ګړنګ

بيګاه مې خوب ليدلی يوه د وريځو سپين لمنې پيغله يوه د لمر له وړانګو جوړه نجلۍ چې د پرديسو بوړبوکيو پر کوڅو نڅيده زما د اروا کوچی يې شپول وو پر ښکلا نيولی چې يې پرڅانګه څانګه سترګوکې دوياړغوټيوداسې خندل له لمر خانه نه مې د زوړ کروړ له ستر ټبر نه  د ماناغرميلمه وو بيګاه ساقي شوم پر هغه مې درحمت جامونه وکړنګول لکه دپښت بابا دعا سره د ستوروامين لکه غرور د پکتويس سره د لړو جګړه لکه وياړلي روهستان باندې د ګلو باران نو راته وايه د ښايست ليواله څنګه ونه خاندم نڅا ونه کړم ؟