
تا نه دې تصوير په فاصله ګڼم بيل به حقايق او فلسفه ګڼم ته مې که د روح له کلي ووتې بيا خوخپل وجود هم واهمه ګڼم پام کوه هيڅ رنګ دهوس نه لرم زه هره ښکلا د تا حصه ګڼم دغسې بې لفظه مستول کوه تا زه د لاهوت د تارڅپه ګڼم ستا د زړه خبرې ځي ليمو ته تل ځکه خو دې مينه پښتنه ګڼم ما په دريڅه کې د زړه وليده دا نړۍ نمر مخې اوس زړه ګڼم حسنه بې له عشقه ستا وجود نه ؤ دا خو دې کمزورې بهانه ګڼم پټ راته سروش په غوږ کې وويل نن خو دې سالکه زه(( حمزه ))ګڼم