يادونه

ســــــــتا يادونه راته شـــــــــــمع شي بليږي په شــــــــــــــــغلويې تيارې ټولې رڼاکيږي   زه پتنګ شم ســـــتا د مينې سرو لمبو ته ســــــوزم بيا هم زړه له تا نه نه صـــــبريږي   ســـــــــــــــتا د هجر د غرمو تاو کې کړيږم رنګ مې سـوی دتن غوښې ويلې کيږي   سترګې زما شولې څلورداستا په لوري اوښکې زما ګوره په لپو را بهــــــــــــيږي   د تياره زړګي خيالونو رڼا ســــــــــــتوريه ســـــتا د مخ انځور هر خواته را ځوړيږي  ليونۍ به شــــــــمه بيا زه ســـــــتا له غمه بيا دې زړه ولې په ما نن نه ســــــــوزيږي   راشــــــه ډکه مې لمــــن کړه په ګلپاڼـــــــو چې پرديس کې رحيمه پرې خوشاليږي