يادوښت :
هغه څه چې په لاندې کرښوکې راځي،پنځه کاله وړاندې پرعراق باندې دامريکايي يرغل پېلامه انځوروي،چې ديوه ژورنالست په قلم کښل شوى او دبې بې سې اردو ويب پاڼې خپور کړى،چې اټکل کېږي نن له دغه نېټې پنځه کاله وروسته به هم لوستونکوته په زړه پورې وي،دادۍ داتاسې اوداهم پرعراق دامريکايي يرغل دپېلامې يو وړوکى انځور
نن د اپريل نهمه په عراق باندې دپوځي يرغل يويشتمه ورځ ده ، بغداد ته خپلواکي ورکوونکي !!! دسعدون سړک له لارې په خپلو ټانکونو او زره پوښو موټرو کې ناست دغه ښار ته ننوتي دي ، په لارو هغه خلکو چې پردولتي ودانيو سربېره د ملگروملتونو سازمان د ودانۍ په لوټلو مصروف وو،يوشيبه به يې دغه پوځيانوته شاباشي ورکوله بيا به په لوټلو مصروف شول .
د تلويزيون په پرده خپرو شويو تصويرونو څخه يو شيبه ترمخه، د سهار د ورځپاڼو په لومړي مخ د پروني بغداد يو لوى تصوير و ، چې په هغه کې په وينه باندې لړلي مړي يو په بل داسې پراته و لکه چې حلال کړي پسونه يې يو په بل باندې اچولي وي .
له تصوير سره د سوزانا ګولډن برګ د رپوټ لومړۍ جمله وه (( مرګ ته ترغيږ ورکونې وروسته دغه بدنونه دومره سره نژدې شول چې په ژوند کې به ورسره نه وي اشناشوي په تورو وينو وينځل شوي دغو اجنبيانو يودبل په غاړه کې لاسونه اچولي اونغښتي پراته وو. ))
خو اوس داخبر پخوانۍ ده ، دا تصوير له چاپيدو سره زوړ شوې ، ننې خبر داده چې امريکايانو له خپلې ژمنې سره سم بغداد آزاد کړ ى او د بغداد اوسيدونکو هم د هغوى د غوښتنو سره سم دشاباسي په غږونوهغوى ته (د امريکايانو) ښه راغلاست ويلى!!! ، له ديوالونو څخه دصدام حسين پوسټرونه ښکته کړل شوي او د کمرې په وړاندې تر پښو لاندې کړي دي، ،سم هماغسې لکه د اطلاعاتو وزيرسعيد الصحاف چې يوه اونۍ وړاندې ويلي وو چې هغه غواړي له بش سره دغه ډول سلوک وکړي .
زما په ورځپاڼه کې چې کوم خبرچاپ شوې پکې ليکل شوي چې په بغداد کې دالجزيره تلويزيون پرنماينده گۍ باندې دامريکا جنګي الوتکو دوه مزايل توغولي چې د الجزيرې خبريال طارق ايوب دکمرې په وړاندې خپلو ليدونکوته رپوټ ورکولو ، امريکايي توغول شويو ميزايلو هغه درپوت ورکولو په جريان کې طارق ايوب ووژلو.
زما په همدې ورځپاڼه کې دفلسطيني هوټل خبر هم شته چې دامريکايي ټانکونو کوماندو ځواکونو په څه ډول د سيند هغر عاړې ته د صدام حسين په ځاى کې د شپې تر تېرولو وروسته د فرات ختيځې لورکې دفلسطيني هوټل پنځلسم پوړ د ټانک په ګولۍ وويشت چې د رويترز خبري آژانس کمره مين طاراس پراستوک يې پکې وواژه او د هسپانيه ټيلي فايف کمره مين هوزي کوسو يې ټپي کړ چې بيا هغه هم مړ شو ،مطبوعاتي ډلو زورور احتجاج وکړ او تور يې ولګاوه چې خبريالان په قصدي توګه وژل کيږي .
خو داخبرهم زوړ شوې ، اوس ښايي څوک نه وي چې دا دوهم ځلې ولولي يا يې تکرار کړي ، اوسنى تازه خبر داده چې امريکايي پوځيان دهر تلويزيوني چينل له خبريال سره دخبرو لپاره تيار دى ، جمهور رييس جورج بوش ويلي ، دهغې ازادۍ او خپلواکۍ په ليدو ډېر خوښ يم چې دبغداد اوسيدونکيو يې غوښتنه درلوده.
زما د څو ساعتونو د پخوانۍ ورځپاڼې په يو مخ باندې د تيرې ورځې جګړې انځورونه دي ، يوه مېرمن له ډېر درد څخه خپل ويښتان شکوي ، دلارې په سر ديو ماشوم مړى پروت دى چې پر بدن يې دکنداغونو نښې لګېدلي او په شاليد کې يې يو امريکايي زره پوښ موټر ولاړ ده ، يو ماشوم چې دواړه لاسونه يې پرې شوي په سر يې پټۍ تړلې دي ،په بدن يې سپينه دوا وهل شوې هغه هم له آخري زغم څخه کار اخلي ترڅو غږ يې پورته نشي
په همدې ورځپاڼه کې د اسلامي نړۍ يو لوړ مقام لرونکې فيلسوف يعقوب الکندي په نامه ديو مشهور روغتون مشر اسامه صالح يو بيان هم شته چې ديو ماشوم ليدل ستونزمن وي او ما خو په يوه ورځ کې درې داسې ماشومان ليدلي دي ، په هغه کې ماته دخپلوماشومانو څيرې ترسترګو کيږي ، خو امريکايي الوتکې په هېڅ ډول خپلې بمبارۍ نه ختموي .
زما په همدې ورځپاڼه کې داهم ليکلي چې په عربي نړۍ کې ددې تصويرونو په ليدو سره دغصې او بي چارگۍ اور لا زياتيږي او دبې عزتۍ انځورونه د انتقام جذبات پيدا کوي .
خو دا خبرونه زاړه دي، دا تصويرونه خيره شوي دي . ننی انځور دبغداد د ګمنام سپاهي په چوک کې د صدام حسين دمجسمې انځوردی .هغه فردوس چوک چی عبدالکريم قاسم د عراقيانوته شجاعت د ستايلو باج د ورکولولپاره ټاکلې و او پوره 12 مياشتې وړاندې صدام حسين خپله شل فوټه لوړه توره مجسمه پکې نصب کړې وه ، مازديگر مهال يوشميرعراقيان دمجسمې شاوخوا تاويدل او دهغه دغورځولو کوښښ يی کاوه ، وروسته بيا د امريکا پوڅي انجنيران له خپلو زغره لرونکيو موټرو سره راغلل او د مجسمې په نسکورولو کی يې ورسره مرسته وکړه .
دصدام دمجسمی به غاړه کې لومړې دښار عام وګړو پړى اچولى و،امريکايي پوځيانو اوسپنيز ځنځير ورواچاوه او سريې ورته دامريکا به بېرغ داسی وپوښه لکه چی چاته داعدام په وخت کې توره کڅوړه وراغوندي،خوترلږ ځنډ وروسته هغه لرې کړ . د ماښام 7 بجې به وې چې دا ستره مجسمه د څو شيبو لپاره ولاړه وه خلکو ورباندی د بوټونو گوزارونه کول . وروسته له هغه زغره لرونکو موټر ځنځير ته پهټکان ورکولو سره مجسمه پر خمکه نسکوره کړه او خلکو پرې بريد وکړاو دمجسمې سرته ورپورته شول او تر پښو لاندې يې کړ . لږه موده وروسته يې د مجسمې به غاړه کې پړى وتړه او دبغدادپه سړکونو کې يې په کش کولو يوړه .
دا مهال چې زه ددې جملو په ليکلو بوخت يم د صدام حسين د مجسمې سر په پړو باندې تړلې او پرسړک باندې هغې لورې ته کشول کيږي ، چې دنيلي رنګ خښتو ګمبند لرونکې يو جومات ده ، تير ماښام هم چې بغداد په تورو تيارو کې ډوب و، نو دفلسطين هوټل دټلويزيون له کوټې څخه کوم انځورونه ماته رارسيدل ، په هغه کې له دې جومات څخه دماسخوتن آذان آواز اوريدل کيده ، اوس هم دماسخوتن وخت شوې خو دآذان غږ نه اوريدل کيږي ، لږترلږه زما غوږونو ته نه دى رسيدلې .
وروستي