دا مو د بابا وطن ۰۰۰

د ۲۰۰۸ کال د مې د میاشتې په څلورمه نیټه د ادېسې په ښار کې د سمندر د تم ځای په يوه ښکلي تا لار کې د افغانانولخوا یو پرتمین فرهنګی کلتوري کنسرت اجرا شو. کنسرت  د ګران افغانستان دځوان با استعداده او ښکلي غږخاوند سندرغاړي او ښه هنر مند محترم نجیب حق پرست او د ده ورور مبین حق پرست په ګډون  ښایسته شو۰ محترم نجیب حق پرست او هم د ادېسې ښار مهاجرو له وطن څخه لرو افغانانو په غوښتنه د ارواښاد محترم استاد اولمیر ۲۶ تلین په یاد ښکلې سندرې واورولې . همدارازپه دې يادغونډه کې ښاغلی نجیب حق پرست د پښتو ژبې خدمتګار د محترم محمد امین بسمل هغه لیکنه   ولوستله چې د استاد اولمیر لنډ ژوندلیک په کې بيان شوی و . په دغه يادغونډه کې د استاد په هکله په زړه پورې تاریخې ، علمي ،فرهنګي او کلتوري خبرې وشوې او د محترم استاد د ژوند کارنامو او د ده په زړه پورې سندرو او د ده د شخصي ژوند او راډیو افغانستان ته د اولین ځل لپاره د ده د راتګ په هکله هم خبرې وشوې ۰
د محترم استاد اولمیر په څو سندرو او نغمو د ده یاد تازه اودنوموړي ډیر درنښت وشو ، او هم د محترم استاد دغه ترانه  :
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
دا وطن مو ځان دي
دا افغانستان دی
د تالار د راغلو کسانو میلمنو له خوا د ولولو او ډیرو و احساساتو سره په ولاړه بدرګه شوه ۰
موږ افغانان په هر ځاي کې چې یو د داسې ګرانو هنرماندانو قدر ، عزت او احترام او د دوی هنر او د دوی زړه وړونکی غږ د دوی یاد مو  په زړو کې د تل لپاره پاتې دی۰
د استاد اولمیر هنر زموږ د پاره تارېخي ویاړ دی ، دا ویاړ د تل لپاره په یاد ساتو او احترام يي کوو،ځکه استاد اولمیر زموږ د وطن میړانو سندرو ویاړ دی چې دا ویاړ د وطن د کلمې په ویلو او اوریدلو کې پروت دی۰
د استاد د تل یاد په هیله
په درنښت د اوکراین د ادېسې ښارکې میشت مهاجر افغانان۰