ستر افغان

دټول روه درې که هره يوه له اوښکو نه اموشي د روهي د مرګ غميږې  ته ايله تر ځنګنو  شي سترګې نه دي چې داوښکوفوارې ترې جاري نه وي په هر داسې وير ژلي مرګ چی  بوره  په  پښتو  شي افغاني رڼوران به خود په چيغو چيغو ژاړي د ابد  په سفر ﻻړ  چې پيامبر  د ارمانو  شي     چې دتوروخاوروﻻندې يې دپوهې سترفاموس وي     څه  عجبه غوندې نه ده  که  عقلونه په  سلګو  شي چې د چا د ﻻسه واخلي د اخلاقو لوړه نښه بد مغاشي يې ربه مه کړې که له تا نه په ګيلو شي چې په خلکودې مين وي نوپه ځان يې مين بوله که مخلوق يې دستايل وي خالق خوددسجدوشي ددې ستر افغان د ونډې جاج به هلته ډير ښه لګي چې په تله باندې ځای مو د فرهنګ د شتمنو شي له دې سترې بدبختيه نور بد څه وي چې باغوان دې   د  ډير  ښکلي  رنګينه  کلتور  له  بڼه  په  وتو  شي دا دټول وطن غميزه ده درنه ده ترخه ستره دادغټو مټو نه ده داد ټولو په اوږو شي د بابا او د سپين غره دشريک غم تسليت اخلي سليمان او هندوکش به يې ميزبان د فاتحو شي د سيندونو غرونو ها خوا لرې پروت له خپلې مينې د روه باد دې وزرلوی کي چې زيارت ته د ورتلو شي ده ته ښکلی د افغان ملت بيساری موزاييک و کرکيجن له هغه چاو چې تکل يې په ويشو شي ادمي مستانه مينه يې د غړو په تنظيم وه ددرخو به ښکلی مخ څه که بې سره يا بې پښو شي      دولس نه راوتلی ولسونه ټول په ګران وو تل دداسې څه په څار و چې تسل د پرګنو شي د تقطيب د پرخاشونو  جنجالونو نه بيزار و ديووالي په رمز پوه و چې د ښه نيت په جرګو شي ده ته جنګ د شيطان کار و چې له هرې خوا به راغی         ده وې حل د هرې شخړې د منطق په مرکو شي د انسان او ځناور توپير به ګران ورته ښکاره شو که د يوه سوبه به داوه چې بل ورور يې په ګونډو شي    خدايه لوی کړې د روهي د ﻻس نيالګي تنکي ګلونه    د غماز په ﻻس خو کښت اوس د کرکڼو د اغزو شي د وطن په لوی انګړ کې چې د پوهې پاسدار نه وي د ګاونډو ښاماران به پهره دار د خزانو شي                 ربه ومو ساته نور نو له دې شره تر ابده چې ناکس شو د نغري واک مو په ﻻس د ميلمنووشي وياله !پورته کړه ﻻسونه که دوعا دې څه ځای نيسي ګوندې سيخ دې نوی نسل ددې ستر افغان په پلو شي