د ۹/۱۱ پيښه، ترهګري که د ښکيلاک پيلامه!

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د میاشتې یوولسمه د نړۍ په معاصر تاریخ کې د انسان په لاس په ټاکلې توګه تر ټولو وراني رامنځته کوونکې پیښه بلل شوې چې یوازې په څو شیبو کې ېې د زرګونو بیګناه کسانو ژوند واخست او په پایله کې په همدې بهانه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلواکو اسلامي هیوادونو د ښکیل کولو لړۍ پیل شوه، لومړی افغانستان او بیا عراق د امریکا او لویدیځوالو تر یرغل لاندې راغلل او په دې توګه د ښکیلاکګرو د کلونو جوړو شوو پلانونو پلي کولو ته لار پرانستل شوه.
د لسو کلونو په تیریدو سره په افغانستان کې د جګړې د په نښه شوو هدفونو له تر لاسه کولو سره سره امریکایان د لا لویو موخو او ګټو په لټه کې دي تر څو په دې توګه د جګړې لګښتونه او د سپټمبر د یولسمې زیانونه جبران کړای شي، که څه هم په عراق کې د زیاتو سرتیرو په له لاسه ورکولو سره ډیرې ګټې تر لاسه شوې او جګړه لنډه شوه خو په افغانستان کې خبره بل ډول ښکاري او کیدای شي جګړه نور لسګونه کاله هم اوږده شي او د ښکیلاک دا څپه همدلته تم شي. په امریکا کې د صهیونیزم د اغیزمن ځواک په مټ د هغه هیواد بې شمیره سرتیري او پیسې د جګړې ډګر ته استول کیږي تر څو پکې د هغوی د کلونو هیلې پوره کړي. څیړنو ښودلې ده چې د سپټمبر په نهمه په نړیوالو تجارتي مرکزونو کې د کارکوونکو یهودانو له ډلې څخه یو ېې هم دندې ته نه وو حاضر شوی او ټول ناسوب وو.
په تیرو لسو کلونو کې د جګړې د مخالفینو او خپلواکو بنسټونو له لوري په دې اړه ډیرې څیړنې تر سره شوې دي تر څو په ډاګه کړي چې آیا دا پیښه د القاعدې د غړو کار او که د پټو استخباراتي کړیو یو جوړ شوی پلان وو.
په دې لړ کې د وروستیو څیړنو پایلې ستاسې مخې ته ږدم:
له تجارتي مرکزونو سره د الوتکو له جنګیدو او چاودنو لږ وروسته یوه بله ودانۍ چې لوړوالۍ ېې د دې برجونو نږدې یو په درې وو هم ونړیده، له دې ودانۍ سره هیڅ الوتکه ونه لګیده، ټول شواهد د دې څرګندويي کوي چې دا ودانۍ په قصدي او کنټرولي توګه ونړول شوه، د امریکا د حرفه اي انجینرانو د ټولنې غړي هر یو جرج رابرتز، ډیویډ چندلر او ریچارد ګیج د انفووارز په څیړنیز مرکز کې د یوې مقالې په ترڅ کې چې عنوان ېې دی (له د ننه څخه د تجارتي مرکز د اوومې شمیرې ودانۍ چاودنه) دا پیښه تر څیړنې لاندې نیولې ده، د هغوی په وینا اوومه ګڼه ۴۷ پوړیزه ودانۍ د اور ضد فولادو څخه رغول شوې وه او د نړیوال تجارتي مرکز له شمالي برج څخه ېې څه ناڅه سل متره واټن درلود.
له دې ودانۍ سره هیڅ الوتکه ونه لګیده او یوازې په لسم پوړ کې یوه وړه اورلګیدنه رامنځته شوه، خو ناڅاپه له غرمې وروسته په ۵ بجو او ۲۰ دقیقو دا ودانۍ په بشپړه توګه ونړیده، د امریکا د سټنډرډ او تخنیک ملي اداره څرګندوي چې اوومه شمیره ودانۍ په لسم پوړ کې د اور لګیدنې او د هغو په پایله کې د حرارتي پړسیدنې (انبساط) او د اوسپنیزو تیرونو د ویجاړۍ له کبله ونړیده چې په لومړیو کې ېې ۷۹ یمه ستنه ویجاړه او ورپسې نورې ستنې ویجاړې شوې.
ځینې کتونکي په دې ودانۍ کې د ډیزلو د زیرمو شتون ته ګوته نیسې خو د سټنډرډ د ملي ادارې د راپور سره سم ډیزلو او ورسره په شمالي برج کې اور لګیدنې د ودانیو په نړیدو کې ونډه نه درلوده، له دې سره د سټنډرډ او تخنیک ادارې د چاودیدونکو مواد له کبله د رامنځته شوو ځانګړنو څخه یادونه نه ده کړې.
 د رښتیا پلټونکې ډلې د خپلو څیړنو په ترڅ کې ځینې پوښتنې رامنځته کړې دي چې په ځواب کې ېې د سټنډرډ او تخنیک ملي ادارې له ځواب ورکولو ډډه کړې ده، د نړیوال مرکز د اوومې شمیرې ودانۍ چاودنه یوه معمولي چاودنه وه خو په داسې ډول رامنځته شوه چې د نړیدنې په مهال د موندنې او لید وړ نه وه.
ویډیويي فلمونه څرګندوي چې د دوو ثانیو په واټن کې د دې ودانۍ اته پوړه چې لوړوالۍ ېې ۳۳ متره کیږي ونړیدل، د تخنیک او سټنډرډ د ملي ادارې مشر (شیام سنډر) په دې اړه داسې وايي: د ودانۍ د آزادو پریوتو (آزاد سقوط) د وخت په اړه هغه وخت خبرې کولی شو چې د ودانۍ لاندینۍ برخې په پام کې ونه نیسو، هغه وايي چې د ودانۍ د نړیدو وخت د آزادو پریوتو له وخت څخه څلویښت سلنه زیات وو چې د نړیدو په مقابل کې د ودانۍ د مقاومت په پام کې نیولو سره هومره زیات نه دی.
له دې سره د فیزیک د استاد (ډیویډ چندلر) څیړنې چې د ټلویزوني شبکو له ویډیو ګانو څخه ېې د نړیدو پر مهال د ودانۍ له تعجیل څخه تر لاسه کړي دي، څرګندوي چې وخت ته په کتو سره د آزادو پریوتو له کبله د ودانۍ په نړیدلو سترګې نشي پټیدای.
 د دې لپاره چې نړیدنه او پریوتل په عمودي ډول تر سره شي نو باید په ټولو اتو پوړونو کې د ستنو او تیرونو پراخ جال وشلول شي او په هره ثانیه کې له ۴۰۰ څخه زیات پیوندونه یو له بل څخه جلا شي، دا کار باید د نړیدو له پړاوه مخکې تر سره شي ځکه له پریوتو سره سم هیڅ توکی دلویدو د تیزۍ (سرعت) له کمیدو پرته هومره ځواک نشي اعمال کولی. له دې سره د دې ستنو د مقاومت نه شتون تر اوسه هم تر پوښتنې لاندې دی.
د هیلو خلاف هغه مقاومت چې باید دې څلویښت زره ټنیزې ودانۍ د نړیدو په وړاندې ښودلی وای، وېې نه ښود او په یوه ځل او یوه وخت ونړیده، چې دا کار یوازې د یوه دقیق مهال ویش او په ودانۍ کې د ځانګړو ستنو د ویجاړولو په مرسته کیدای شي، د یوې ځواکمنې انجینري چاودنې په مرسته داسې آسمان څکې ودانۍ نړول کیدای شي او د ویجاړولو ځانګړي شرکتونه دا کارونه په ډیر لګښت تر سره کوي.
دا ودانۍ داسې ډیزاین شوې وه چې د اړتیا پر مهال پرې له پاسه نور پوړونه هم جوړیدای شول، له دې سره د څو ثانیو په ترڅ کې د ټولو پیوندونو له شلیدلو سره چې د کږیدو سره د مقاومت لپاره نښلول شوي وو، دا ۴۷ پوړیزه ودانۍ د ۱۰ متره لوړو خاورو په ډیرۍ بدله شوه.
د بحران د فدرال مدیریت د څیړنو په ترڅ کې د فولادو د دوو بیلګو چې یوه ېې د اوومې شمیرې ودانۍ او بله د لومړي او دوهم نړیوال برج وه، د تجزېې په پایله کې تر لاسه کړه چې د اوومې شمیرې ودانۍ په فولادو کې د تودوخې د لوړې درجې او د ویلي شوي فلز د اکسیدیشن نښې شته، د فولادو پر مخ د ګرمې خوړنې له کبله د اوسپنې، اکسیجن او سلفرو ګډه مایع جوړه شوې ده، د سلفرو د سرچینې په اړه روښانتیا نشته.
اور لګیدنه او د جټ الوتکو د سوزیدنې توکي یو هم نشي کولای فولاد ویلي کړي، ان که چیرې د آزادو سلفرو شتون په دې چاپیریال کې د تودوخې د کمښت سبب شوي وي نو کوم شی کیدای شي په دې تودوخه کې د فولادو پر مخ د دې خوړنې لامل وي؟
د اوسپنې د پوډر او المونیمو ګډ مخلوط چې ترمایت نومیږي د تودوخې د درجې د لوړیدو سبب کیږي او د اور لګیدنې پر مهال د ۴۰۰۰ او ۴۵۰۰ فارنهایت تر منځ تودوخه رامنځته کوي چې د اوسپنې د ویلې کیدو له ټکي (۲۸۰۰ فارنهایت) څخه ډیره زیاته ده، کله چې آزاد سلفر نوموړي مخلوط ته ورزیات شي نو د اوسپنې او فولادو د ویلي کیدو درجه راټیټوي. د سټنډرډ او تخنیک اداره په دې اړه وايي چې دا سلفر د ودانۍ د دیوالونو په ګچو کې ګد وو خو لکه څنګه چې څرګنده ده هغه سلفر له کیمیاوي پلوه خنثی دي او په دې عملیه کې برخه نشي اخستلی.
د امریکا د ځمک پیژندنې ادارې او ناسا د نړیوال تجارتي مرکز له پاتې شونو څخه د تودوخې د لوړو درجو د موندلو لپاره حرارتي انځور اخستنه تر سره کړه چې په پایله کې ېې څرګنده شوه چې هلته له ۱۴۰۰ فارنهایت څخه د زیاتې تودوخې لرونکو ټکیو شتون درلود چې دا تودوخه د یوې اداري اور لګیدنې له تودوخې څخه ډیره زیاته ده، همدا شان له نړیدو وروسته د اوومې ګڼې ودانۍ خاورو په مخ هیڅ ډول اور لګیدنه تر سترګو نه شوه.
د ټولو پاته شونو د پورتنۍ برخې تودوخه هم د لاندینیو برخو په پرتله کمه وه چې دا تودوخه د میلیونونه ګیلنه اوبو په شیندلو سره بیا هم د اونیو لپاره کمه نه شوه.
اوس مهال د امریکا او نړۍ ۱۲۰۰ انجینران او کارپوهان د ۱۱ سپتمبر په اړه د رښتیا موندلو په ترڅ کې د علمي او قانوني مدارکو، شواهدو، انځورنو او ویډیوګانو په څیړلو کار کوي او د اوومې ګڼې ودانۍ په اړه د نوو موندنو په پام کې نیولو سره به د دوو نورو برجونو د ویجاړیدو په اړه هم له سره څیړنې تر سره شي.
پورتنیو څیړنو ته پام سره ویلای شو چې دا پیښه د نړۍ د غولولو او ښکیلاک د پراخولو لپاره یو جوړ شوی او کنټرول شوی پلان وو او د دوی په وینا هیڅ ترهګرې ډلې پکښې لاس نه درلود. له دې پيښو وروسته د نړۍ په کچه د مسلمانانو او نور مذهبونو د پیروانو تر منځ درزونه ژور شول او د ډیرو ورانیو او شخړو لامل شو. که څه هم اسامه ظاهرا اسامه بن لادن له دې پیښې ډیر وروسته پړه په غاړه واخسته خو ویل کیږي چې دا  کار یوازې د ډیرو تندلارو د ګمارلو او پر القاعدې د هغوی د باور تر لاسه کولو لپاره وو.
اوس داسې ښکاري چې دا بهانه او د نورو لمن ته وراچول شوی اور ېې له خپلو جامو هم راتاو شو او لرې نه ده چې د دوهم ویتنام په پیښه به په بله بڼه یو ځل بیا تکرار شي، د تیر اګست میاشت د امریکايي ځواکونو لپاره هم په عراق او هم افغانستان کې برخلیک ټاکونکې وه، په دې میاشت کې په عراق کې هیڅ امریکايي سرتیری ونه وژل شو خو په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو ډیر امریکايي پوځیان په همدې میاشت کې ووژل شول، د امریکا د سیاستوالو کورني کړکیچونه، وټیزې (مالي) ستونزې او له جګړې سره مخالفت هغه څه دي چې امریکا ېې د تاریخ په نرۍ څڼده درولې ده.
د یو خپلواک او سوکاله افغانستان په هیله.
محمود سعید