خوږې مورې

د اوښکو په سيلاب کې مې زړګی رانه ډوبيږي درياب ته يې پتڼ ته يې څپه ته يې د حاجت ځولۍ چې نيسم ذوالجلال ته ايمان ته يې باور ته يې دعا ته يې چې په سترګو مې تياره راشي له غمه زير مې ته يې ښايست ته يې رڼا ته يې اواره سر شوم کوڅو کې ستا په هجر کور مې ته يې پت مې ته يې پناه ته يې مورې ﻻړې رانه ﻻړې ولې ﻻړې؟ ما ته پلار يې راته ورور يې زما خور يې زما تن يې زما روح يې زما ځان يې ته جنت يې ته دنيا يې ته عقبا يې چې مې ځان ته کله پام شي پام مې ته يې په رګونو کې مې وينه په هډونو کې مې توان يې ژاړم زه چې بيا به سترګې زما خوږې په ليدو نه شي اوښکه ته يې فغان ته يې ژړا ته يې دا منم چې په دنيا کې د هر چا يوه مورکۍ وي زما مورې خوږې مورې ته يوه بيله ثنا يې ﻻړې ﻻړې رانه مورې زه افسوس اه و ناله کړم چې يو ځلې دې قدمو کې رحيمه وای خاورې خاورې   10/09/04