غزل

پوهيږم  نه  چې  نغمې  تللې  که  وږمې  تللې  دي نن مې د سوي زړه نه واړه حوصلې تللې دي چوپه  چوپتيا  ده  دا فضا  راته غمجنه  ښکاري لمرپه سپين مخ کې چې وې هغه شغلې تللې دي ساقي  جامونه  نسکور  کړي  ﻻس  تر زنې ناست دی د هرميخورله سترګواوښکې ترپيالې تللې دي زړونه   له  زړونو  ښوييدلي  انديښنو  وړي  دي چې په هرچا ښې لګيدې هغه قيصې تللې دي نن  د دې  کلي  ماشومان  هم  ګوښي  ګوښي  ګرځي اشنا چې تللی دی له خلکو نه مزې تللې دي له  شرمه  مړ  شم  که  په  سپينو  سترګو  وژاړمه کاتب ژړلي که له مخ نه يې خولې تللې دي پريږدې چې وروسته يې په ګرد پسې وروګورمه په دغه ﻻر مې د خوبانو قافلې تللې دي خدايزده  څه  شوې  مجاهد  په  حاﻻت  نه  پوهيږم د چا له غمه مې په زړه باندې نيزې تللې دي