کډوال

کور او کلئ په ما تنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه خپل پردی رانه په څنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه څوک  به  د خاپوړو  کوڅې  هیرې  کړي  په  خوښه لوټه لوټه يي ګړنګ  شو چې مې کډ ه ځیني  وکړه لنګۍ داحمد خان او میرویس خا ن  را نه چا یوړې ورورمې ورورسره په جنګ شوچې مې کډه ځیني وکړه د  افغان  سعید  د پوهې  ډیوئ  مړې  کړلې  رقیب لوي افغان لکه  ملنګ شو چې مې کډه ځینی وکړه د محمود  طرزي کرلي ګلان  وچ  شول  په  ساحل بلبل  پوخ  لکه  پتنګ  شو چې  مې کډه  ځیني  وکړه د  امان   د آزادۍ  بیرغ   يي  وویشتو  په  ځمکه غل سقاو بیا په  غورځنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه بیرته  د  دوستۍ  په  نامه   زوړ  استعمار  راغئ مشر  کشر مې  بدرنګ  شو چې  مې کډ ه ځیني وکړه بیا  بالا  حصار  ته   انګریزان  شولو  ور  پورته د  اکبر  قبر مې  ړنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه ا و ر  د  نا  پو هۍ  نه  شو  حا کم  ملي   نفا ق ورک دننګ دتوري شرنګ شو چې مې کډه ځیني وکړه خدمتګارغریب مجبور شو چې کډوال را شي  ناروې ته بل  بدنام ملي غورزنګ شو چې مې کډ ه ځیني وکړه