ازلي مينه

ﻻزمانه دخدای په خيال کې نه وه ما سندريز شان پيغلتوب کې ليدې زه چې اوده وم د عدم غيږه کې د هغې شپې نه مې په خوب کې ليدې   ما به ليدل چې کاينات جوړيدل تا نه يې څاڅکی د سرور ورکړ چې دې نقاب له مخه لرې کړ بس زرو لمرونو ته دې  نور  ورکړ   په رنګينه شرارتي نړۍ کې ما دې په هره خوا  لټون  وکړ پيدا مې نه کړې خدايزده ولې داته ما خو په ټولو ﻻرو يون وکړ   ستا په رڼا چې ستا په طمع باندې ما ډيرې تورې زمانې ليدلې د ښاپيرو وطن ته درغلمه ما هغه ټولې افسانې ليدلې   ما دې دحسن د ليدلو په نيت د يونان ښکلي خدايان ټول وليدل ستا د انځور د ښکلولو په نيت په تلوسه مې بتان ټول وليدل   ښه ده ته راغلې خو زړګی مې ريږدي چې ازلي مينه د هيره نه وي چې د عدم کلي کې و درسره د خپل ﻻلي مينه د هيره نه وي