
ته بيلګه وې د غيرت او ساتندوی د خپل عزته په تا فخر ستا بچيان کړي سپاهي د خپل وطنه مور به ستا کيسې کولې تړمې اوښکې تويولې بياپه پټه خوله به يې تانه زړه کې هم ګيلې کولې تا ارمان په زړه لرلو چې به نوم ستا روښان نشي نه هيلی وې له وارثه چې به نوم ستا بيا ياد نشي ستا شمله اوچتومه ستا به نوم ژوندی کومه ستا درګاه ته به درځمه دوړې ستا به پاکومه دا وعده ستا د بچۍ ده اراده د ګلالۍ ده تا به توره توره ويلې بابو جانه دې زمرۍ ده ستامزارته به ډيوه شم پشتونجاره درنه جارشم ستا دورې ګڼو اغزو ته به زه ښکلی ارغوان شم پلاره کاشکې مې ليدلی يا په خوب کې مې راتللی يو تپوس مې درنه کړلی چې وم څومره نازولی ستا ارواح ته ښادي غواړم هم فردوس نوراني غواړم رحيمه درته دعا کړي چې د قبر روحاني غواړم