د روهي د مرګ ورځ

د المان اسمان تياره و تورې وريځې پرې خورې وې لمر له قهره مخ پټ کړی نه يې نور نه يې شغلې وې غوټۍ خوله نه خلاصوله د ګل څانګې هم کږې وې بلبل غلی خفه ناست و نه يې غږ نه يې نخرې وې د ګلشن څيره بدله په طبيعت شوي کانې وې ما ويل خدايه دا څه شوي؟ دا څه وير دی دا څه غم دی؟ دا پر چا باندې لويدلی د فلک ظالم ستم دی؟ زمانه مخلوق ټول غلي په کورونو کې ماتم غلي غلي هر څوک ژاړي خدايږو شوی څه غټ چم دی يو چا غوږ کې راته ووې هلته ګوره هديره کې را ټول شوي افغانان دي د يو چا په جنازه کې ما ويل دا افغان به څوک وي چې ښخيږي په بيديا کې ورنږدې شوم که يې ګورم روهي پروت دی په موسکا کې د سپين ګل په شان ښکاريږي د کفنو په رڼا کې د افغان د ادب ستوری رالويدلی له اسمانه په پردي وطن ښخيږي ډک له هيلو له ارمانه د وطن په ارمان مړ شو روهي ﻻړ له ما او تا نه چا ته وژاړمه خدايه ګيله وکړمه له چا نه روهي خوست کې ټوکيدلی له غريبو ولسونو د روهي ژوند هم روهي و بلد نه و پر نازونو دده ورو نرمې خبرې بس پېيل وو د لعلونو روهي روه باندې مين و خيال يې نه کړ د قصرونو د روهي د مرګ ماتم دی په ژړا زوړ او ځوان ښکاري چې د روه ګل په کې نشته بهار ځکه خزان ښکاري د ادب د مينانو اوس نيمګړی کاروان ښکاري د روهي په وير ويرجنه لراو بره افغان ښکاري هو!د روهي د غم له ويره تا ويل دا وطن وران شوی دغم باد پرې رالوځي تا ويل دا ګلشن وران شوی