پير پلور

ما ويل ووايه جانانه د مسکا بيه ويلې زوربه دې ونه رسي په دابيه ما ويل غر به کړم سوری درته فرهاد په شان ويلې دا خو مې د ناز او د ادا  بيه ما ويل قتل به عالم کړم ستا تر پښو ﻻندې ويلې  دا مې  د قدم د اخيستا  بيه ما ويل سر به صدقه کړم او هم مال خيرات ويلې داخودبنګړودتش شرنګابيه ما ويل څه به وي جانانه ستا د عشق قيمت ويلې وي  پښتنې مينې  ته وفا بيه 07/02/05 پيښور غريب اباد