غزل

  په شونډو دې نن ناڅي بهانې زړې زړې        راوګرځيدې بيرته زمانې زړې زړې ماشوم ساقي ته ګوره اوس زماامتحان اخلي    شراب يې نوي،نوي پيمانې زړې زړې بې ياره ځانځاني ده په دې نوې  زمانه  کې        اوس نشته په دې چم کې يارانې زړې زړې په ستوروکې به مونږه هم دمينې مشغوﻻکړه          که ورانې زمونږ نه وای اشيانې زړې زړې ثابته شوه چې زه هم دتيرشوي وخت حصه يم      چې ګورمه په مينه افسانې زړې زړې