لومړ ۍ برخه
سوله ييزې نړۍ په اړه اوس تر ډېره بريده پورې تصور هم نه شې کېداى ځکه نړۍ دم ګړۍ تر يولړ سياسي بدلونونو ور ها خوا دچاپېريال له بدلونونو سره هم مخ ده او ورځ تر بلې دځمکې دپنډوسکې تودوخه مخ په زياتېدو ده چې دساينس پوهانو زياته اندېښنه يې را پورته کړې ده .
له يوې خوا دچاپېريال ککړ تيا ، دصنعتي هېوادونو له لوري دشين کوړيزو غازونو زيات توليداو په ښارونو کې دخلکو ګڼې ګوڼې او له بلې خوا دپراخې بربادۍ ګواښونکې وسلې جوړول او په يو شمېر مواردو کې ورڅځه کار اخيستل ټول هغه څه دي چې بشر يې دخپل انجام پر پوله درولى دى .
که سړى داوسنۍ نړۍ دژوند او جغرافيا په اړه څېړنه کوي نو دنورو ګواښونو تر څنګ پورتني دوه توکي يانې اټومي يا دپراخې بربادۍ وسلې او دچاپېريال تودوخه د ډېردارزښت وړ دي .
دا دواړه داسې مسايل دي چې په راتلونکي کې يې سړى له ګواښه څخه په هېڅ ډول سترګې نشي پټولاى .همدا اوس زموږ نړۍ داټومي وسلو له بلقوه ګواښه سره مخ ده له ناګاساکي او هيروشيما څخه اوس زيات کلونه تېرېږي خو په دې ښارونو کې دکارول شويو وسلو اغېزې اوس هم خورا څرګندې دي .
اوس نړۍ دڅوکاله وړاندې په پرتله هم سولې ته ډېره اړتيا لري او هم له ډېرو ګواښونو سره مخ ده .
دنړۍ نامتو او نابغه فزيک پوه سټيون هاوکينګ وايې چې له نوې هستوي زمانې او دځمکې دتودوخې له ګواښ سره د((داتومي زمانې اخر)) ته نږدې شوي يو. دده په باور داټومي زمانې اخر دژوند اخر دى او په دې توګه ګواکې نړۍ دخپل ژوند وروستي پړاوونه وهي .
دې ته ورته نظر دامريکا دمتحده ايالتونو دپنسيلوانيا په پوهنتون کې دځمکې دکرې دپوهنيز سيستم دمرکز مشر مايکل منMichael Mann هم لري ، نوموړى وايي: ((موږ اوس پوهېږو چې اتوموسفير ته مو هومره شين کوړيز غازونه ورننيستې دي، چې همدا اوسني غازونه کولاى شي چې څو لسيزې نور دچاپېريال دبدلون لپاره بسنه وکړي او څو لسيزې يا يوه پېړۍ دنړۍ تودوخه زياته او ددريابونو داوبو کچه لوړه وساتي .))
دده اندېښنه هم هاوکينګ ته ورته ده چې په ټوله کې دبشر ژوند ته په ورپېښو ستونزو باندې راچورلي .
موږ په دې ليکنه کې هڅه کړې ده چې تر وسه پورې دچاپېريال دبدلونونو ، ستونزو او پايلو په اړه هغه ټکي راغونډ کړو چې داوسنۍ پرمختللې نړۍ ژوندې يې له ټولو شونتياو سره سره بيا هم له بدې ورځې نزو سره مخ کړى دى .
ددې ليکنې لومړۍ برخه دچاپېريال بدلونونو، دهغوى لاملونو ،داواري لارو چارو او هغو ګامونويادونې ته ځانګړې شوې ده چې په دې اړه دنړيوالو له لوري ياپورته کېږي او يا تمه ده چې پورته شي .
ولې په نړۍ کې دهوا حالات مخ په خرابېدو دي ؟
دا چې ولې دځمکې کوره مخ په تودېدو ده ډېر لاملونه لري چې دلته يې له يو شمېر مهمو او بنسټيزو هغو څخه په لنډ ډول يادونه کوو .
دامريکا دولسمشر پخواني مرستيال الګور د٢٠٠٧کال داکتوبر په ١٣مه اعلان وکړ چې موسمي او دچاپېريال بدلونونه يوه بېړنۍ نړيواله مسله ده او ژمنه يې کړې ده چې دنوبل دسولې دجايزې له لارې تر لاسه کړي شته به ددې مسلې په اړه دعامه پوهاي په برخه کې ولګوي .
په ٢٠٠٧کال کې داسې لاسوندونه تر لاسه شول چې علمي څېړنې ښيي دځمکې دکرې دتودوخې لامل بشر دى او دا کار کېداى شي چې ډېرې ترخې او دنه زغم پايلې ولري .
دملګرو ملتونو دټولنې دچاپېريال دتودوخې دڅېړنې دنړيوال پلاوي ((IPCC)) له لوري دا خبره زبات شوې ده چې شين کوړيز غازونه لکه کاربن ډاى اکسايد، متان او نيتروجن اكسايد دانسانانو ، څارويو او شنليو لپاره دزياتو ګواښونو لامل کېداى شي.
دا چې شين کوړيز غازونه ولې دځمکې په تودوخه اغېزه کوي لامل يې دادى چې ځمکه ددې په ځاى چې تودوخه له ځانه وباسي نوره هم جذبوي او له دې امله په چاپېريال باندې اغېزه کوي او دهوا انډول له منځه وړي .دچاپېريال په اړه دپوهانو ديوې اتحاديې مشر برندااکورزل تېرکال (٢٠٠٧) يو تاريخي کال بولي او وايي چې په ياد شوي کال کې دلومړي ځل لپاره IPCC دهوا تودوخې، ديخي دلويو حجمونو ويلي کېدل او له خپلې سطحې څخه ددريابونو داوبو په راپورته کېدلو باندې اقرار وکړ او دا ټول داسې ټکي دي چې دځمکې دپنډوسکي په تودوخه کې يې له برخې لرلو څخه سترګې نه شي پټېدلاى .
دغه راز په لومړي ځل پوهانو دچاپېريال دتودوخې دلاملونو په ترڅ کې بشري چارې او کړنې هم يادې کړې .
دملګرو ملتونو دپلاوي دراپور يوتن ليکونکى ډاکټرسوزان سولومون وايي : ((موږ په ډاډ سره ويلاى شو چې دځمکې دتودوخې يا دچاپېريال دبدلون لامل په بنسټيزه توګه بشري کړنې او فعاليتونه دي .))
براندااکورزل وايي پوهان په يوه خوله په دې باور دي چې په بنسټيزه توګه بشري فعاليتونه لکه له لويو ښاري موټرو څخه ګټه اخيستنه، دانرژي او برېښنا دلاسته راوړلو په موخه دکېمياوي توکو سوځول، دځنګلي ونو پرې کول او نور ټول هغه څه چې دشلمې پېړۍ له نيمايي وروسته تر سره شوي دي په عمده توګه دځمکې دپنډوسکې دتودوخې لامل شوي دي .
که څه هم چې دکيوټو تړون په ١٩٩٧ په لسګونه هېوادونه دې ته اړ يستل چې دشين کوړيزو غازونو توليد دې راټيټ کړي خو دتېر زېږديز کال په وروستيو کې دملګرو ملتونو دهواپېژندنې دادارې له لوري په ورکړل شوي راپور کې ويل شوي دي چې دکاربن ډاى اکسايد توليد له هغې کچې څخه چې تمه يې کېده په سلو کې پنځه دېرش لوړه شوې ده .
دچاپېريال دبدلونونو په اړه دملګرو ملتونو ټاکل شوي پلاوي په خپل راپور کې څو ټکو ته اشاره کړې وه چې که ژر تر ژره دشين کوړيزو غازونو دکچې د راټيټولو په اړه ګام پورته نه شي نو لاندې څو ټکې به ارو مرو په انساني چاپېريال کې تر سترګو او دژويو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي .
١-په احتمالي ډول به دځمکې دهوا تودوخه دسانتي ګريډ٤درجې لوړه شي .
٢-ددريابونو داوبو کچه به احتمالا ٤٣سانتي متره زياته شي .
٣-په شمالي قطب کې به ددوبني يخکونو غرونه تر ٢٠٥٠کاله پوره په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او ګرمې څپې او ګرمسيره توپانونه به زيات او سخت شي .
ددغو وړاندوينو په پايله کې به دڅښاک داوبو کموالى او وچکالي رامنځته شي چې پخپل وار به دغه توکي هم دخوراکي توکيو په توليد او دخوراک دنشتوالي، توپانونو، سېلابونو اوګرمو څپو دراتلو له امله دژويو دمړينې په کچه باندې دپام وړ اغېزه وکړي .
ځګه زيات ژوي دچاپېريال له داسې ستونزمن بدلون سره خپل ژوند نه شي جوړولى نو له دې امله به واښه، څاروي او انسانان له منځه ولاړ شي .
له دې ور ها خوا پورتني څو ټکي دژويو په روغتيا باندې هم نېغ په نيغه اغېزه کولاى شي چې دزړه ناروغۍ او يو شمېر سرطانونه او تنفسي ناروغۍ ددې کار ښکاره بېلګې دي چې داکورزل په وينا په ٢٠٠٣کال کې په لوېديځ کې ددغو ټکو له امله درامنځته شوې ناروغۍ په مټ په زرګونه څاريو او خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .
دپوهانو په باور همدا اوس په هره ثانيه کې دلمر له تودوخې څخه يو واټ تودوخه دځمکې په هر مترمربع سطحه کې زياتېږي . دغه کچه دکريسمس ديوه څراغ له روښانولو سره برابره ده چې دځمکې دسطحې په هر مترمربع کې ولګول شي .
پوهان وړاندوينه کوي چې تر ٢١٠٠کاله پورې به دشين کوړيزو غازونو دزياتوالي په پايله کې دځمکې کچه دسانتي ګريډ د٢ او پنځو پوړيو تر منځ لوړه شي ددوى په وينا که څه هم دغه کچه اوس په سرسريزه کتنه باندې هومره لوړه نه برېښي خو اوږدمهاله ګواښونه يې شونې ده ډېر او له پامه ونه غورځول کړاى شي .
لکه وړاندې چې مو هم ورته اشاره وکړه دچاپېريال بدلونونه شونې ده چې زياتې بدې اغېزې ولري چې دچاپېريال په اړه ديو شمېر پوهنيزو ارونو په پام کې نيولو سره کېداى شي په يو شمېر سيمو کې تر خپلې کچې زياتو اورښتونو او يا هم تر خپلې کچې زياتې وچکالي ته لاره اواره کړي .
او داستونزې به په هغو سيمو کې چې خلک يې له لويه سره داوبو له کمښت سره مخ او ياهم دناسمو اوبو کارولو ته اړ وي دوه ځله زياتې شي .
دشين کوړيزو غازونو دزياتووالي له امله دچاپېريال تودوخه او بدلونونه کولاى شي چې دمضرو خزندګانو او هغو حشراتو چې له ځانه سره ميکروب لېږدولى شي شمېره زياته کړي .
نړۍ له څو کلونو را پدېخوا دچاپېريال دتودوخې په لوري خپل واټن وهي او لا هم پر مخ روانه ده لکه وړاندې چې يې يادونه وشوه ددې کار لاملونه ډېر دي خو ترټولو دپام هغه يې دشين کوړيزو غازونو بې کچې توليد دى چې په هر هېواد کې ورځ تر بلې زياتېږي او چاپېريال چټل کوي .
چاپېريال پوهانو په ٢٠٠٥ کال کې يواځې دومره وړاندوينه کړې وه چې په ٢٠٠٦کال کې به خلکوته په ډاګه شي چې نړۍ دبې کچې تودوخې په لوري روانه ده خو په روان کال کې يې دا اندېښنه هم په ډاګه کړې ده چې که دصنعتي هېوادونو له لوري دچاپېريال ساتنې په اړه کوټلي ګامونه پورته نه شي نو دنړۍ تودوخه به همداسې دوام وکړي او په پايله کې به بشر له سترې مرګونې غميزې سره مخ کړي .
دهمدې اټکلونو په لړ کې په ٢٠٠٦کې دامريکا دهواپېژندنې ملي دولتي ادارې اعلان وکړ چې شونې ده چې دچاپېريال اوسنۍ تودخه له ٩ تر لسو کلونو پورې اوږده شي خو دوى دا هم ويلي و چې دغه کلونو له ١٩٩٥څخه را پدېخوا اټکل شوي دي .
په دې حساب اوس دهغوى داټکل وخت پاى ته رسېدلى دى او بايد تودوخه مخ په کمېدلو واى خو اپوټه تودوخه اوس هم مخ په لوړ روانه ده او هره ورځ شمالي يخ قطبونه ويلېږي .
دامريکا ددې هڅو په لړ کې دتېر مى په مياشت کې د((يوتريخ حقيقت )) په نوم يو مستند فلم هم دچاپېريال دبدلونونو په اړه جوړ شو چې دامريکا دولسمشر پخوانى مرستيال الګورAl Gore چې دامريکا دراتلونکي ولسمشرۍ يو کانديد هم دى پکې رول لوبولى دى . دغه فلم په امريکا کې دريم ډېر پلورل کېدونکى فلم شو او ويل کېږي دهمدغه فلم په برکت د٢٠٠٨کال دکانديد ولسمشر په توګه دښاغلي ګور سياسي حالت او دخلکو تر منځ محبوبيت هم لوړ شوى دى .
د٢٠٠٨ زېږديز کال داکتوبر په مياشت کې دنړيوال بانک يوه پخواني اقتصاد پوه نيکولاس سټرن Nicholas Stern دبريتانياددولت په مرسته يوه څېړنه خپره کړه چې ګواښ پکې شوى و که دنړۍ دچاپېريال تودوخې ته پاملرنه ونه شي نو شونې ده چې دنړۍ دناخالص توليد په سلو کې شل برخې به داقتصادي بحران ښکار شي . دچاپېريال دبدلونونو دمخنيوي دلارو چارو دلټولو په موخه په ٢٠٠٧کال کې په اندونيزيا کې دملګرو ملتونوپه نوښت يو نړيوال کنفرانس هم جوړ شو.
دغه کنفرانس دډسامبر په دريمه پيل او په څوارلسم يې پاى ته ورسېده چې د١٩٠هېوادونو استازيو او دسوداګرۍ وزيرانو په کې برخه اخيستې وه .
ددغه کنفرانس په اوږدو کې چې دوه اونۍ يې دوام وکړ دنړۍ دتودخې او دچاپېريال دبدلونونو سره دمبارزې دلارو چارو دموندلو په اړه خبرې وشوې چې تر ټولو دپام ټکى يې دشين کوړيزو غازونو را کمول و .
د راپورونو له مخې په دې کنفرانس کې شاوخوا لس زره دچاپېريال کارپوهانو او دژوند دچاپېريال ملاتړو ګډون کړى و .
دوى دنورو موضوعاتو تر څنګ په دې هم بحث وکړ چې دکيوټو دنړيوال تړون لپاره څه ډول ځاى ناستى بايد جوړ او وموندل شي ځکه دغه تړون چې دچاپېريال دساتلواو له تودوخې سره دمبارزې په موخه يې کار کاوه په ٢٠١٢کال کې پاى ته رسېږي .
ددغه کنفرانس يوه موخه داوه چې دشين کوړيزو غازونو لکه کاربن ډاى اکسايد چې دځمکې دتودوخې لامل کېږي دکارونې دکمولو په اړه به يې تصميم نيسي .
خو له بلې خوا امريکا تر اوسه پورې دکيوټو تړون نه يواځې لاسليک کړى نه دى بلکې ددې تړون له مخې دشين کوړيزو غازونو لکه کاربن ډاى اکسايد دراکمولو لپاره له مشخصو موخو سره هم مخالفت کوي .
امريکا داسې يو هېواد دى چې دنړۍ دټولې انرژي په سلو کې ٢٥برخې مصرفوي چې په نړۍ کې دشين کوړيزو غازونو تر ټولو ستر توليدونکى هېواد بلل کېږي دغه راز چين هم په دې برخه کې دويم ځاى لري .
که څه هم سپېنې ماڼۍ په دې وروستيو کې اعلان کړى دى چې په هېواد کې يې په سلو کې يوه نيمه برخه دشين کوړيزو غازونو توليد راټيټ کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې داروپايي ټولنې ٢٧غړو هېوادونو ژمنه کړې ده چې تر ٢٠٢٠کاله پورې به پخپلو هېوادونو کې دتوليدونکيو غازونو اندازه په سلو کې ٢٠راټيټوي .
لکه وړاندې چې يادونه وشوه په بالي کې دچاپېريال په اړه دجوړ شوي کنفرانس دبحث وړ يو مهم ټکى دا و چې له صنعتي هېوادونو څخه وغواړي دشين کوړيزو غازونو په اړه له سره غور وکړي او له ٢٥تر ٤٠په سلو کې يې راټيټ کړي ځکه دغه غازونه دځمکې دتودوخې تر ټولو اصلي لامل دى .
امريکا، کاناډا او جاپان له لويه سره لا له دې هڅو او په ټوله کې دکيوټوله تړون سره مخالف و او نه يې لاسليکاوه ځکه يې نو دبالي دکنفرانس لپاره دلومړۍ مسودې دغه بند هم نه مانه چې له صنعتي هېوادونو څخه يې دشين کوړيزو غازونو دکارولو دکچې را ټيټول غوښتل .
په بالي کې دچاپېريال دحالت دکتنې او څېړنې په موخه په جوړ شوي کنفرانس دنومبر په ١٦مه،پرېکړه وکړه چې تر ٢٠٠٩کاله پورې به دچاپېريال په اړه داوسني نړيوال تړون کيوټو ځاى ناستى تړون جوړوي .
په دغه کنفرانس کې دنظر سخت اختلافونه رامنځته شوي و چې بالاخره دملګرو ملتونو دسرمنشي بان کي مون په هڅو باندې پاى ته ورسېدل .
بان کي مون ددغه کنفرانس دغړو تر منځ دچاپېريال په اړه ديوه جوړجاړي کولو په موخه بالي ته تللى و او له هغه وروسته چې دکيوټو پر ځاى به کوم بل تړون جوړېږي خوښي يې وښودله او دغه کار يې دځمکې د تودوخې په مخنيوي کې لومړنى ارزښتناک پورته شوى ګام وباله .
دامريکامتحده ايالتونه يواځنى صنعتي هېواد دى چې تر اوسه پورې يې دکيوټو تړون نه دى لاسليک کړى او په بالي کې دترسره شوي کنفرانس تر ټولو ستره ستونزه هم دامريکا له لوري دکيوټو پر ځاى دبل رامنځته کېدونکي تړون نه لاسليک کول و هغه څه چې متحده ايالات يې خپل زيان بولي که څه هم په بالي کې يوې پرېکړه ته ورسېدل او امريکا هم دکيوټو په ځاى نيونکي تړون کې چې دځمکې له تودوخې سره دمقابلې او دشين کوړيزو غازونو د راکمولو په اړه دى ورګډېږي .
دځمکې ورځ په ورځ زياتېدونکې تودوخې زياتې اندېښنې رامنځته کړې دي او کارپوهان وايي چې که دشين کوړيزو غازونو دراټيټولو او دچاپېريال دتودوخې سره مقابله ونه شي نو په ٢١٠٠کال کې به بشر له يوه سترناورين وچکالي قحط او لوږې سره مخ شي او شونې ده چې دميليونونه انسانانو ژوند له ګواښه سره مخ شي .
اوس يوه بله مهمه خبره داده چې کيوټوتړون په ٢٠١٢کې پاى ته رسېږي او ځاى ناستى به يې په ٢٠٠٩کال کې جوړېږي او وروسته به بيا پلى کېږي خو خبره داده چې ايا ټولې هغه جزيات او اړخونه مالي او اقتصادي چارې به چې له کيوټو تړون سره تړلې وې دې تړون ته هم ورلېږدول کېږي ؟
لس کاله وړاندې په جاپان دکيوټو تړون لپاره بودېجه تصويب شوه خو تر اوسه پورې اجرا شوې نه ده .
دا په داسې حال کې ده له هغه مهاله چې کيوټو تړون لاسليک شو دنړۍ زياتو هېوادونو ددې بودېجې لپاره ٦٧ميليونه ډالره جمع کړي دي. دکيوټو دتړون له مخې بډايه هېوادونه بايد ددغې بودېجې لپاره د((پاکو يا بې له سوده )) پروژه په سلو کې دوه برابره ماليات دې صندوق ته ورکړي . ددې تړون له مخې هغه صنعتي هېوادونه چې دچاپېريال په چټلولو او تودوخه کې لوى لا س لري دهغو هېوادونو په پرتله چې په دې کار کې لږه ونډه لري زياتې پيسې ورکوي .
خو دبودېجې دغه هوکړه تر اوسه پورې دچا لخوا نه ده پلې شوې نو ايا په داسې شرايطو کې دکيوټو ځاى ناستى تړون دچاپېريال دتودوخې په مخنيوي کې کومه ستره اغېزه وکړي ؟
داسترليا لومړي وزير او ددې هېواد کارګرې ډلې مشر کوين راد ويلي دي چې دچاپيريال دتودوخې په اړه به نوي ګامونه اخلي او دغه کار به يې ددولت له لومړيتوبونو څخه وي .
دا د راد دپاليسۍ او کړنلارې هغه مهم ټکى دى چې داسټرلياکارګره ډله يې واک ته ورسوله او په دې توګه يې په دې هېواد کې دجان هووارډ ١١کلنه دوره پاى ته ورسوله .
دکارپوهانو په وينا دکوين دبرياليتوب يو لامل دا وه چې دچاپېريال په اړه يې دټولو نړيوالو هڅو ملاتړ کاوه او دکيوټو دتړون دنه لاسليکولو له امله يې داسټرليا په دولت باندې تر خپلې واکمنۍ پخوا سختې نيوکې کولې اوژمنه يې کړې وه چې که دى واک ته ورسېږي نو دکيوټوتړون به لاسليک کړي .
راد واک ته له رسېدو سره سم کيوټو تړون لاسليک کړ هغه چې کلونه کلونه يې دپرځېدلې ساتنپال لومړي وزير جان هو وارډ ددولت له لوري پر وړاندې مبارزه شوې وه او نه يې و لاسليک کړى .
دچاپېريال تودوخه داسې مسله ده چې اوس يې ددولتونو په کچه نه بلکې په عام ډول هم دنړۍ وګړې له دې ګواښ سره مخ کړي دي چې دنړۍ صنعتي ژوند که څه موده نور هم داسې دوام وکړي نو تودوخه به تر دې هم زياته او دچاپېريال دککړتيا او شين کوړيزو غازونو دپراخ توليد له امله به نړۍ ديوې سترې بشري غميزې او ناورين شاهده وي .
په همدې تمه دکيوټو تړون غړي هېوادونه هڅه کوي چې دولتونه دې ته اړباسي چې دشين کوړيزو غازونو دزياتې کارونې مخه ونيسي دغه راز دچاپېريال دتودوخې او ککړتيا ټول لاملونه له منځه يوسي .
هغو هېوادونو په منځ کې چې صنعتي وده يې مخ پر لوړ روانه ده او يا لږ تر لږه خپل لوړ پوړ ته رسېدلې ده ، له امريکا پرته بل داسې دپام وړ هېواد نشته چې ددې غازونو دلازياتې کارونې لپار ه دي زړه ښه کوي .
اروپايي ټولنه روسيه چين او دنړۍ نور لوى او واړه هېوادونه ټول دې ته لېواله دي چې ددې غازونو دزياتې کارونې مخنيوى وشي .
له بلې خوا په دې وروستيو کې دچاپېريال دبدلونونو په اړه دملګرو ملتونو دټولنې څېړونکې ډلې (IPCC) يو راپور خپور کړ چى يادونه پکې شوې وه دچاپېريال تودوخه کېداى شي بشر له يوې داسې ننګونې سره مخ کړي چې مخنيوى به يې ستونزمن او تر دې وړاندې به يې بېلګې نه وي ليدل شوې .
په ياد شوي راپور کې ګواښ شوى دى چې که د١٩٨٠او١٩٩٩کلونو په نسبت دځمکې دکرې تودوخه په منځني ډول له ٥،١تر ٥،٢سانتي ګريډپورې لوړه شي نو په سلو کې له شل څخه تر دېرش هغه ژوي چې تر اوسه پورې دهغوى په اړه څېړنې شوې دي په احتمالي ډول به له ګواښ سره مخ وي
دامريکادپرينسټن پوهنتون دنړيوالو اړيکو او جغرافياپوهنې استاد اوپن هايمر وايي چې په هېوادونو کې تاوده اوړي شونې ده دچاپېريال په برخه کې دناپېژندل شويو پدېدو برخه وي . دامريکا دپنسيلوانيا په پوهنتون کې دځمکې دکرې دعلمي سيستم دمرکز مشر مايکل منMichael Mann هم دې ته ورته نظر لري او وايې : ((موسمي بدلونونه په واقعيت کې دچاپېريال تدريجي بدلونونه دي او په دې اړه دخلکو غبرګون هغو چونګښو ته ورته دى چې په تودو اوبو کې ژوند کوي . دغه اوبه سوکه سوکه پسې تودېږي او چنګښه هغه مهال چې له اوبو څخه دوتلو وس هم لري خو نه ورڅخه وزي او بالاخره د اوبو دزياتې تودوخې له امله مري . زه فکر کوم بشري ټولنه هم له داسې ستونزې سره مخ ده .)) نوموړى له دې څخه اندېښنه لري چې انسانان دموسمي بدلونونو لپاره سم او پر وخت غبرګون نه ښيي نو ځکه وېره ده چې دچاپېريال دتودوخې له امله يوه ورځ يو ستر بشري ناورين رامنځ ته شي .
مايکل من وايي: ((موږ اوس پوهېږو چې اتوموسفير ته مو هومره شين کوړيز غازونه ورننيستې دي چې همدا اوسني غازونه کولاى شي چې څو لسيزې نور دچاپېريال دبدلون لپاره بسنه وکړي او څو لسيزې يا يوه پېړۍ دنړۍ تودوخه زياته او ددريابونو داوبو کچه لوړه وساتي .))
ځمکه پر دوزخ بدلېږي
دا داسې يوه مفکوره ده چې له ديني ، مذهبي او يا هم له سياسي اړخه يې له څېړلو سره زموږ کارنشته، ځکه دنړۍ سياسي چاپېريال پخپله له يوې نړۍ ستونزو او تاوتريخوالو څخه ډک دى ، سياسي بدلونه يې هم ټول داسې دي چې مخکې يې تمه نه کېږي او غبرګونونه هم ټول ډېر بېړني دي .
په عراق او افغانستان باندې بريدونه ، په فلسطين کې بدلونه ، په صربستان، سوماليا ،کشمير، کينيااو يو شمېر نورو هېوادونو کې يو شمېر زړې او نوې ستونزې او تاوتريخوالي ټول هغه څه دي چې بويه زموږ د خبرې زبات وکړي .
که دنړۍ په هره سيمه کې دهر چا له لوري هر څه تر سره کېږي او يا که دنړۍ په هر ګوټ کې هر څوک دهر چا له لوري دهر چا پر سر واکمن کېږي او يا له واکه لېري کېږي، ټول دسياسي چاپېريال دفکټورونو په توګه يادول په کار دي خو دم ګړۍ زموږ کار دنړۍ دژوند له دغه اړخه سره نه بلکې له طبيعت سره دى .
اوس که موږ په سترګو وينو چې بشري نړۍ له ډول ډول ناورينونو سره مخ ده خو بيا هم زموږ دپام وړ ټکى دځمکې دپنډوسکې تودوخه او دچاپېريال بدلونونه دي .
هغه نړۍ چې موږ په کې ژوند کوو د څو کاله په پخوا په پرتله زياته ناامنه ، زياته ستونزمنه او دزياتو کړکيچنو ځانګو ده .
که زيات هم لري ولاړ نه شو او يواځې يو څو لسيزې په پام کې ونيسو هغه مهال زموږ دژوند کولو شونتياوې زياتې او دمرګ هغه لږ وي .
هغه دچا په اصطلاح زياتره وګړي به دسرې بړستنې په مرګ مړه کېدل خو اوس نړۍ په هر اړخ کې ښکاره توپير موندلى دى .
اوس که په نړۍ کې يو ماشوم زېږي نو له نورو طبعي ستونزو او افتونو ور ها داټوم يوه زره هم د هغو بټيو په خېټو کې زياتېږي چې دپراخې بربادۍ دوسلو جوړولو لپاره يې شپه او ورځ څرخونه چورلي .
ددې کار دمخنيوي لپاره که بېلابېل ګامونه پورته شوي دي خوتر اوسه پورې يې هم ګواښونه لاهماغسې ستر او له پامه دايستلو نه دي .
که څه هم په ١٩٩٧کال کې دکاربونيک غاز دزيات توليد دمخنيوي په موخه صنعتي هېوادونو وپتېيله چې ددې موخې دتر لاسه کولو لپاره دکيوټو تړون لاسليک کړي او اړينه وګڼل شوه هغه هېوادونه چې په سلو کې تر ٥٥زيات شين کوړيز غازونه توليدوي بايد دکيوټو تړون تصويب کړي .
امريکا چې دځمکې دکرې په سلو کې څلور نفوس جوړوي او دټولې نړۍ په پرتله په سلو کې ٢٥شين کوړيز غاز توليدوي په ٢٠٠١کال کې يې اندېښنه وښوده او څرګنده يې کړه چې که دکيوټو تړون لاسليک کړي نو ددې هېواد په اقتصاد او وټه باندې به بده اغېزه وکړي له همدې امله يې ددې تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه او تر اوسه پورې يې هم دغه دريځ ټينګ ساتلى دى .
دځمکې تودوخه مخ پر لوړه روانه ده هر کال دبل په پرتله نړۍ زياته ګرمه وي او اوس خو وخت په وخت دشمالي قطبونو دويلي کېدلو خبرې کېږي .
اوس که څه هم ددې لپاره زياته هڅه کېږي چې دشين کوړيزو غازونو او کاربن ډاى اکسايد زياته کارونه راټيټه کړاى شي خو تر اوسه پورې ددې په اړه عملا کوم ګام نه دى پورته شوى په ځانګړي ډول دلويو هېوادونو لکه امريکا، روسيه، چين او نورو له خوا .
په زړه پورې خبره داده چې دچاپېريال دتودوخې په اړه په دې وروستيو کې دتر سره شويو څېړنو له مخې په منځني ډول هر کال دنړۍ تودوخه دفارنهايت يوه درجه لوړېږي .
دغه لوړېدنه له تېرو سلو کلونو را په دېخوا پيل شوې ده او اوس که سړى ورته حساب وکړي نو دتېرو سلو کلونو په ترڅ کې بايد سل درجې دفارنهايت لوړه شوې وي چې په دې حساب سره دقطبونو دويلي کېدلو لپاره هم ګواښونه پېښ شوي دي .
ددې کار له امله چې په تېرو دولسيزو کې پرمختګ نور هم زيات و دځمکې دقطبونو پر ويلي کولو سربېره داقيانوسونو دوابو دکچې راپورته کول ، دموسمونو بدلون او دالوتونکيو بې وخته تګ راتګ کې زياته اغېزه کړې ده .
دځمکې دتودوخې او چاپېريال بدلونه به په انسانانو او نورو ژويو او وښو باندې څه اغېزه وکړي په دې اړه دروغتيا دنړيوالې ټولنې د ((دلېږد وړ ناروغيو مرکز)) مرستيال مشر ډاکټرډيويډهيمن دامريکا سناجرګې ته پخپله وينا کې وويل چې دروغتيا نړيوالې ټولنې دچاپېريال دبدلون له امله بشري نړۍ ته په بالقوه متوجه ستونزو باندې څېړنې کړې دي او دې پايلې ته رسيدلي دي چې دچاپېريال دبدلون له امله رامنځته کېدونکې زيانونه خورا پراخ او داندېښنې وړ دي .
دده په وينا دچاپېريال دتودوخې له امله له راتلونکو ننګونو سره ټوله نړۍ مخ ده او ددغو زيانونونه لورى بدلول ناشونى ښکاري .
نړۍ تر لس کاله لږ فرصت لري
دامريکا دهوايي او فضايي څېړنو د ادارې يو لوړ پوړي چارواکي جيمزهنسن James Hansen دتېرنوامبر په مياشت کې اعلان وکړ چې نړۍ دراتلونکي لوى ناورين دمخنيوي په موخه دګام پورته کوله لپاره تر لس کاله لږ فرصت لري .
دپنسيلوانيا دپوهنتون استاد مايکل من وايي : ((موږ ديو شمېر داسې ټکو شاهدان يو چې عملي موډلونو هغه زبات کړي و او ويلي يې و چې مثلا دا پېښه به ٥٠کال وروسته راځي . دبېلګې په ډول دګريلند ديخچالونه ويلي کېدل چې په عمومي ډول په پوهنيزو څېړنو کې داسې ښودل کېده چې دايخچالونه دومره ورو ورو ويلي کېږي چې له اوسه تر لسو کلونو پورې به دليدلو وړ نه وي .))
پوهان په دې باور دي چې که دګرېليند يخچالونه ويلي شي نو په ټوله نړۍ کې به دسيندونو داوبو کچه له ٥تر ٦مترونو پورې لوړه کړي او دنړۍ څولوى ښارونه به تر اوبو لاندې شي .
دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠٠٥کال کې دګريلنډ له يخچالونو څخه ٢٢٥کيلومتره مکعبه يخي ويلي شول او دا کچه د١٩٩٦کال دويلي کېدلو په پرتله ډېره لوړه ده ځکه په ١٩٩٦کال يواځې ٩٢کيلومتره مکعبه يخى ويلى شوى و .
له بلې خوا تودوخه اوس هم مخ په زياتېدلو دى او دګريلنډ يخچالونه لا هم دويلي کېدلو په حال کې دي چې ورځ تر بلې يې کچه زياتېږي او ديخ دويلي کېدلو دپروسې ددوام په ترڅ کې هغه هېوادونه چې په شمالي سيمو کې پراته دي دهغو په پرتله چې دځمکې دکرې په نيمايي کې پراته دي ډېر تر ګواښ لاندې دي خو ګواښ په هر صورت ټوله نړۍ بايد په پام کې ونيسي.
همدې اندېښنې ته په پام سره ساينسپوه مايکل اوپن هايمر وايي چې دچاپېريال دبدلونونه لوبه بايلونکى او ګټونکى نه لري ، له همدې امله ده چې که دچاپېريال له بدلونونو څخه راپورته شوې کومه غمېزه په يوه هېواد کې رامنځته کېږي نو اغېزې به يې ډېر ژر په نورو هېوادونو کې هم تر سترګو شي .
هايمر وايي چې دغه اغېزې دکډوالو په تلو راتلو کې جوتې تر سترګو کېږي او که چېرته دچاپېريال دبدلونونو له امله ستونزې زياتې شي نو په لسګونه ميليونه خلک به له خپلو سيمو او کورنو څخه کډوالۍ ته اړ شي .
د يو. اِس. اينفوويبپاڼې دليکنې دپلاوى يو تن غړى شريل پلرين هم په خپله يوه ليکنه کې ټولې نړۍ ته دچاپېريال دبدلونو له امله بالقوه اوښتونکي زيانونه او ننګونو ته په اشاره سره دکډوالۍ موضوع ډېره مهمه بولي او وايي چې نه يواځې به انسانان کډوالۍ ته اړ شي بلکې يو شمېر ژوي او په ځانګړې توګه الوتونکې او حشرات به هم له خپلو سيمو څخه نورو ځايونو ته ولېږدي چې شونې ده په دې توګه له ځانه سره ډول ډول ناروغۍ ولېږدوي چې دغه کار به بشري غمېزه نوره هم لويه او زيانونه به يې پراخ کړي .
شريل پلرين د امريکا دمتحده ايالتونو ((دناروغيو دکنټرول او مخنيوي دمرکزونو))(CDC) دمدير ډاکټر جولي ګربرډينګ هغه وينا راخلې چې په تېر زېږديزکال داکتوبر په ٢٣يې دامريکا دسناجرګې ((دچاپېريال ساتنې )) کمېټې ته کړې ده .
ګربرډينګ ويلي دي چې دټولو خلکو روغتيا او سلامتي دخپل چاپېريال دانسانانو، ژويو او او شاوخوا دسم والي روغتيا او پاکوالي تر اغېزې لاندې ده ، چې دچاپېريال نړيوال بدلونونه ورباندې يو ډول اغېزه کوي .
دغه راز دتېراکتوبر په ٢٣مه دروغتيا نړيوالې ټولنې (WHO) هم اعلان وکړ چې په ٢٠٠٨کال کې داپريل په ٧مه دروغتيا نړيواله ورځ د((دچاپېريال دبدلونونو په وړاندې دروغتيا ساتنې )) په نوم نمانځي . په دې اړه دروغتيا دنړيوالې ټولنې مشر ډاکټرمارګاټ چان وايي اړينه ده چې نړيواله روغتيااو هغې ته پام دچاپېريال دبدلونونو په اړه دکار او هلو ځلو په سر کې ځاى ولري .
ډېرزيان چاته رسېږي ؟
دچاپېريال دبدلون په اړه اوس دا په ډاګه شوې ده چې که ژر تر ژره ددې اوښتون دمخنيوي په موخه کوټلي ګامونه وانه خيستل شي نو لري نه ده چې يوه ورځ به نړۍ ديوې پراخې غميزې شاهده وي .
هسې هم بشري نړې له هره لوري له سترو ننګونوسره مخ ده هغه که دپراخې بربادۍ وسلې دي ، ايډز ، لوږه او که دنفوسو زياتوالى دى ټول نيغ په نيغه دانسانانو په ژوند او دهغوى په پايښت باندې اغېزه کوي .
که له يوې خوا په اصطلاح ددرېيمې نړۍ هېوادونه اوس دپرمختګ لپاره او يا له پرمختللې نړۍ سره دسيالۍ کولو په موخه دانسانانو په سرونو پښې ږدي او مخ پر وړاندې ځي خو له بلې خوا همدغه هېوادونه دي چې وګړي يې دلوږې او نشتوالي له امله له ځان پلورلو رانيولې تر بلې هرې سترې ستونزې سره لاس او ګريوان دي که څه هم داستونزې يواځې په دې هېوادونو کې نه دي چې اوس مخ په وړاندې ځي .
دچاپېريال دبدلونونو له امله تر ټولو زيات اغېزمن خلک به دهغو هېوادونو وي چې داقتصاد له پلوه خوار او په وچه کې ګير وي . په ټوليزه توګه به دغه وګړي نشي کولاى چې د ډېر لږ وخت لپاره هم ددغو بدلونونو په وړاندې خپل مقاومت پر ځاى وساتي يا به له سختو او توندو اورښتونو سره مخ کېږي چې په پايله کې به يې دسېلابونو له امله ژوند له ګواښ سره مخ کېږي او يا به دغه ګواښ دوچکالي دزياتوالي او نه اورښتونو په بڼه وي چې په هغه مهال کې به واښه له منځه ځي مضر حشرات به زياتېږي او په دې توګه به ناروغۍ پراخېږي او هغه ولسونه چې هېواد يې له دې ستونزې سره لاس وګرېوان وي دژوند له نعمت سره به په ډلييزه توګه مخه ښه کوي .
دچاپېريال بدولونونه اوس دنفوسو دزياتوالي له ستونزې سره همغاړي شوي دي او له يوې خوا دنړۍ نفوس مخ په زياتېدلو دى او له بلې خوا دچاپېريال دبدلونونو له امله له سختو ننګونو سره مخ ښکاري که څه هم دچين غوندې هېوادونه خو دنفوسو دزياتوالي په اړه هم يو لړ قوانين جوړ کړي دي چې دهغو له مخې دچين وګړي بايد توالد او تناسل وکړي .
همدا اوس په چين کې دلوږې له ډاره ښاري خلک ديوه او کليوال خلک دوو ماشومانو دزېږولو حق لري .په دې ورستيو کې دچين خبري اژانس شين هوا خبر ورکړى دى چې په چين کې دنفوسو دزيات والي دمخنيوي په اړه له لګېدلي قانون څخه يو شمېر خلک سرغړونه کوي او هغه ارونه په پام کې نه نيسي چې داولاد دزېږولو په اړه ورته قانون ټاکلي دي .
يادې شوې سرچينې ويلي دي هغه کسان چې اوس اوس بډايه شوي دي نو له پورتني قانون څخه سرغړونه کوي او بيا حکومت ته جريمه ورکوي .
که له يوې خوا نړۍ په دې هڅه کې ده چې دزياتو اولادونو دزېږولو او يا دنفوسو دزيات والي مخه ونيسي خو له بلې خو طبعي افتونه او ناروغۍ هم ورځ تر بلې زياتېږي چې په ټولو کې يې دچاپېريال دبدلونونو اغېزې تر سترګو کېږي او بشري ټولنه يې له ننګونو سره مخ کړې ده .
کارپوهان دچاپېريال توندو بدلونونو ته په کتلو سره وايي چې ژر تر ژر او له هرې شونې لارې څخه بايد ددې بدلونونو دمخنيوي لپاره کار واخيستل شي .
يو شمېر کارپوهان وايي چې دمونټرال تړون چې شل کاله وړاندې دنړۍ د١٩١هېوادونو له لوري په دې موخه لاسليک شو چې په اتوموسفير کې به داوزون يا هغه پوړ چې دلمر زيان رسوونکي وړانګې (بنفش ) ځمکې ته نه راپرېږدي پخپل حال وساتل شي دوى وايي چې دچاپېريال دبدلونونو او شين کوړيزو غازونو په وړاندې هم بايد ياد شوى تړون وکارول شي .
په ١٩٤٧کال کې چې کله دچاپېريال او اتوموسفير په اړه پوهانو څېړنې کولې نو دې پايلې ته ورسېدل چې په اتوموسفير کې داوزن پوړۍ دکلورو فلوروکاربن (CFC)غاز دزيات توليد له امله ډېره نرمه او اغېزمنه شوې ده .
پوهانو داوزون زيات نرم والى په ١٩٨٠لسيزه کې کې په جنوبي قطبونو کې احساس کړ چې همدې پېښې ته په کتلو سره په ١٩٨٧کال کې دمونټرال تړون لومړۍ نسخه د٢٤هېوادونو له لوري لاسليک شوه .
ددې تړون له مخې غړي هېوادونه ژمن شول چې نور به دهغو غازونو او کېمياوي توکيو کچه چې داوزون دکمزوري کولو او له منځه وړلو ګواښ رامنځته کوي راټيټوي .
په دغو توکو کې بروم، کلورين ، کلورو فلوروکاربن (CFC) او هايدور کلورفلووروکاربنونه (HCFC) شامل دي .
دغه تړون که چېرته کارول کېږي او يا يې له اصولو څخه ګټه اخيستل کېږي نو په کيوټو سربېره دويم تړون به وي چې دچاپيريال دبدلونو دمخنيوي په موخه ورڅخه کارواخيستل شي خو هغه تړون چې په ځانګړي ډول دې کار ته رامنځته شوى دى هم سم نه دى پلى شوى چې ښه بېلګه يې دامريکا متحده ايالتونه دي چې تر اوسه پورې دخپلې وټې او اقتصاد په وړاندې زيان بولي نو مونټرال تړون ته هم ډېره تمه نشته چې په دې اړه به څه وکړي .
که څه هم وروسته په ١٩٩٠کال کې د CFCپر ځاى HCFC کارولو ته اجازه ورکړل شوه ځکه دغه غازونو دمخکنيو هغو په پرتله اوزون ډېر نه کمزورى کوي خو دغه غازونو به هم په پرمختللو هېوادونو کې په ٢٠٣٠او مخ پر ودې هېوادونو کې په ٢٠٤٠کال کې درېږي .
يوه بله دپام وړ خبره داده چې په تېر سپټامبر کې دمونټرال تړون غړو هېوادونو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې HCFC دې هم تر خپل ټاکلي وخت يوه لسيزه وړاندې بند شي ځکه اوزون يې له جدي ګواښونو سره مخ کړى دى .
نوربيا
وروستي