غزل

که بخت ويښ شو دا تيارې به د صبا په اوبو مينځم د ژړا او ماتم شپې به د خندا په اوبو مينځم که  الله  را  سره  مل  شي  د  اميد  غوټۍ  به  ګل شي دا سپيرې شاړې ميرې به د ښکلا په اوبو مينځم ارمانونه مو ﻻهو دي د دردنو په درياب کې دا پرهر  پرهر کوڅې به د دوا په اوبو مينځم دا ويرجن ستړی احساس به د وصال په لمن پټ کړم دا د جور  جفا لحظې به د وفا په اوبو مينځم د شرابو جام به ډک کړم د انګورو له هوسه د زړګي زنګه کاسه به يو ځل بيا په اوبو مينځم کړيدلي زړه ته جوړ به زير وبم د سريندې کړم مستې هيلې پښتنې به د نڅا په اوبو مينځم