دا د پاكستان د وجود دوه برخو كې تقسيميدو نه درې كاله پس خبره ده ، د كال 1974ء زمانه وه ، دې وخت ګرده نړۍ كښې د ايټمي وسلو لرونكو هيوادونو شميره پنځه وه ، چې پكښې امريكا ، روس ، برطانيه ، فرانس او چين شامل وو ، كه مونږ دې پنځو واړو ملكونو ته زير شوو نو دا خبره به څرګنده شي ، چې دا ټول په ټول غير اسلامي هيوادونه وو ، دې وخت پورې يو اسلامي هيواد نه خو ايټمي وسله لرله او نه ئې دې لورې ته پام و ، خو الله رب العزت د هندوستان نه دا كار واخستو چې د دوى ذريعې سره مسلمانانو كښې هم د ايټم وسلې جوړولو جذبه پيدا شى ، او ايټمي وسله تر لاسه كړي ، هندوستان د سيمې مسلمانانو د ختمولو دپاره دا هڅه وكړه ، چې دې سره دا خبره لازمه وه ، چې د سيمې مسلمانان به د ګواښ سره مخ شوي وي ، كه مونږ هندوستان ته زير شوو نو دا خبره ګردې نړۍ ته معلومه ده ، چې هندوستان د پاكستان ازلي دښمن و ، او د پاكستان د ازادي ئې د زړهْ نه نه وه تسليم كړې د دې كبله هندوستان تل په دې هڅه كښې و ، چې د پاكستان ازادۍ او خپلواكۍ ته زيان و رسوي ، هم دا وجه ده ، چې 1974ء پورې دپاكستان او هندوستان تر منځ دوه جنګونه هم وشول ، د هندوستان هم دې سازشونه له كبله د پاكستان د وجود برخه چې نن د بنګلاديش په نوم ياديږي ، جدا شوه ، د بنګلاديش د جدا كيدو سره هم د هندوستان ارمان پوره نه شو ، هغوي خو دا غوښتل چې د سيمې د مسلمانانو خپلواكي په خپلې ولكه كښې واخلي دې سره د هغوي منصوبه پاې ته و نه رسيده ، دې دپاره دوي دې هڅه كښې شول ، چې يوه داسې ټيكنالوجي تر لاسه كړي چې په مسلمانانو برى بيامومي او دوي د هغې د مقابلې نه عاجز شي او بيا پخپله د هندوستان قدمو كښې سر كيږدي او ورته تسليم شي ، دې دپاره هندوستان د ايټمي وسلې حاصلولو كوښښ په تندۍ سره جاري ساتلى و ، كه مونږ د هندوستان ايټمي پروګرام ته زير شوو نو دا خبره به راڅرګنده شي ، چې د هندوستان ايټمي پروګرام هم د بل چا په سازش جوړ شوى و ، چې هغوي د هندوستان ايټمي پروګرام ته وده د يو اسلامي هيواد د مخنيوي دپاره وركړې وه ، هم دا وجه وه ، چې هندوستان د راجستهان سيمه كښې دوه ايټمي چاودنې وكړې ، چې دې سره دا خبره واضحه وه ، چې دا د پاكستان د سلامتيا دپاره يوه ښكاره دړكه وه ، او د دې ټول سازش د پاكستان دپاره جوړ شوى و ، دې دپاره هغه پاكستان كښې د پاكستان پيپلزپارټۍ باني ذوالفقار علي بټو حكومت و ، نوموړي ته دا احساس و چې كه پاكستان زر تر زره ايټمي قوت نه شو ، نو خداې مكړه زمونږ د هيواد دښمن هندوستان چرته زمونږ د هيواد وجود ختم نكړي ، ذوالفقار علي بټو د دې چاودنو نه پس په هيواد كښې دا نعره ولګوله چې (روكهي سوكهـي كهاينګى ايټم بم بنائينګى ) وچه سپوره به خورو ايټم بم به جوړه وو ، كه مونږ د نوموړي دې نعرې ته زير شوو نو دا خبره به څرګند شي چې نن هم پاكستان ته د داسې ليډرانو ضرورت دى ، چې تشې نعرې نه وهي ، بلكې عملي ګامونه پورته كړي ذوالفقار علي بټو هم داسې وكړل او په دې تلاش كښې شو ، چې زر تر زره پاكستان هم د ايټمي وسله لرونكو هيوادونو نه شي او هندوستان ته غاښ ماتونكى ځواب و وائي ، او ايټمي وسلې لړ كښې چې هندوستان كومه برتري تر لاسه كړې ده ، هغه هم ختمه شي ، هم دې تلاش دوران كښې د نوموړي عقابي نظر په ډاكټر عبدالقدير خان پريوت ، ډاكټر عبدالقدير خان په حقيقت كښې پاكستان سره بې كچه مينه لرله او پكښې د ايټم بم جوړولو صلاحيت هم و، دهْ خپل ځان د پاكستان ايټمي وسلې جوړولو دپاره وړاندې كړو ، ذوالفقار علي بټو سمدستي دهْ ته د پاكستان ايټمي قوت جوړولو دپاره ډاكټر عبدالقدير خان ته دا ټارګټ وركړو ، او هر قسمه ازادي ئې ورته وركړه ، نوموړي په 1976ء كښې په ايټمي وسلې كار پيل كړو ، او 1986ء كښې د صدر جنرل ضياء الحق په دور كښې دا پروګرام پاې ته ورسيدو او پاكستان نړۍ كښې غير اعلانيه ايټمي قوت شو ، خو پاكستان د دې اعلان و نكړو ، دې دوران كښې پاكستان د افغانستان په محاذ د خپل افغان ورونو سره د روس خلاف جهاد كښې مشغل و ، او د بلې خوا د هندوستان مكاره هندو د پاكستان وجود خلاف خپل سازشونه ورځ په ورځ غزول ، روس چې د هندوستان لوي ملګرى و او هر كله چې روس په افغانستان كښې ماتې و خوړه نو هندوستان د دې خبرې نه مايوسه شو ،چې ګنې اوس به پاكستان په اسانۍ سره رالاندې كړي دې پاره د هندوستان د هغې وخت واكمنو 11 مئي 1998ء كښې يو ځل بيا د راجستهان سيمه كښې درې ايټمي چاودنې وكړې او د نړۍ شپږم ايټمي قوت كيدو اعزاز ئې تر لاسه كړو ، په دې موقعه امريكا او دوه مخيزه نړيواله ورورولي خاموشه ناست و او تش د غندنې يو څو بيانونه ئې وركړل ، د هند دا اعزاز تر لاسه كول وو ، چې د هندوستان د ماشوم ماشوم سترګې بدلې شوې ، بيا د هند سياست دان و ، كه طالب ، او كه د ژوند هرې طبقې سره به ئې تعلق لرلو دا غوښتنه شروع كړه چې فوځ په فوري توګه په پاكستان بريد وكړي ، كه يو خوا ته د هندوستان چاودنو د پاكستان سلامتيا د ګواښ سره مخ كړه ، نو بل خوا دې بيانونو سره د پاكستان اولس هم د سخت تشويش سره مخ شول ، د هغې وخت حكومت نه چې مشري ئې ميا محمد نوازشريف كوله دا غوښتنه وكړه ، چې هند ته دې غاښ ماتوونكى ځواب وركړى شي، په دې لړ كښې په حكومت د فشار دپاره اولس احتجاجي مظاهرې او لاريونونه ويستل شروع كړل ، په حكومت د يوې خوا د اولس سخت فشار و چې ايټمي چاودنې دې زر تر زره وكړآ شي ، د بلې خوا په حكومت د امريكې او دوه مخيزه نړيواله ورورولۍ هم سخت فشار و ، چې دوي دا غوښتل چې پاكستان دې په دې حقله د صبر او زغم نه كار واخلي او ايټمي چاودنې دې نه كوي ، خو دا څرګنده خبره وه ، چې ايټمي چاودنې كول او نه كول د پاكستان راتلونكي وخت سره تعلق لرلو هم دا وجه و ، چې د هغې وخت منتخبه حكومت وزيراعظم د امريكې او دوه مخيزه نړيواله ورورولۍ ټول وړانديزونه او فشارونه رد كړل او په 28 مئي 1998ء ئې هغه تاريخ پريكړه وكړه ، چې نن په ګرده نړۍ كښې يوازې د پاكستان اولس نه بلكې د ګردې نړۍ مسلمانان وياړ كوي ، 28 مئي 1998ء تاريخي نيټه چې څنګه راورسيده او پاكستان د هندوستان دريو ايټمي چاودنو ځواب كښې پنځه ايټمي چاودنې وكړې دې سره ګرده نړۍ كښې مسلمانانو د خوشحالۍ څرګندونې وكړې دې چاودنو سره پاكستان د نړۍ اووم ايټمي قوت اعزاز تر لاسه كړو ، او دا ځانګړى اعزاز ئې هم تر لاسه كړو ، چې نړۍ كښې پاكستان وړمبى او ځانګړى اسلامي هيواد دى چې ايټمي وسله لري هم دا وجه ده ،چې كله پاكستان د هندوستان ايټمي چاودنو ځواب كښې چاودنې وكړې نو دوي دا چرته زغملى شول چې پاكستان او بيا په تيره يو اسلامي هيواد دې ايټمي وسله تر لاسه كړي امريكې او دوه مخيزه نړيواله ورورولۍ په پاكستان په فوري توګه بنديزونه و لګول ، پكار خو دا وو چې امريكې او دوه مخيزه نړيواله ورورولۍ لكه څنګ چې د هندوستان په ايټمي چاودنو غندنې كړې وه ، داسې د دې غندنه كړى وى ، په ځاې د دې دوي په پاكستان اقتصادي او فوځي ناروا بنديزونه و لګول ، او خپل حقيقي مخونه ئې لوڅ كړل ، يو خوا ته تشې غندنې كوي او بلې خوا بنديزونه لګوي يوې خوا ته چې كله هندوستان د جارحيت دپاره بم جوړوي د هغوي حوصله زياتول كيږي او بلې خوا چې پاكستان د خپلې سلامتيا او خپلواكۍ او دفاع دپاره بم جوړوي نو په هغې بنديزونه لګول كيږي دې سره دا خبره ثبوت ته ورسيده ، چې اصل كښې دوه مخيزه نړيواله ورورولي دا غواړي چې هيڅ يو مسلمان هيواد ايټمي وسله تر لاسه نكړي ، هم دا وجه ده ، چې نن هم دا امريكا او نړيواله ورورولي د هندوستان سره ايټمي لوظنامې كوي او پاكستان ته دا وائي چې دوي سره د داسې لوظنامو ضرورت نشته دى ، او دې دپاره ئې دا دليل خپل كړى دى چې د دوي ايټمي وسله خوندي نه ده ، دا خبره په ګرده نړۍ څرګنده ده ، چې د پاكستان ايټمي وسله تر ګردې نړۍ تر ټولو هيوادونو خوندي ده ، د هغې لوي دليل دا دآ چې امريكې ، اسرائيل او هندوستان څو څو وارې دا كوښښ وكړو ، چې د پاكستان ايټمي وسله ختمه كړي او په دې بريد وكړي ، خو د امريكې سي ائي اى چې ګردې نړۍ كښې دا شهرت لري چې دوي د هر څه معلومات په څو ساعتونو كښې لګوي تر نن ورځې پورې هم په دې نه پوهيږي چې د پاكستان ايټمي وسله كوم ځاې او څومره مقدار كښې ده ، په اصل كښې د پاكستان ايټمي وسله خوندي ده او كه نده خوندي نو رښتيا خبره خو دا ده ،چې هغه د امريكې ايټمي وسله ده ، چې د هغې لوي دليل د هيروشيما ناګاساكا تباهي ده ، چې پكښې اندازاً 1000000 عام وګړي ووژل شول ، كه امريكې ايټمي وسله خوندي وى نو د دوي بم به د جاپان په عام اولس نه وريدآ ، نړيواله ورورولۍ كه فكر كوي نو د امريكې د ايټمي وسلې دې وكړي ، ځكه چې دا خبره شونې ده ، چې هسې نه چې د امريكې وسلې د ترهه ګرو او انتها خوښو په لاس و نه لګي او نړۍ د بل ګواښ سره مخ نه شي ، ځكه چې د دې نه وړاندې امريكې د جاپان دوه ښارونو باندې د ايټم بم د بريد سره دا خبره ګردې نړۍ ته څرګنده كړه ، چې د دوي ايټمي وسله خوندي نه ده ، او كه نړۍ د ګواښ نه ځان زغورل غواړي نو ورته پكار دي چې د امريكې ايټمي وسلې خوندې كولو دپاره دې په چټكۍ او تندۍ سره ګامونه پورته كړي ، هسې نه چې د نړۍ نور معصومان د امريكائي انتها خوښو ښكار نه شي ، زمونږ د خبرې مقصد دا دى چې د پاكستان ايټمي وسله خوندي ده ، كه د پاكستان يو ايټمي سائنسدان دا اعتراف ( چې خداې خبره په زوره ئې د ټي وي كيمرې ته مخامخ كيښنولى و او كه نه په هيواد ئې د نړيوال فشار كمولو دپاره دا تور په خپله غاړه واخست) كړى دى چې مونږ ايران او داسې نورو هيوادونو ته ايټمي وسله وركړې ده ، نو امريكې خو د دې نه وړاندې خپل غير ايټمي اتحاديانو بلجيم ، هالينډ ، اټلي ، جرمني او داسې نورو هيوادونو ته وركړې ده ، پكار خو دا وو ، چې اول حساب دې د امريكې نه شروع كړى شي ، چې اول خو امريكې ايټمي وسله ولې استعمالوله او بيا ئگگې نورو هيوادونو ته چې كوم پورته ذكر شول ولې دا وسله وركړه او په دوي ئې ولې خرڅه كړه ، يوازې دا نه اسرائيل چې نړۍ كښې د مسلمانانو لوي دښمن دى اول خو ئې د مسلمانانو په زمكه قبضه وكړه او د اسرائيل ناجائزه وجود ئې پكښې قائم كړو او بيا ئې دوي ته ايټمي وسله وركړه ، چې نن هم دا خبره په ريكارډ موجوده ده ، چې اسرائيل سره اندازاً دوه سوه ايټم بمونه دي ، چې اوس اوس د امريكې يو پخوانى صدر د هغې اعتراف هم كړى دى او وئيلي دي چې اسرائيل سره 150 ايټم بمونه شته ، امريكا دې پخپله ايټمي وسله هم استعمالوي ، دا دې په نورو هم خرڅوي او دا دې يو داسې هيواد ته وركوي چې د هغې دلاسه د نړۍ هر پنځم سړى ( مسلمان) په عذاب دى ، خو دې سره هيڅ حساب نشته ، د نړۍ نور پنځه هيوادونه چې په هغې كښې برطانيه ، فرانس ، چين او روس شامل دي او دا خو لا څه كوې اوس دې ايټمي قوتونو كښې د شمالي كوريا زياتولى هم شوى دى ، د دې ټولو په حقله امريكا او دوه مخيزه نړيواله ورورولي خاموشه ده ، او د دوي په حقله نه خو څه ګام پورته كوي چې دوي دې وسله كښې زياتوالى نه كوي او نه ئې كله په دې تشويش ښكاره كړو چې د دوي وسلې خوندي نه دي بلكې كه مونږ زير شوو نو ګرده نړۍ كښې امريكا او يورپي ميډيا دا پروپيګنده كوي چې د پاكستان ايټمي وسله خوندي نه ده ، او په دې حقله سخت نه سخت ګامونه ئگې هم پورته كړي دي په پاكستان ئې اقتصادي او فوځي بنديزونو هم ولګول ، خو د حيرت خبره ده ، چې د په پاكستان خو د ايټم بم جوړولو جرم كښې بنديزونه هم لګول كيږي ، د دې اثاثې هم تړل كيږي خو كله هم مونږ دا خبره وانه وريده چې د پاكستان نه سيوا په بل ايټمي وسله لرونكي مثلاً چين ، فرانس ، برطانيه ، روس ، هندوستان او يا شمالي كوريا هم څه دا قسمه بنديزونه لګول شوي دي اخر دا ولې ؟ دا ځكه چې نړيواله ورورولي د پاكستان سره تعصب نه لري بلكې د دوي اصل وجه دا ده ،چې دوي دا نه غواړي چې نړۍ كښې دې يو اسلامي هيواد هم سر پورته كړي ،ځكه چې نړيواله ورورولي په دې خبره يريږي چې هسې نه دا ايټمي وسلې نور اسلامي هيوادونه هم تر لاسه نكړي ځكه چې كه دا اېټمي وسلې نورو اسلامي هيوادونو تر لاسه كړې نو بيا به دوي د امريكې او دوه مخيزه نړيواله ورورولۍ په جالونو كښې نه راګيږي ، او د دوي په هرې خبرې به هاو هاو نه كوي ، بلكې د دوي په سترګو كښې به سترګې اچوي او د دوي نه به خپل حق په زوره غواړي چې هم دې حساب كتاب نه نه صرف دا چې امريكا يريږي بلكې دوه مخيزه نړيواله ورورولي هم د دې نه يريږي ،مسلمانانو ته پكار دي چې په يو غږ سره د نړيواله ورورولۍ نه د دوي د دوه مخيزې پاليسيو په حقله غوښتنه وكړي چې همغه وسله امريكې سره هم شته او اول هم دوي دا وسله جوړه كړې چې نړۍ د ګواښ سره مخ كړې ، او بيا برطانيه ، روس ، چين ، فرانس ، هندوستان او شمالي كوريا هم دا وسله تر لاسه كړې نو بيا دوي ته ولې دا صرف د پاكستان ايټمي وسله ښكاري ؟ د دې واضحه مطلب د اسلام او مسلمانانو سره تعصب دى ، پكار خو دا دي ،چې اول دې په امريكې بنديز ولګول شي ، او بيا په نورو هيوادونو ځكه چې نړۍ كښې پاكستان هغه ځانګړى هيواد دى چې د هغې ايټمي وسلې دپاره سيكورټي كونسل په هيواد كښې موجود دى او دا د ايټگمي وسلې څارنه كوي چې د دې ادارې غړو كښې د پاكستان صدر ، وزيراعظم او چيف اف ارمي سگټاف شامل دي ، كه مونږ د امريكې او نړيواله ورورولۍ دوه مخيزه پاليسيو ته زير شوو نو دوي خپل ټول فشار په پاكستان اچوي او دا غواړي چې د پاكستان ايټمي وسله د منځه يوسي، د پاكستان ايټمي وسلو كښې د عيسائي نړۍ دلچسپۍ اندازه د دې ځاې نه لګي ، چې د امريكې صدارتي انتخاباتو ته د ډيموكريټك كانديده او د امريكې پخواني صدر اعظم ميرمن خپل هيواد كښې دا غږ پورته كړى دى چې كه اولس دا منتخبه كړه نو دا به د برطانېې مرستې سره د پاكستان ايټمي وسله د خپلې څارنې لاندې راولي د پاكستان ايټمي وسله يوازې دا نه چې د پاكستان ايټمي وسلې په نوم ياديږي بلكې چې كله پاكستان ايټمي چاودنې وكړې نو د اسرائيلو ورځپاڼو خپل ليډ( سر ليكنه ) د اسلامي ايټم بم په نوم سره لګولى و ، چې هم دا وجه ده ، چې نن هم د پاكستان ايټمي وسلې ته دا اعزاز حاصل دى ، چې دا يوازې د پاكستان اېټمي وسله نه ده ،بلكې دا ګرده نړۍ كښې ميشته يو نيم ارب نه زياتو مسلمانانو وسله ده ، د پاكستان حكومت ته پكار دي چې په ځاې د دې چې د امريكې نه بخښنې غواړي د امريكې نه دې دا غوښتنه وكړي ، چې دوي دې هم خپله ايټمي وسله نورو هيوادونو باندې نه خرڅوي ځكه چې امريكې او برطانې اسرائيل ته اېټمي وسله وركړې ده ، چې په دې نه صرف دا چې امريكې او برطانې خاموشي اختيار كړې ده ، بلكې په دې حقله نړيواله ورورولۍ او ملل متحد هم مجرمانه خاموشي اختيار كړې ده ، د دې نه علاوه لكه څنګه چې مخكښې دا خبره څرګنده شوه ، چې امريكې خپل غير ايټمي اتحاديان بلجئيم ، جرمني ، هالينډ ، اټلي او داسې نورو هيوادونو ته هم ايټمي وسله وركړې ده او په دوي ئې خرڅه كړې ده ، د دې نه علاوه ئې هندوستان سره هم ايټمي موادو دپاره ډاګيزه لوظنامه كړې ده ، دې دپاره پاكستان هم دا جواز لري چې خپله ايټمي وسله خپلو اسلامي ورونو ته ورسوي ، او كه په دې حقله نړيواله ورورولي يا امريكا څه وئيل غواړي نو اول حساب دې هم د امريكې څخه شروع كړى شي ، ځكه چې كه امريكې سره حساب وكړى شو ، نو د ايټمي وسلو اخستل خرڅول به پخپله ودريږي ، د پاكستان او د اسلامي اېټمي وسلې ذكر و شي او پكښې د ډاكټر عبدالقدرير خان ذكر و نه شي دا به داسې وي چې يو انسان خو وجود ته راشي خو د هغهْ مور پلار نه وي او زمونږ دا ايمان دى چې د ادم عليه السلام او بي بي حوا نه پس اوس بل داسې څوك نشي راتلى سيوا د حضرت عيسى عليه السلام نه چې بې د پلاره د الله امر كن سره پيدا شوى و ، د افسوس خبره خو دا ده ، چې زمونږ د قوم او ملت او امت د موجوده دور محسن چې يوازې دا نه چې پاكستاني د اولس سر ئگې په سائينسي نړۍ كښې سر د اغيار مقابلې كښې جګ كړو بلكې ګرده نړۍ كښې ميشته يو نيم ارب مسلمانانو سرونه ئې جګ كړي دي خو مونږ په ځاې د دې چې هغهْ ته د هغهْ د احسان بدل وركړى وى ، نن د پاكستان حكومت هغه د امريكې په فشار نظر بند كړى دى ، او دې دپاره ئې دا جواز خپل كړى دى ، چې د نوموړي ژوند ته خطر دى چې خطگر دى نو د دهْ د سيكورټي دې هم داسې انتظام وكړى شي ، لكه څنګه چې د صدر او وزيراعظم يا دملك نورو اثاثو كولى شي ، ځكه چې زمونږ هيواد كښې چې څومره خطر صدر ته دى دا وخت ګرده نړۍ ته دا خبره څرګنده ده چې دومره خطر بل هيڅ چا ته نشته دى ، خو د دې باوجود بيا هم صدر په ازادانه توګه ګرځي راګرځي خپلو خپلوانو سره مخ كيږي ، بهرملكي سفيرانو هئيتونه سره ليدنه كتنه كوي خو د ملك محسن د خپل كور وګړو سره هم نشي مخ كيدى دا د كوم ځاې انصاف دى ، اوس ملك كښې سياسي ګوندونو حكومت تر لاسه كړى دى ډير وخت پس پاكستان كښې جمهوري نظام راغلى دى ، خو افسوس په ځاې د دې چې دوي بې د څه تمهيده دهْ ته ازادي وركړى وى ، اوس دوي هم د امريكې د فشار لاندې راغلي دي ، دوي ډاكټر عبدالقدير خان ته د ازادۍ په ځاې لږ څه سهولتونه وركړي دي ، چې هغه هم د حكومت د پاره د شرم نه كم نه دي ، د اليكشن دوران كښې خو سياست دانانو هم دا نعرې وهلې چې دوي به ډاكټر عبدالقدير خوشي كوي او د اليكشن نه يوه ورځ وړاندې خو د ايټمي چاودنې كوونكي وزيراعظم ميرمن دا خبره هم كړې وه ،چې كه دوي اليكشن كښې برى بياموندو نو دوي به ډاكټر عبدالقدير د صدرات دپاره ټاكي ، خو د اليكشن نه دوه درې ورځې پس خداې خبر په هغې وزيراعظم څه چل و شو ، چې د خپلې ميرمن د خبرې نه هم بخى منكر شو او دا خبره ئې ضروري و ګڼل چې د دې بيان وضاحت وركړي چې مونږ داسې خبره نده كړې چې ګوندې ډاكټر صيب به د صدارت دپاره كانديد كوو ، پيپلزپارټي چې د چا باني ته دا اعزاز حاصل دى ،چې هغهْ دا هيرا خپل كور ته راوړې وه ، او نن چې ګرده نړۍ كښې پاكستان او مسلمانان په كوم ايټم بم وياړ كوي ، كه دا و وئيل شي چې دا د ذوالفقار علي بټو كارنامه ده ، نو كمه به نه وي ، خو د دوي د روې نه خو داسې ښكاري لكه چې دوي ته د ايټم بم نه د سره نه ضرورت نشته دى، د پاكستان د محسن په حقله دوي مكمله خاموشي اختيار كړې ده او په ځاې د دې چې د خپل باني ذوالفقار علي بټو دا يادګار ته ئې عزت وركړى وى ، غلي ناست دي او د حكومت مزې اخلي او محسن ئې د كلونو نظر بندۍ لـه كبله د سختې ناروغۍ سره مخ دى ، يوازې دا نه چې د پاكستان اولس ، سياست دانانو ، طالبعلمانو ، وكيلانو ، او د ژوند هرې طبقې سره تعلق لرونكي دې د اسلامي نړۍ اېټم بم جوړونكي محسن دپاره غږ پورته كړي بلكې نړۍ كښې موجود هر اسلامي هيواد او د هغې اولس ته پكار دي چې د خپل دې محسن د خوشي كولو دپاره دې غږ پورته كړي او د نړيواله ورورولى دوه مخيزه پاليسيو خلاف دې راپورته شى ځكه چې څنګه ايټم وسله د نړۍ د نورو هيوادونو حق دى هم داسې مسلمانان هم دا حق لري چې د خپلې دفاع او سلامتيا دپاره ايټمى وسله تر لاسه كړي ځكه چې د كلونو نظر بندۍ او ځان ته قيد كښې وسيدو لـه كبله زمونږ دا محسن د زړهْ ناروغۍ كښې اخته دى ، دا يو حقيقت دى چې مرګ حق دى كافر دى او كه مسلمان هغه دا خبره مني چې مرګ يو نا يو ورځ په خپل ټاكلي وخت راځي خو كه خداې مكړه دې قيد دوران كښې په دهْ څه و شول نو دې سره به حكومت د سخت ګواښ سره مخ شي ، ځكه چې بيا كه حكومت هر څومره دليلونه ، رپورټونه وړاندې كړي او هر څومره كمگيټۍ جوړې كړي اولس ئې په هيڅ شان نه مني ځكه چې اوس د اولس حكومت او سياست دانانو نه باور پورته شوى دى ، دې دپاره هم حكومت ته پكار دي ، چې د نوموړي خوشي كولو دپاره دې زر تر زره ګامونه پورته كړي ځكه چې اولس اوس نوموړى په هيڅ شان قيد كښې ليدل نه غواړي ګنې حكمرانان دې دا خبره ياده لري چې دا حكومت كښې د دوي به اخري ځل شي ، او بيا دپاره به اولس نه خو په دوي باور كوي او نه به د بيا دپاره دوي دا مقام تر لاسه كړي ، ډاكټر عبدالقدير د پاكستان او مسلمانانو هيرو و او دى او همش دپاره به دا د پاكستان او د مسلمانانو هيرو وي او څوك چې دا وائي چې دا اوس زما هيرو نه دى اصل كښې دوي د هم هغې اغيارو ايجنډا تر سره كول غواړي چې څوك د پاكستان ايټمي وسله نشي زغملى او دې هڅه كښې دي چې دا وسله په څه نا څه طريقې سره د منځه يوسي ، كه مونږ اوس په فوري توګه د محسن المسلمين د خوشي كولو د پاره غږ پورته نكړو نو نه خو به مونږ تاريخ و بخښي او نه به مونږ نړۍ كښې هسك سر و ګرځوو ، او نه به بيا څوك د مسلمانانو سرلوړۍ دپاره ګام پورته كړي ، د 28 مئي ورځ ايټمي نړۍ كښې د مسلمانانو د فخر او وياړ ورځ ده ، په دې ورځ ډاكټر عبدالقدير په اغيارو دا خبره ثابته كړه ، چې مسلمانان د ژوند په هيڅ يوې شعبه كښې د دوي نه كم نه دي بلكې د ژوند هرې شعبه كښې دوي د اغيارو نه مخكښې دي هم دا وجه ده ، چې دوي ورته پسخيږي ، او په ډاكټر عبدالقدير خان تورنه لګوي ، په داسې موقع د امريكې مثال خو څه داسې راځي لكه څنګه چې د پښتو مشهور متل دى چې
"چاڼ كوزې ته وائي تا كښې څو سوري دي "
د اېټمي وسلو پيل خو امريكې كړى دى اول خو ډاكټر قدير په دې كښې ملوث نه دى بلكې واقعي په دهْ فشار راوړل شوى دى ، چې دا تورونه قبول كړي او كه بيا د ايټمي وسلې خرڅولو كښې ملوث هم وي نو بايد نړيواله ورورولي دې د انصاف څخه كار واخلي چا چې د دې بنسټ ايښودى دى اول حساب دې د هغوي نه شروع شي بيا به پاكستان پخپله د ډاكټر عبدالقدير سره حساب وكړي اخر كښې مونږ د پاكستان اولس ، سياست دانانو او د ژوند هرې شعبې سره تعلق لرونكو او حكومتي واكمنو نه دا غوښتنه كوو ، چې د ډاكټر عبدالقدير خوشي كولو دپاره دې اقدامات پورته كړي او بيا د ګردې نړۍ مسلمانانو واكمنو او اولس څخه دا غوښتنه كوو چې په پاكستاني حكومت دې فشار راوړي او د مسلمانانو فخر او عزت كښې زياتوالى كوونكى محسن د زر تر زره راخوشي كولو دپاره دې خپل كردار تر سره كړي دې وخت په پاكستان كښې د پيپلزپارټۍ حكومت دى ، او دوي چې څه هم و غواړي هغه كولى شي ، د پاكستان پيپلزپارټى سياست دانانو ته پكار دي چې د خپل ليډر او باني دا ملغلره (ډاكټر عبدالقدير) دې خوشي كړي او د خپل ليډر ذوالفقار علي بټو هغه اقدامات چې د كومو ستائينه چې ټول اولس كړي ده، واپس بحال كړى د 1973ء ائين دې بحال كړى شي ،قاديانيان چې د مسلمان په جامه كښې مسلمانان غولوى او د هم د دوى مشر ته دا اعزاز حاصل و ، چې قاديانيان ئې غير مسلمه ګرځولي وو ، د امريت ملاتړ نه دې ډډه وكړي ، كه د پيپلزپارټۍ موجوده واكمنو په دې موقع ډاكټرعبدالقدير خوشي كړو نو كيدى شى چې دې سره د دوي غورزيدلى ساك اولس كښې بيرته ښهْ شي هيله ده دوي به په دې حقله زرتر زره غور او فكر وكړي
وروستي