بينوا

څوک می چا پورئ تړي او څوک دچا
خبر نه شول څوک دزړه په حال زما
له اغياره مې ګيله او مانه نه شته
ګيله من يمه له خپل خواږه اشنا
ما ئي تمه دقيا مت پورې کو له
ده په دې نړۍ کې لاس واخيست له ما
زه دې تل تر تله خوښ غواړم دلبره
خير که تا يمه شړلئ بينوا
انتقام زماد ميني خاصه نه ده
ته کوه خپله جفا زه به وفا
(خدمتګار)به درنه ځارخپله ځواني کړي
په يو وخت به شي حاصله ستا رضا


١٣٨٣ل ه کال لړم