اسلام په خپل طبعي ځواک د اروپا بندې دروازې پرانيستې !!!

ليکنه: صلاح الدين صيفى- برلين سره لدې چې لويديځې نړۍ د دوى د آزادۍ، ډيموکراسۍ، والي او بشرپالنې د شعارونو په خلاف د اسلام او دهغه د ګران پيغمبر صلى الله عليه وسلم پرضد په ګڼو برخو او مختلفو ډولونو تر ټولو سختې حملې او تبليغات پېل کړي، چې د سياست والواو د سيمي دمذهبې واکمنو له خوا د مسلمانانو په خلاف تبعيضي او توکميزې پارونې، په قرآن کريم او د مسلمانو ښځو په حجاب نيوکې، په پرله پسې ډول د چاپي،غږيزو اوانځوريزو رسنيو اوکولتوري مرکزونو له خوا د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په شخصيت باندې تېرى، او د اسلام ددين په هکله نور ګڼ شمېر ناروا او له حقيقته لرې تبليغات  پکې شامل دي،د دې تر څنګ په لويديځ کې پر مسلمانانو هر اړخيز او تل پاتې  فشارونه، د دوى مذهبي، علمي او کولتوري  موسسو ته ستونزې جوړول، په لويديځ کې د دوى په تګ راتګ محدوديتونه او داسې نورې کړنې  شاملې دي.
 سره د دې چې لويديځ له هغې ورځې چې مسلمانان يې  له اندلس څخه شړلې او خپل استعماري حرکت ته يې پراختيا ورکړې، تر دې چې زموږ په اسلامي نړۍ يې لويه حمله پېل کړه، ډېري هڅې  يې کړي چې د دوى او اسلامي نړۍ تر منځ د برلين  ددېوالونو په شان  لوى لوى ټولنيز، فرهنګي سياسي  او امنيتي  ديوالونه ودروي، خو بيا هم اسلام توانېدلى  چې د اروپا نقشه بدله کړي او د لويديځې نړۍ ټولې جغرافيې ته ځان ورسوي لکه څه ډول  چې لويدځ هم پخوا او هم  اوس  دا توان موندلى  چې زموږ تر کوره دلويو جنګې بېړيو او بم ْورځونکو الوتکو په سرځان را ورسوي، خو دومره خبره ده چې لويديځ ته د اسلام د ورتګ او هلته د خپريدو او زموږ تر کوره د دوى د راتګ تر منځ ډېر توپېر لېدل کيږي.
هغوى توانېدلي چې د وسلو په زور زموږ تر کوره ځان را ورسوي خو اسلام په خپل طبعي ځواک، په روښانه او بنسټيزو لارښوونو، او سپيڅلې قانون   توانيدلى چې د لويديځې نړۍ نقشه ځان ته هواره او ځان د لويديځ د ځوانانو، پيغلو او پوهانو زړونو ته ورسوي، تر دې چې دې حالت لويديځوال مجبور کړي چې داسلام په  اړه  پلټنې وکړي، د همدې موخې لپاره يې څيړنيز مرکزونه او نورې لويديځوالې موسسې په کار ګمارلې تر څو هغه لاملونه او غوښتنې پېدا کړي چې اسلام ته د لويديځوالو د ورګرځېدو او دهغوى له خوا  اسلام د منلو لامل گرځېدلى.
څېړنې او راپورونه:
اوسنۍ څېړنې چې د ( سويست) موسسې ،  په آلمان کې د اسلامي ارشيف په واک کې ورکړې ښکاروي  چې په آلمان کې د (2003)زېږديز کال د مارچ د مياشتې څخه بيا د (2005) زېږديز کال د جون تر مياشتې پورې د مختلفو اديانو تر 400 زياتو پيروانو خپل پخوانى دين پرې اېښى او اسلام يې منلى ،  چې دا شمېره د 2003   زېږديز کال د شمېرنې څلور برابره زياتوالى ښکاروي. ، څيړنه زياتوي: پخوا به ډېرو هغو جرمني مېرمنو اسلام مانه چې د مسلمانو ځوانانو سره به يې واده کړى و، خو دې حالت اوس بدلون  موندلى، اوس نارينه او ښځې د نورو لاملونو له امله لکه د نفسي ډاډ او داخلي آرامتيا په لټه  او د نورو سره د نژدې والي او اړيکو د پېداکولو په لټه د اسلام  دين ته را اوړي.
همدا موسسه په يوه بله څېړنه کې څرګندوي چې په (2005) ميلادي کال کې (1152) عيسويانو د اسلام دين منلى چې ټول شمېر يې  13000  تنو ته رسيږي،  سره د دې چې د (2006) کال د نويو مسلمانانو ټاکلى شمېر لا تر اوسه  روښانه نه دى.
خو موسسه اټکل کوي چې دا شمېر په (5000) تنو ته رسيدلې  وي، په  فرانسه کې  اسلام د خپرېدو په   په هکله يوې فرانسوې ورځپاڼې (لاکسرس)  په يوه  راپور کې ليکي: سره د هغو ټولو اقداماتو او بنديزونو چې د فرانسې حکومت په دې  وروستيو کې د اسلامي حجاب او بلې هرې مذهبې نښې او شعار په خلاف پېل کړي ، د دې هېواد د رسمي احصايې د نويو مسلمان شويو فرانسويانو شمېره  زرګونه  تنه ښودلې ، څېړنه زياتوي چې په اوسط ډول د فرانسې د اصلي اوسيدونکو څخه هره ورځ لسوتنو اسلام قبول کړى دى، په دې شمېرنو کې فرانسې ته راغلي مسلمان مهاجرين او پخواني ميشت مسلمانان شامل نه دي. په راپور کې راغلي چې د هغو فرانسويانو شمېره  چې اوس اوس يې اسلام منلى (60) زروته رسېدلې ده، په دې کسانو کې د فرانسې د ټولنې د مختلفو توکمونو او پرګنو خلک او ښارونو ځوانان شامل دي.
د امرېکې د متحده ايالاتو په هکله د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکل شوې چې  ځينو امريکايي څېړونکو اټکل کړى چې هلته هر کال (25) زره تنه امريکايان د اسلام دين مني دوى وايي چې د مذهبي کړيو د راپورونو په بنسټ د سپتمبر ديولسمې تر پېښې راوروسته د هغو کسانو شمېره  چې هره ورځ اسلام مني څلور ځله تر پخوا زياته شوې ده ،حيرانونکې خو لا داده چې د امريکې د يوه راپور له مخې چې څلور کاله وړاندې خپور شوى  د سپتمبر د يولسمې ترپېښې وروسته د نويو مسلمانانو شمېر له (30) زره تنو اوښتى دى،  په همدې اړوند د امريکا د اسلامي اړېکو د مجلس ريس ټينګار کوي چې دسپتمبر د يولسمې  ترپېښې وروسته د هغو امريکايانو شمېر چې اسلام يې منلى (24) زره تنو ته رسيږي او دا  امريکې ته د اسلام له رسيدلو وروسته اسلام ته د داخېلېدو تر ټولو لوړه شمېره  ښکاروي. .
دمسلمانانو لوړه شمېره اوداروپايانو اندېښنې:
هغه لومړني لاسته راغلي راپورونه چې په غربي  نړۍ کې د مسلمانان د شمېرې په اړه  اسلامي او غير اسلامي موسساتو او کله کله هم مسيحي او څېړنديه موسسو خپاره  کړي ښکاروي چې  د اروپا د ټول نفوس (705) ميلونه تنو څخه (30) ميليونه مسلمانان جوړي، په فرانسه کې د مسلمانانو شمېره شپږ ميليونه اټکل شوې چې له کاتوليک مذهب وروسته اسلام دوهم رسمي دين ګڼل کيږي، چې د دې مسلمانانو څخه (70) سلنه له لويديځو عربي  هېوادو  راغلي مسلمان مهاجرين جوړوي، د هغې څيړنې له مخې چې په 2001 کال کې  د بلجيم  په پلازمينه بروکسل کې خپره  شوې ،دفرانسې د ټول نفوس (14.7) په سلوکې  برخه مسلمان مهاجرين جوړوي ،  همداشان په جرمنې کې د مسلمانانو شمېر څلور ميليونو ته نژدې کيږي، په بريتانيا کې دا شمېره بيا يو ميليون او (700) زره،  په ايټاليا کې له يو ميليون تنو څخه زيات په هالنډ کې 900 زره، په بلجيم کې 600 زره په سويدن کې نيم ميليون په سويس کې 400 زره په اسپانيا کې 400 زره په اتريش کې نيم ميليون په يونان کې 700 زره په دنمارک کې نيژدې 200 زره په فنلند کې 60 زره تنه اعلان شوې ده.
سربېره پردې هغه سل ګونه زره نورمسلمانان چې هېوادونه يې اوس اوس په اروپايې ټولنه کې غړيتوب ترلاسه کوي ، په دې راپور کې شامل نه دي ځينو ټولنو د مسلمانانو د دې لويې شمېرې  او زياتوالي  يو لامل د مسلمانو کورنيو په منځ کې د تولد (زوکړې) لوړه کچه ګڼلې.  د کارپوهانو په اند دا موضوع د مسلمانانو په منځ کې هغه اسلامي دودونو ته ورګرځي چې د لويواوکلکو کورنيو سره د مينې لرلو په اړه  شته  دي.
او بل لامل يې کيداى شي د هغو امتيازاتو څخه ګټه اوچتول وي چې اروپايي ټولنيز قانون يې د لويو کورنيو د ماشومانو  لپاره د نغدو پيسو  په ډول ورکړې.
دې شمېرو او راپورونو د لوېديځوالو په منځ کې د وېرې او اندېښنې څپه را پارولې، په تېره بيا هغه څېړنې چې ځېنې د نظر خاوندان او کارپوهان يې د اروپا د راتلونکې په هکله خپروي، هغوى ټينګار کوې چې له پنځوس کلونو وروسته به د اروپا دوچي نيم وګړي مسلمانان جوړوي، په تېره بيا که چېرې د مسلمانانو ترمنځ د زوکړې شمېره همداسې روانه وي او د لويديځوالو په مينځ کې د اسلام را وړلو ليکه همداسې حرکت وکړي، ځکه اوس مهال د لويديځ د اصلي اوسيدونکو مسلمانانو د اروپا نورو سيمو ته د اسلام د دين د رسولو دنده په غاړه اخيستې، ځېنې خويې په ډاګه د دې دندې د تر سره کولو مسؤوليت په خپله غاړه اخلي.
له همدې امله د دې خطرناک طوفان د بندولو لپاره په پڼډونو روپۍ ځانګړې کيږي، او د دې نوې پديدې د هر اړخيزې څېړنې لپاره   امنيتي او څيړنيز جهتونه ګمارل کېږي  تر څو څرګنده کړي چې څه ډول وکولاى شي د دې طوفان مخه ډب  کړي، ځکه تر دې زيات خپراوى به يې په لويديځ کې د اسلام دين نور هم پياوړى کړى او جرړې به يې نورې هم ټينګې شي.
مسلمانان له کوموستونزوسره مخ دي؟
لکه پخوا مو چې وويل په لويديځه نړۍ کې د اسلام زياتېدونکي پرمختګ هلته درسمي دولتي او تبليغاتې کړيو په منځ کې سخته ويره او وارخطايې رامنځ ته کړې ده، له  همدې امله يې په راتلونکې کې د اسلام د پرمختګ د مخنيوي لپاره د سلګونو استشراقي مرکزونو په جوړولو او تمويلولو  لاس پورې کړى، تر څو هغه لارې چارې په ګوته کړي چې د اسلام د راتلونکي پرمختګ مخه ورباندي ونيسي د دې پروګرامونو په لړکې يوهم د پلاراو مورڅخه د نوي مسلمان نسل بيلتون دى، تر څو وکولاى شي همدا نوى نسل د خپلې عقيدې او فرهنګ سره برابر وروزي، او بيايي په لويديځه (بې دينه) ټولنه کې ويلې  کړي، په دې برخه کې دوى ځينو برياوو ته لاره موندلې، ځکه  ډېر ځله داسې پېښې ثبت شوي چې مسلمانه نجلۍ  لوېديز وال  عاشق ولري، هر وخت او هر کله چې  وغواړي وخت ورسره تېرکړي، داسې هم کيږي چې خپل عاشق د خپل پلارکورته را وغواړي، چې دا پېښې په لسګونو مسلمانو کورنيو کې تکرار شوې دي..
کله چې مسلمان پلار غوښتى  د خپلې لورکړنې کنترول کړي، لور د تليفون غوږۍ ته ورځغاستې تر څو د خپل پلار د تهديد او ګواښلو لپاره پوليسو ته خبر ورکړي، په دې هکله هغه دښې مرستې څخه هم ډاډمنه وي، بل پروګرام چې د همدې موخې لپاره په کار اچول شوى د مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې تر منځ طلاق ته لاره هوارول او  دې کار ته د هغوى هڅول دې، ځکه په بې سرپرسته او بې مسؤوليته کورنۍ کې ماشومان نه شي کولاى خپل شخصيت او اصليت وساتي،  داسې هم کيږي چې ټولنيز سازمانونه د داسې کورنيو د ماشومانو په هکله د نه پاللو د ملامتۍ  پريکړه وکړي، هغوى استدلال کوي چې ماشومان عاطفې، مينې، محبت او نفسي ډاډته اړتيا لري، چې داسې پريکړې بيا دا لازمومي تر څو د داسې کورنيو ماشومان په نورو لويديځوالوکورنيو و ويشل شي.
دريمه ستونزه چې مسلمانې  کورنۍ يې ورسره مخ کړې په ښوونځيو کې د جنسي مسايلو د مضمون تدريس، اوپدې اړه  ټينګار دى، چې دا د اروپا د تعليمي نصاب يو حتمي مضمون ګڼل کيږئ، د ټولګي زده کوونکي ته که زياتره يې مسلمانان هم وي د ټولګي ښوونکي په داسې زړه راښکونکې ډول د جنسي مسايلو توصيف کوي چې د ماشومانو ويده شهوتونه هم په خوځښت راولي، په تېره بيا  که چيرې دا ماشومان بيا تنکې ځوانان وي، چې دې کار د تنکيو ځوانانو په منځ کې د اخلاقي فساد کچه اوچته کړي.
خو ددې ټولوپلانونوسره سره چې د اسلام د مخنيوي او د مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره په کار اچول شوې او ورځ تر بلې زياتيږي، د نويو اسلام راوړونکو ځوانانو کاروان به همداسې پر مخ روان وي او هيڅوک به ونه توانيږي چې دا کاروان راوګرځوي دا کاروان به په قراني معجزو او طبعې ځواک سره په مخ ځي.
الله (جل جلاله) فرمايي: (يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ، هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ) (الصف ٨-٩)
نو  ايا کېداى شي چې اسلام د نړۍ په سطحه لومړى دين وګرځي؟ او دا نا ممکنه خبره نده. پاى
دغه مقاله په لاندې عربې ويب پاڼه کې خپره شوې ده :  www.islamtoday.net