د ترکمنستان او ايران ولسمشران  د ګاز نل ليکې  پر سر د سيالۍ ميدان ته راوتلي

 د نل ليکې  سياست هله د خبري رسنيو د سر ټکی وګرځېد کله چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بېردي محمدوف او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد  د دغې پروژې د عملي کولو په موخه د سيا لۍ ډګر ته راووتل . ددوی هريو يې هڅه کوي  خپل ګاز بهر ته صادر کړي . بېردي محمدوف د اپرېل په ۲۸ نېټه کابل ته راغلی و ، چې د ترکمنستان ،افغانستان ، پاکستان او هند (TAPI)   د ګازو دنل ليکې په اړه د افغاني چارواکو سره وغږيږي ،  په همدې ورځ د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په اسلام اباد کې د ورته نل ليکې  ( د ايران ، پاکستان او هند د ګازو د نل ليکې)- (  IPI) د پروژې  د عملي کولو لپاره د دغه هېواد د چارواکو سره د خبرو  لپاره تللی و.
دواړه نل ليکې  خپلې خپلې ځانګړتياوې  pro and con   لري  چې مصرفوونکي هېوادونو ( پاکستان او هند)  په دې وروستيو کې د خپلې انرژۍ د اړتيا د زياتوالي له امله دواړو نل ليکو دغځېدو سره خپله لېوالتيا وښودله .
 بېردي محمدوف   د ټاپي د ګازو د نل ليکې په اړه  کابل ته سفر وکړو چې  افعانستان په لومړي ځل د يو ترکمن ولسمشر د کوربه توب وياړ درلود ، دواړو ولسمشرانو د انرژۍ ،ټرانسپورټ او فرهنګ په برخو کې یو لړ تړونونه لاسليک کړل ، دواړو مشرانو يوه ورځ وروسته له هغې د غه غونډه وکړه چې يوه ورځ مخکې د دواړو هېوادونو استازو په اسلام اباد کې  د ټاپي نل ليکې په ۲۰۱۰زکې  د کارپه پيل او په ۲۰۱۵ کې به د ګازو لېږد پيليدلوسره سلاشوي وو .  ترکمن ولسمشر سره د ليدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي وويل : چې مونږ د ترکمنستان له ولسمشر سره په ځينو مهمو مسلو خبرې وکړي چې ترټولو مهمې يې د انرژۍ ، ټرانسپورټ او کمونيکېشن برسېره د هغه ګازو نل ليکې ،چې د ترکمنستان څخه افغانستان ،پاکستان او هند ته غځيږي خبرې وکړې ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د  رېل د پټلۍ په غځېدو او دغه پټلۍ د افغانستان له لارې نورو ګاونډیو هېوادونو ته د پراخېدو په اړه،  له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د راو ستلو په اهميت  ، د ترهګرۍ د ګواښونو او په سيمه ييزو ستونزو هم وغږېدلو. د اړيکو نوی پړاو افغانستان ته د ترکمن ولسمشر له د غه سفرسره د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدلو يو نوی پړاو پرانيستل شو.
قربان قلي بېردي محمدوف وويل : چې زموږ تاريخي دوستي نوي پړاو ته ننوځي او زموږ دوستي نوره هم پراخيږي چې دا به د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزو ګټو کې د پام وړ بدلون راولي . د پلان له مخې د ۱،۶۸۰ کيلو مټره ټاپي د ګازو نل ليکه به د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د افغانستان د هرات او کندهار ښارونو  له لارې به   د پاکستان د کوېټې ښار او له هغې ځايه به دهند تر پولو ورسيږي  د غه د ګازو نل ليکه به ۳۳ بېليونه کوبيک متره ګاز په يوه کال کې لېږدوي چې ټول لګښت به يې د ۶ بيليونو ډالرو نيولې تر ۷.۵ بييونو پورې وي  . شننونکي  د دغه  نل ليکې پر مخ دوه پرتې ستونزې په ډاګه کوي،چې يوه يې د افغانستان په سهيل کې نا امني ده،  چې دغه پروژه به له ګواښ سره مخ کړي . ترکمنستان ا وپاکستان تل هڅه کوي چې د غه پروژه پيل کړي خو  په  افغانستان کې نا امنيو د غه پروژه ځنډولې ده ، که چېرې په افغانستان کې ثبات راشي نو دغه هېواد به د ټرانزيټ په برخه کې يو شمېر اقتصادي ګټې تر لاسه کړي . دويمه ستونزه په  ترکمنستان کې د ګازو د شتون په اړه ده ، د اپرېل په ۲۸ نېټه د روسيې ورځپاڼې کومېرسانټ (kommersant) يو راپور خپورکړ چې ترکمنستان د روسيې د ګاز پروم د کمپنۍ سره يو تړون لاسليک کړی چې ترکمنستان به ۵۰ بيليونه کوبيک متره ګاز په کال کې نوموړي هېواد ته  د دوه لسيزو لپاره لېږدوي ، همدارنګه ترکمنستان  د چين هېواد سره هم د ۳۰ بيليونه کوبيک متره ګازوتړون لري  په همدې توګه  ايران ته هم  ۸ بيليونه کوبيک متره ګاز له ترکمنستان څخه واردېږي ، قربان قلي په تېره مياشت کې د اورپايي د اتحاديې سره هم د ۱۰ بيليونه کوبيکه متره ګازو د لېږد يو تړون لاسليک کړی خو د د غې تړون بشپړ متن لا پوره نه دی راوتلی، او که چېرې د ټا پي د ګازو نل ليکه هم پيل شي نو په کال کې به ۱۰۰ بيليونه کوبيکه متره ګاز صادر کړي . د ايران نه ګډون د ټاپي ګازو نل ليکه نورې دوه  ځانګړتيا وې لري چې آی پې آی يې نه لري ، هغه دا چې د ټاپي د ګازو نل ليکه د اسيايي پراختيا يي بانک له ملاتړه برخمنه ده چې دې پروژې ته يې يو نړيوال حيثيت ورکړی ، چې ايران يې نه لري همدارنګه ټاپي کولای شي چې نور پانګه وال هم پيدا کړي لکه د امریکې کمپنۍ چې د ایران د پروژې څخه منع شوي دي او همدارنګه   اروپایې ټولنه هم د ټاپي د پروژې ته د آی پی آی په پرتله اهميت ورکوي ، ځکه اروپايي ټولنه  د ايران په نل ليکه کې د امريکې د وېرې پانګه نشي اچولی . اسلام اباد ته د احمدي نژاد سفر او افغانستان ته د قربان قلي سفر يوه موخه لري، پاکستاني  او هندي چارواکو د احمدي نژاد د سفرڅخه  يوه اونۍ مخکې   د آی پي آی د ګازو د نل ليکې په سر په اسلام اباد کې   په د اسې وخت کې ناسته درلودله  چې ايران د اتومې ستونزې له امله د يو شمېر لوېديځو هېوادونو د ډېرسخت فشار لاندې دی نو په داسې وخت کې به ورته  تړون د ايران لپاره ډېر ګټور وي . يو راپور چې د اپرېل په ۲۵ د اسلام اباد څخه خپور شوی يادونه کوي  ، چې هند او پاکستان دې ته سره نږدي شوي چې د د غې تړون  په اړه  خپل ترمنځ موافقې   ته ورسيږي ، احمدي نژاد هڅه کوي چې د غه دواړه هېوادونه دې ته تيارکړي چې دغه تړون لاسليک کړي ، ايران په خپله خاوره کې د دغه ګازو د نل ليکې غځول لا دمخه پيل کړې چې د پاکستان ترپولو پورې به تر ۲۰۱۲ ز پورې بشپړ شي .
 
د آی پي  آی د ګازو نل لیکه ۲،۶۰۰ کيلو متره اوږود والی لري چې ټول لګښت يې ۷ بيليونه ډالره کيږي چې په کال کې به شاو خوا ۳۰ بيليونه کوبيکه متره ګازو د لېږد وړتيا ولري ، خو په لومړيو درې څلورو کلونوکې به د غه د ګازو نل ليکه د ۷۰ بيليونه کوبيکه متره د ګازو د لېږد وړتيا پيداکړي  ، ايران د دغه ګاز د نل ليکې پراپوزل په ۱۹۹۰ لسيزه کې وړاندې کړی و خو د پاکستان او هند ترمنځ ستونزمنو اړيکو دغه پروژه تر نن ورځې ځنډولې وه خو په تېره اونۍ کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غونډه شوې وه دواړو خواو خپل ترمنځ اړيکې اوس ښې و بللې .  د واشنګټن دريځ د آی پي آی د پروژې نه عملي کېدل د امريکې له مهمو موخو څخه دی ، خو پاکستان او هند وايي چې زمونږ هېوادونه انرژۍ ته اړتيا لري او  دواړه هېوادونه دې ته تيار دي ، چې د امريکې له ممکنه  مخالفت سره  مخ شي ، اسيا يي پراختيا يي بانک هم د دغې پروژې پلوي نه دی اوهمدارنګه نور نړيوال پانګه اچوونکي د امريکې د وېرې له امله نشي کولای ، چې په دغې پروژې کې پانګه واچوي  ، خو په   دغې  پروژه کې دپانګې اچونې لپاره د روسيې ګازپروم ( (Gaspromکمپنۍ لا دمخه او د چين د NPC  کمپنۍ هم په دې وروستيو کې دغې پروژې سره خپله لېوالتيا هله وښودله  کله چې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف تېره مياشت له چين څخه په ليدنه  دوی ته يو پراپوزل وړاندې کړو ، چې  نوموړي هېواد غواړي د قراقروم له لارې يوه نل ليکه راو غځوي  چې دا به چين ته   ګاز  او تېل ولېږدوي ، دغه نل ليکه به نه يواځې د ايران  ګاز او تېل ولېږدوي بلکې ټول هغه ګاز او تېل چې د پاکستان له لارې عربي سمندر ته ځي دغه نل ليکه به په کې مهم رول ولوبوي .
 
د ټاپي د نل ليکې راتلونکې غونډه به د می په مياشت کې ترسره شي .