غزل

زړه په ژړا ژړا تر تا راوستم شمعې ستا مخته  خو بيګاه راوستم   ما ويل چې بيا به پدې ﻻر نه راځم د اشنا غم لکه اشنا راوستم   زه لکه خوب  ومه په ډيرو معنو دا دومره لنډ تعبير ته چا راوستم   عشق يوه هسې عجايبه ﻻر ده له ژړا  ورک يې په ژړا  راوستم   زه لکه ستوری د مدار  وتی وم سترګو د يار  مدار ته بيا راوستم   اغيار به ټول تير کړم له تيغ ځنې اوس پښتني هوډ توره  تر ملا راوستم   بيا مې قصد کړی پاني پت به نيسم غيرت په پلونو  د بابا راوستم   عبدالمجيد  کړم هر کلی د صبا ځکه ستا مخ ته يې ريښتيا راوستم