غزل

 چی می غمونه لږ په سازراشی
دغم شپيلۍ چی په اواز راشی
ستا دماتم توری شپی ولږ يږی
دزړه اواز می سم په راز راشی
زه دی چی کله ښکلی مخ ته ځير شم
ستا اداګانی بس په ناز راشی
دستايدن ماته  په فرض بدل شوه
هر مازديګر لکه  نماز راشی
ښادی دکله هم درک نلری
غم دهر وختی په پرواز راشی
جانان می اوس خدای څه ناشه شروع کړه
کورته ماښا م کی لکه جهازراشی
  (د څنار ترسيوری لاندی )اديسه اوکرائين