمان مې امن دی پــــوره يې کــړه ګــرانې د ليمو په جنګ کــــې پــــــټ کـــړه ما بــــــــيا باڼه مضراب کـــړه کـه ويســــتمه دې اوس خودې د خيال په چنګ کې پټ کړه ما ګلـــــــې ســــــــــــــــر تر پايه اوروريـــــــنه يې ريږدمه بـــــس لږ په څنګ کـــې پټ کـــړه ما