يوې نوې، خو لويې وبا چې نږدې ټوله نړۍ يې نيولې ، ښځې او نر يې يوشان ليوني کړي هغه د ښکلا عمليات ( پلاستيکي جراحي) ده، چې ډير خلک يې پدې هيله ترسره کوي، تر څو د ښکلي راتلونکي په لور وړاندې لاړ شي او په دې ډول له خپلې څېرې څخه د تېر ې زمانې نښې او آثار له منځه يوسي.، همدارنګه ډير نور بيا په دې خاطر ددې ډول عملياتو ډګر ته رادانګي، چي په خپله خداى ورکړې څېره اعتراض لري او غواړي هغه ډول بدلون پکې راولي، چي دوى يې غواړي ، تر څو ددوى په آند، څېره يې جوړه شي، خو هغوى د لوى څښتن دغه ارشاد ته هيڅ پاملرنه نکوي ، چي فرمايي: ((لقد خلقنا الانسان فى احسن تقويم)) [التين -٤] ژباړه (او په تحقيق سره موږ پيدا کړ انسان په ترټولو ښه شکل او صورت سره .))
که چېرې د څو شېبو لپاره ددې آيت په مانا او مفهوم باندې غور وکړو، نو په ريښتيا سره به ومومو چې د انسان طبعيي او خداى ورکړې ښکلا او اصلي څېره د لوى پروردګار يو ستر نعمت دى، چې پر انسانانو يې پيرزو کړې ، نو بيا ولې هغه بدلوو او په هغه څه کې بدلون راولو، چې په خپل ذات کې هغه ښکلى دى؟ آيا انسان پدې ډول د ښکلا لوړې څوکې ته رسي؟ او که چېرې ټول هغه وګړي، چي د ځمکې پر مخ ژوند کوي د مصنوعي ښکلا لوړې څوکې ته ورسيږي، څه پېښه به رامنځ ته شي؟ که چېرې سترګې، اننګي او شونډې له يو بل سره ورته شي ، نو څۀ به رامنځ ته شي؟
كله چې د خيال نيلۍ وزغلوو، نو پوه به شو، چې د ښکلا دغه ډول عمليات به نړۍ ته يو غولونکى او درواغجن مخ ورواغوندي، ريښتيا او حقيقت به پټ شي او د رنګينو او بي مانا قناعتونو تر شاه به پناه واخلي او له مادي نانځکو او هغه عقل پرته، چي ظاهري ښکلا او بڼې ته دبڼې پر اصلي جوهر برلاسى ورکوي، نور څه نه منعکسوي.
دښکلا 1.8 ميليونه عمليات:
د پلاستيکي جراحۍ ديوې امريکا مېشتې ټولنې د شمېرنې له مخي، ښکاري چې يواځي د تېر زيږديز کال په ترڅ کې د امريکا په متحده ايالاتو کي 1.8ميليونه تنو پلاستيکي جراحي يا د ښکلا عمليات ترسره کړي دي او دا شمېره پر هغه 6.4 ميليونه تنو سربېره ده، چي په همدې موده کې يې له جراحۍ پرته د [بوتوکس] پيچکارۍ له لارې د ښکلا عمليات ترسره کړي دي. دا پداسې حاال کې ده چې د يوې نوې سرشميرنې له مخي،د ښکلا عمليات او خوراکي سا زمانونه په لا تينه امريکا کي ميليونونه ډالره مصرف لري.
سرشمېرني ښيي، چې د ښکلا عملياتو يا پلاستيکي جراحۍ د ټولنې د بېلابېلو پرګنو لپاره ديوه چلنج بڼه غوره کړي، د بيلګې په توګه د برازيل هېواد د وګړو 61 په سلو کې خپله ظاهري بڼه په ټولنه کې د خپلو برياوو اساسي عامل ګڼي. همدارنګه په 1999 زيږديز کال کې د ارجنتاين له هرو ديرشو وګړو څخه يوه تن پلاستيکي جراحي ترسره کړې وه او په کولمبيا کې خو خبره تر دې هم غټه ده – په دې هيواد کې ځوانې نجونې بهر ته د سفر او يا د خپلې زيږيدنې د پنځلسمې کليزې نمانځل نه غواړي او د هغۀ پرځاى دښکلا دعملياتو غوښتونکې دي.
په وروستيو لسو کلونو کې د لاتينې امريکا دهغه وګړو شمېره چې د خپل جسم په يوه برخه کې يې د ښکلا عمليات يا پلاستيکي جراحي ترسره کړې وې 200 په سلوکې پورته شوه. دا په داسې حاال کې ده ، چې دهر يوه تن د عملياتو لګښت 8000 امريکايي ډالره اټکل شوى وو. دا هم ديادونې وړ ده ،چې د نارينه وو شمېره په دې لړ کې لس په سلو کې وه ، چې يا يې ويښتان کرل او يا يې په خپله څېره کې بدلون راوستلو.
په فرانسه کې بيا د ارواپوهنې کارپوهان پدې باور دي چې ددې هيواد 80 په سلو کې ښځينه وګړي ،د ښکلا عملياتو لور ته مخه کوي چې ډير لوى لامل يې اروايي ستونزې ګڼل کيږي. پروفيسور جرالد لوګاس چې د ارواپوهنې متخصص دى ، څرګندوي چې له ټولو هغو درېو ښځو څخه ،چې د ښکلا عملياتو ته مخه کوي لږترلږه يوه يې تر عملياتو وروسته پښيمانه کيږي. دغه ارواپوه زياتوي چې د ښکلا دعملياتو، ترسره کونکي ډاکټر لپاره اړينه ده ، چې ددوى له منځه هغه ښځې د عملياتو لپاره انتخاب کړي کومې چې سمدلاسه داسې عملياتو ته چمتو وي، ځکه ددوى ټولو تر منځ يو ګډ ټکى د ستونزو شته والى دى، مثلاَ د نوې ځوانۍ يا نوي پيغلتوب له دورې څخه وتنه، د نوي ماشوم زيږونه، د کار او دندې له لاسه ورکول، طلاق او يا د زړښت پيلامه.
همدارنګه د تېر کال په ترڅ کې په عربي نړۍ کې د سينمايي څېرو يا د انځوريزو رسنيو د نڅاګرو او سندرغاړوتر منځ دښکلا دعملياتو کچه له 380000 څخه 650000 ته پورته شوه، چې له دې ډلې څخه يواځې په مصر کې دغه کچه له 55000 څخه 120000ته پورته شوه. په سوريه کې ډاکټره ناريمان شيخ طالب چې د ښکلا دعملياتو متخصصه ده له لندن څخه خپرېدونکې (الشرق الاوسط) ورځپاڼې ته ويلي چې د سوريې هيواد 80 په سلو کې ښځې پلاستيکي جراحي ترسره کوي او دپاتې 20 په سلو كې نارينه وو مقصد بيا دښکلا له عملياتو څخه د پزې ښکلي کول، د بدن د چاغوالي کمول او دسينې وړول وي .
ډيرې تجربې ښکاروي چې نننۍ نړۍ يواځې په وچ ماديت کې ډوبه ده او دنړۍ پرمختګ د ليونتوب په لور خوځيږي. لکه څه ډول چې له عربي متحده اماراتو څخه خپرېدونکې جريدې (البيان) د دوه امريکايي غبرګونو وروڼو د هغې هيلې په اړه ليکلي وو، چې غوښتل يې خپل ځانونه د فلمي نړۍ د مشهور لوبغاړي برادبت په څېر راڅرګند کړي. ددې پېښې تفصيل دا ډول ده چې دوه امريکايي غبرګونو وروڼو پر خپلو ځانو ډير دقيق او ګرانبيه د ښکلا عمليات ترسره کړل چې تر څو ددوى څېرې د برادبت په نامه فلمي لوبغاړي ته ورته شي، چې ددوى دواړو خوښيدو، داچې د دې عملياتو پايلې څه ډول وې او آيا دوى دواړه د خپل زړه مرام ته ورسېدل که نه ؟ بېله خبره ده، خو دغه دواړه وروڼه مايک چليپ او مات چليپ چې د امريکا د اريزونا ايالت اوسېدونکي دي، وايي چې ددوى په څېروكې دغه نوي بدلون نجونې د مقناطيس غوندې ددوى لور ته را جذب کړې. مات چليپ وايي هغه څه چې دوى دواړو وکړل په دې زحمت يې ارزيدۀ ، او آن تردې يې هم زيات ارزښت لرلو. هغه زياتوي چې دى تيار دى چې لس ځله نور هم دا ډول عمليات تکرار کړي، ځکه پرته له هر ډول شک څخه د ښکلا عملياتو دهغه لور ته د نجونو د پام په را اړولو کې ډېره مرسته وکړه او دا هغه څه و، چې ده يې تردې وړاندې خوب هم نشواى ليداى. ويل کيږي چې د دواړو وروڼو پلاستيکي عمليات په ډير زيات لګښت ورته تمام شول . ددوى څېرو د پزې، زنې او غاښونو له اړخه بدلون وموند او دهريوه علمياتو نږدې شل زره امريکايي ډالره لګښت درلود.
يوه معروفه څېره غواړم:
دمايک چليپ او مات چليپ د ښکلا د عملياتو جريان چې د لويديزې نړۍ د هاليوډ سينمايي کمپنۍ د وتلي لوبغاړي برادبټ څېره يې ځان ته غوره کوله، د M.T.V تلويزوني شبکې لخوا د ((يوه معروفه څېره غواړم)) تر عنوان لاندې پروګرام کې خپور شو. دغه تلويزوني شبکه د هوسي ځوانانو دهغه خطرناکو عملياتو لړۍ خپروي کوم چې غواړي د نړۍ د پيژندل شوو وګړو څېره خپله کړي.
د M.T.V تلويزوني شبکې فلم جوړونکى مارشال ايزن وايي چې دغه تلويزيون قصد درلود ،چې د اوسنۍ پېړۍ هغه مخ په زياتيدونکى رواج خلکو ته څرګند کړي چې د ښکلا عملياتو لورته د امريکايي ځوانانو مخه کول او راښکون ښكاروي. دغه فلم جوړونکى زياتوي چې په نننۍ نړۍ کي مشهورو څېروته د رسېدلو هوس خپل اوج ته رسېدلى ، له همدې لامله د ځوانانو يوه لويه شمېره د وتلو څېرو او مشهورو فلمي ستورو سره خپله مينه او هوس يوې بې سارې کچې ته رسوي.
په امريکا کې تر اوسه هم د ښکلا عمليات يا پلاستيکي جراحي د پرمختګ پر لور روانه ده، چې يوه بله بيلګه يې پدې لاره کې د يوې امريکايۍ ميرمنې اليزابت کرستينسن هغه هڅې يادولاى شو چې غوښتل يې د يوې پخوانۍ مصري ملکې نفرينتي بڼه خپله کړي. دغې امريکايۍ ميرمنې ددې لپاره چې خپله دغه غوښتنه عملي کړاى شي 24 ځلې يې پر خپل مخ د ښکلا عمليات ترسره کړل او پدې لار کې يې 250000 امريکايي ډالره مصرف کړل ، خو له دې سره سره بياهم په څه ډول چې دې غوښتل خپلې موخې ته په رسېدو کي پاتې راغله. نه ديرش کلنې اليزابت د پنځو کلونو په موده کې چې ددغو ،عملياتو پايلې ته منتظره وه ډير کړاوونه او اروايي ستونزې وګاللې او هرځل به هغه وخت د خواشينۍ له يوې څپې سره مخ شوه کله چې دعملياتو پايله به هغه ډول لاس ته را نغله چې دې ترې تمه دلورده، خو آغلې اليزابت بيا هم ټينګار کوي چې بايد دا د مصري ملکې په بڼه ښکاره شي او سره له دې چې ٢٤ ځله يې عمليات ترسره کړي، خو دا لا اوس هم دې ته تياره ده ،چې که هر څومره نور لګښت پرې راځي او هرڅو ځلې نوره هم د عملياتو خونې ته ولاړه شي، پرواه نلري تر څو چې د ښکلا د ملکي نفزينتي غوندې بڼه ځان ته غوره کړي. د ډاكترانو په آند څلور يا پنځه ځله نورو عملياتو ته لاهم اړتيا شته تر څو د اليزابت څېره بشپړه شي او هغه د نفزينتي بڼه ځان ته غوره کړي. اليزابت وايي چې ډير دوستان يې او آن خپله مور يې چې د ښکلا ترعملياتو وروسته يې په ليدو نه وه پيژندلې ،ګومان کوي چې دا (اليزابت) ليونۍ شوې ده او ددې له دغه ډول کړنو سره موافق ندي، خو اليزابت وايي چې هغه څه چې ددې زړه غواړي هغه ترسره کوي.
د اليزابت په شان يوه چينايي ميرمن هم د ښکلا د عملياتو ليواله ده. دغه ميرمن چې ديرش کاله عمر لري د تيرو پنځو کلونو په موده کې يې 220000چينايي يوانونه د ښکلا پر عملياتو لګولي دي.
له ښکلا نه دبد شکلۍ په لور:
کله چې بيا د پلاستيکي جراحي دنده د بدشکلۍ خوا ته وړاندې تګ وکړي د مارک اليستر نومي سړي تجربه ورته ښه بېلګه ګڼلاى شو. مارک اليستر اعتراف کوي چې دده اقدام يو ليونى اقدام و کله يې چې 4870 ډالره د ښکلا پر عملياتو ورکړل ، تر څو دده بڼه دده د سپي څېرې ته ورته جوړه کړاى شي. د اليستر دغه کار دهغه د ژوند ماڼۍ ونړوله، ښځه يې ترې بېله شوه، خپله دنده يې له لاسه ورکړه او ملګرو يي يواځي پرېښود. اليستر زياتوي چې له ده سره دا خياال هغه وخت پيدا شو چې په ورځپاڼو کې يې ولوستل چې خلک پر ځانو د ښکلا عمليات ترسره کوي تر څو د خپلې خوښې فلمي لوبغاړي او يا د مشهور سينمايي ستورو په څېر واوړي. اليستر وايي چې دى دغه کارته ځکه وهڅيد، چې له وتلو شخصيتونو او سينمايي ستورو سره يې مينه نه درلوده، او د خپل سپي په وجود کې يې ټول هغه صفات او خويونه ليدل چې ده په ځان کې غوښتل، لکه وفاداري، قوت او له خلکو سره مينه او په ژوند کې ميړانه.
دو ديرش کلن اليسټر چې د بيمې په يوه شرکت کې يې کار کولو او د امريکا د لاس اينجلس په ايالت کې ژوند کوي وايي، ما له ځان سره سوچ وکړ چې که چېرې زه په خپل بهرني وجود کې دخپل سپي ((موجو)) په څېر ښکاره شم، نو کېداى شي په دننه وجود کې هم د هغه خويونه پيدا کړم، ځکه نو د انټرنټ له لارې يې د پلاستيکي جراحۍ په اړه تر اوږده بحث وروسته، دغو عملياتو ته ځان تيار کړ او د سوېډن هېواد ته ولاړ، چې هلته ډاکټر لارس لنډسټرو دده له غوښتنې سره سم پلاستيکي جراحي ورته ترسره کړه.
کله چې ډاکټر له دې عملياتو څخه خلاص شو او د اليسټر څېره په ډارونکې بڼه څلورکلن سپي ته ورته شوه، نو اليسټر بيا وغوښتل تر څو د هغه په خوله کې دوه داړې يا اوږده غاښونه هم کېښودل شي، تر څو پرېکنده پايله تر لاسه کړي. دغه امريکايى سړى وايي چې دى هغه وخت د ښکلا د عملياتو له پايلې څخه راضي شو چې کله له عملياتو وروسته د الوتکې له لارې خپل ټاټوبي ته راستون شو او له الوتکې ښکته شو، نو خلکو په خورا تعجب ورته کتل. کله چې کورته راستون شو، دهغه ميرمنې (جون) د هغه دغه نوې بڼه ونشواى زغملاى او هغه يې له يوې اونۍ وروسته يواځې پرېښود. همدارنګه د لنډې مودې وروسته هغه له خپلې دندې څخه وشړل شو. تر دې هم دردونکې دا وه چې دهغه سپي چې اليسټر هغه په نړۍ کې خپل تر ټولو غوره ملګرى ګاڼه ، له هغه سره يې بل ډول معامله پيل کړه او داسې ښکارېده لکه هغه هم چې دده څخه د اليسټر په تقليد خوښ نه ښکارېده.
د ښکلا عمليات د هديې او تحفې په توګه:
په خواشينۍ سره بايد ووايو چې د ښکلا د عملياتو دغه لړۍ اوس زموږ تنکيو ګلانو او ماشومانو ته هم رسېدلې، لکه څه ډول چې د Chinadaily ورځپاڼه ليکي، په چين کې پلرونه ددې لپاره پيسې مصرفوي تر څو په خپلو ماشومانو باندې د ښکلا عمليات ترسره کړي، په داسې حال کې چې دغه ماشومان له نه کلن وي. دغه ورځپاڼه زياتوي چې د پزې او سترګو په برخه کې دغه ډول عمليات ترسره کوي. د چين په جوهي ښار کې پلرونه پدې آند دي چې دغه ډول د ښکلا عمليات ددوى زامنو ته په ورځني ژوند او ښوونځي کې ښه اعتماد ور په برخه کوي.
دښکلا دعملياتو يو بل اړخ تر نورو هم په زړه پو رې دى او هغه دا چې دغه ډول عمليات په نړۍ کې ځينې وګړي د هديې يا توښې په ډول هم کاروي. دامريکا په متحده ايالاتو کې مېړه خپلې مېرمنې ته او مېرمن خپل خاوند ته په ځانګړو مراسمو او مناسبتونو کې د بلې توښې پر ځاى خپله عمليات شوې څېره وړاندې کوي. ديوې امريکايۍ ورځپاڼې په وينا، نن په امريکا کې تر ټولو عامه وګړيزه توښه د ښځې او مېړه تر منځ يوه او بل ته د خپلې عمليات سوې بڼې وړاندې کول دي.
د سړو برخه :
که څه هم په نننۍ نړۍ کې ظاهرآ ښځې د څېرې او ښکلا لورته پاملرنه کوي، خو په ننني عصر کې نارينه هم نه غواړي پدې سيالۍ کې وروسته پاتې سي ، ځکه خو د پلاستيکي جراحۍ يا د ښکلا د عملياتو لړۍ يواځي تر ښځو پورې محدوده نه ده پاتې . د CNN تلويزوني چينل وايي چې ډير هغه نارينه او زلميان ، چې د سوداګرۍ په چارو بوخت دي، د بېلابېلو لاملونو له وجې، چې مهم يې ددوى په آند پر ځان اعتمادګڼل کيږي د ښکلا په عملياتو لاس پورې کوي. د(ښکلا د عملياتو امريکايي ټولنې) لخوا په يوه خپره شوې شمېرنه کې راغلي چې په 2003 زيږديز کال کې 334000 عملياته د نارينه وو لخوا ترسره شوي، پداسې حال کې چې د ښځو لخوا په همدې کال کي دترسره شويو ښکلا عملياتو شمېره 2.56 ميليونو ته رسيږي. خو ددې زياتيدونکي ميلان سره سره ډېر داسې کسان هم سته چې په خپله خداى ورکړې څېره قناعت لري او د مادي توان درلودلو سره بيا هم نه غواړي د پلاستيکي جراحۍ يا دښکلا د عملياتو له لارې څه بدلون پکې راولي.
د پام وړ ټکى دا هم دى، چې د ښکلا عمليات که يوه لور ته انساني څېرې ته ښکلا وربښي او ډېر وګړي له دې لارې ګټندوى ګڼل کيږي، نو يو شمېر کسان داسې هم سته چې د ښکلا په عملياتو سره يې تاوان کړى . د بېلګې په توګه (وانګ) نومي تايواني پيغله ، چې اوس يې د ښکلا د عملياتو په ترسره کونکي يوه روغتون باندې د جريمې دعوا کړې ده، يادولاى شو. دا يويشت کلنه نجلۍ دعوا لري چې د روغتون ډاکټرانو ددې دسترګو د عملياتو په وخت څه غلطي کړې وه او اوس يې د خوب په وخت کې سترګې وازې پاتې کيږي. ديوې ټايواني تلويزوني شبکې له راپور سره سم پيغلې وانګ د خپلې مور په غوښتنه درې کاله وړاندې غوښتل چې خپلې سترګې د پلاستيکي جراحۍ له لارې د اروپايي ښځو د سترګو په څېر جوړې کړي ، خو اوس دا دکومې خرابۍ لامله چې د عملياتو په ترڅ کې رامنځ ته شوي له روغتون څخه 240 زره امريکايي ډالرو د تاوان غوښتنه کوي. په همدې ډول، يوه چينايي هستوګن (فينګ) خپله ښکلې ښځه له هغه وروسته طلاقه کړه ، چې ورته څرګنده شوه ، چې هغې تر واده وړاندې د ښکلا د عملياتو په ترسره کولو سره خپله آريزه بڼه بدله کړې ده، کنه نو بدرنګه وه. دغه چينايي سړي له خپلې خوشې کړې مېرمن څخه اوس د يولکو ډالرو د تاوان غوښتنه هم کوي.
دتيو عمليات - د ځان وژنې لامل :
د ښکلا د عملياتو سره د تړلو غميزو په لړ کې ډېرو څېړنو دهغو ښځو او نجونو د ځان وژنې د پېښو مخ په زياتېدونکي شمېرې ښودلي ، چې د سينې د ښکلا او د تيو د پيوندولو عمليات يې ترسره کړي. لکه څرنګه چې د فنلنډي ښځو په اړه ترسره شوې يوې څېړنې ښکاره کړې چې دهغو ښځو د ځان وژنو شمېره چې د تيو د پيوندولو يا ښکلي کولو عمليات يې ترسره کړي وو، د نورو په پرتله درې ځلې زياته وه.
انسان په خپل ټول ژوند کې د نېکمرغۍ په لټه کې دى او دده په ګومان نيکمرغي د ظاهري بڼې او څېرې په ښکلا پورې تړلې ده، خو له دې بې خبره دي چې ريښتونې ښکلا او ښايست يو بېل شى دى. دمصر لوى مفتي شيخ علي جمعه د ښکلا د عملياتو يا پلاستيکي جراحۍ ترسره کونکو ډاکټرانو ته په خپل يوه پيغام کې ليکلي دي، چې د ښکلا دځينو عملياتو ترسره کول، په تېره بيا هغه چې د غرور او تکبر لپاره يا د عيش او عشرت لپاره وي، د اسلام له نظره حرام دي.
په مصر کې دپلاستيکي جراحۍ د لومړني کلني سيمينار پر وړاندې د خپلې وينا په ترڅ کې شيخ علي جمعه وويل چې دغه ډول عمليات چې خلک يې يواځې ديوه نوي شي د لټونې په نيت ترسره کوي، شرعآ منع دي. شيخ جمعه زياته کړه: ددې ډول عملياتو دترسره کونوتر شاه د هرچا نيت دهغې د شرعي حکم د بيانولو په لار کې اساس ګڼل کيږي.
دا و د لوېديز تمدن او لوېديز کولتور سوغات، چې په خورا خواشينۍ سره يې نن زموږ اسلامي ټولنو ته هم لاره پيدا کړې او خداى خبر ، چې ددې وبا راتلونکى به څه ډول وي .
(( پاى ))
دغه ليکنه دعربي ژبې له خورا مشهورې ويب پاڼې www.moheet.com څخه پښتو ته ژباړل شوې ده :
وروستي