داسې ښکاري ، چې د امریکا او روسیې تر منځ سړه جګړه له سره پیل شي . دا ځل کیدای شي د پخوا په پرتله ډیره سخته او له زیانه ډکه وي لامل یې د توغندیو د برید پروړاندې د امریکایې توغندیو د چتر په نوم د پروګرام رامنځ ته کول دی د ولسمشر بوش حکومت پردې ډیر ټینګار هم کوي .
له بل پلوه ، روسیه او چین په ټولیزه توګه د شنګهای تړون هېوادونه زیار باسي ، چې په خپلو منځو کې نظامي مرستې پیاوړې کړي سره له دې ، چې په لومړي سر کې د دوی د راټولیدو بنسټیزه موخه اقتصادي وه نه نظامي هغه . دلته یوه پوښتنه رامنځ ته کیږي ، چې پر اسلامي او عربي نړۍ به یې اغیزې څه وي ؟
د امریکا د دفاعي توغندیز چتر لومړنې پړاو په ۲۰۰۵ ز کې پای ته ورسید امریکا هغه مهال کولای شول ، چې دامریکا ضد هېوادو دهغه توغندیو مخه ونیسې ، چې له قارو څخه اوړي . اوس د دویم پړاو کارونه روان دي ، چې په ۲۰۱۰ ز کې به تر سره شي او د برید د شنډونې لپاره یې نږدې سل دفاعي توغندي نصب کړي دریم پړاو یې ځمکنۍ ، بحري او هوایې ثابتې او دایمې نظامي اډې په بر کې نیسي . څلورم پړاو هغه څیړنې په بر کې نیسي ، چې څرنګه د نورو توغندي شنډ کړي او ځمکه ، تشیال ( خلاء ) بحر ټول د امریکا په ګروت کې راولي .
د توغندیو چتر او منځنی ختیځ
د اتیایمې لسیزې په پای او دنویمې هغې په پیل کې د منځني ختیځ پېښو د امریکا فکر د توغندیو د فاعي چتر جوړونې ته راواړوه له امل یې د بالیستکي توغندیو ډیره کارونه وه په ځانګړې توګه د خلیج اولبنان په جګړو کې ډیر وکارول شول له ځینو هېوادو لکه ایران څخه دا ډار هم کیده ،چې دوی به توغندي صادر کړي .
له څلورو کلو رادیخوا امریکایي ادارې ډیر زیار وویسته ، چې منځنی ختیځ په خپله پروژه کې ننباسي د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ولیام کوهین د خلیجي هېوادو له سازمان ، مصر ، اردن او اسرائیلو په قانع کولو کې له هرې وسیلې کار واخیسته تر څو دوی دې ته رامات کړي ، چې د دوی په پروژه کې ورګډ شي.
د سیمې هېوادو په دغه پروژه کې د ورګډیډو په اړه زړه نا زړه ول .
د امریکا د دفاعي چتر په اړه مخالفتونه په دریو جلا برخو ويشلای شو :
1- په خپله متحده ايالات .
2- اروپايي هېوادونه ، دامريکا ملاتړي او دناټو غړي هېوادونه .
3- روسيه اوچين
کيدای شي دغه مخالفتونه به کله سره نږدې او کله لرې شي خودا ټول يو شمير حقيقتونه په ډاګه کوي :
لومړی : دا د ستراتيژيک ټيکاو ( استقرار) پر پېرمنفي اغيز ښندی دغه مهال د وسلو دکنترول او د ستراتيژيکو هغودمخنيوی يو شمير تړونونه لاسليک شول ، وروستی يې د ( ستارټ 2 ) ، چې دروسيې او امريکا تر منځ د 1992 ز په نيمايي کې د جورج بوش ( پلار) دواک پر مهال لاسليک شول وروسته بيا دې تړون ته ( د پیړۍ دتړون ) ورکړل شو . له غوښتنو څخه يې يوه دا وه ،چې امريکا او روسيه به دخپلو اتومي کوپړيو درېيمه برخه ويجاړوي په بله مانا 7000 اتومي ستراتيژيکې کوپړۍ ، متحده ايالات 3500 اتومي کوپړۍ لري اودروسیې د اتومي کوپړيو شمير بيا 3000 ته رسيږي .
دويم : دامريکا دمتحده ايالاتو دننه داسې احساس رامنځ ته شوې ، چې د ايران او شمالي کوريا له لورې ګواښونه نه دومره اغيزمن دي او نه کومه ګټه لري . په بله مانا داتومي پروګرام د رښتينولۍ او متحده ايالاتو د توغنديو دګواښ په اړه رښتيني شکونه شتون لري ددغو ګواښونواغيزمنتيا له دې سره تړاو لري ، چې متحده ايالاتو اوهر يو ايران او شمالي کوريا سره د امريکا د اړيکو د ښه کيدو چانس څومره دی .
درېیم :
دغه توغنديز ډال به د توغنديودمخنيوی تړون له منځه يوسي او يابه ورکې بدلون رامنځته کړې امريکا او روسيې دغه تړون په 1972 ز کې لاسليک کړې و ، همدغه ، چې د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوتين اړ شو ، چې اتومي ستراتيژیکو کوپړيو د ویجاړونې له تړونه ووځي د ( سارټ 2 ) دغوښتنې له مخې روسيې منلې وه ، چې 2010 ز له رارسيدو سره سم به ددغو کوپړيو له ويجاړونې خلاص شي .
څلورم : نوی نظام د 60 بيليونو امريکايي ډالرو بسپنې ته اړتيا لري کيدای شي دغه بسپنه په سلګونو بيليونو ډالرو ته ورسيږي .
پنځم : ددغه پروګرام د نصبولو په اړه د امريکا ټينګار دا مانا ورکوي ، چې دسړې جګړې پېر ته بېرته دګرځيدنې مهال دی او دوسلو جوړونې سيالي پيل شوې ده اوداسې هڅې روانې دي ، چې دغه پروګرام شنډ او تشيال ( خلاء ) په خپل واک کې راولي ، چې د امريکا خپلې موخې تر لاسه نه کړې .
شنګهای تړون
د امريکا لخوا له يوې مخې له تړونووتل او له ژمنو څخه مخ اړول او داتومي وسلو دتوليد دمخنيوی په اړه له خبرو سره دامريکا نالېوالتيا ، روسيې د سيال په سترګه نه کتل ، د توغنديو ضد سيستم لګول دا ټول هغه څه دي ، چې هر يو چين او روسيه يې وهڅول ، چې داسې مشترکه ګډه ستراتيژي رامنځ ته کړې ، چې د دوی پر ضد د امريکا لاسبری او هيلو ته بريد وټاکې .
په همدې موخه يې د 2001 ز په جون کې د شنګهای د سيمه ييزې همکارۍ تړون رامنځ ته کړ د يوې دايمې ټولنې په موخه يې هر يو چين ، روسيه ، قزاقستان ، تاجکستان ، ازبکستان ، قرغيزستان غړي دي .
ايران ، هندوستان ،افغانستان ، پاکستان او منګوليا يې په غونډو کې دناظر غړی په توګه ونډه اخلي .
ټولنه له داخلي پلوه يو شمير اصولوته لکه متبادل باور ، ګډې ګټې ، مساوات ، دمختلفو تمدنو درناوی ، د ګډې ژغورنې هڅه . له بهرنۍ پلوه غړي هېوادونه ژمن دي ، چې دوی ناپيلي دي او دنورو پر ضد ائتلاف نه شي جوړولای . د پرانېستې اقتصاد او سياست له تګلار ملاتړ کوي .
ولسمشر پوتين په نړيوال توازن کې دشنګهای تړون بڼه داسې انځور کړې : ( موږ اوس دې پایلې ته رسیدلې يو ،چې زموږ په معاصره نړۍ امنيت نه تجزيه کيږي ، په يوازې سر د هرې نړيوالې يا سيمه ييزې ستونزې د حل هڅه کومه ګټه نه لري ) .
د وارسا نوی تړون
نوې خبره داده ... ، چې دامريکا سياست د شنګهای تړون غړي هېوادونه اړ ايستلې ، چې په نظامي او امنيتي برخه کې مرستې وکړې دا د تړون په موخو کې نوې بدلون دی ، غړو هېوادونو دملګرتيا او د دفاع د اوږدمهالې همکارۍ پر تړون لاسليک وکړ . شنونکې وايي ، چې د شمالي اتلنتيک تړون ( ناټو) پر ضد د ( وارسا د نوې تړون ) زړی دی .
د نظامي مانورومهالويش دشنهګای تړون د شپږمې غونډې له نېټې سره برابر شو موخه يې دغړو هېوادو او په ځانګړې توګه دچين او روسيې لخوا متحده ايالاتو ته دا پیغام وررسول و ، چې دوی ټول هڅه کوي ، چې دمنځنۍ اسيا په سیمه کې د امريکا نفوذ ته کرښه راکاږي . دشنهګای تړون غړوهېوادو هڅه کوله ، چې د منځنۍ اسيا په سیمه کې دامريکا دنفوذ او مخ پر وده ځواک پر وړاندې غبرګون وښايي او خپل نظامي ځواک ورته څرګندکړې .
متحده ايالاتو په 2007 ز کې خپله نظامي بوديجه 716 ميليارده ډالرو ته پورته کړه ( دا په نړۍ کې له 15 هېوادو له نظامي بوديجې څخه لوړه ده ) چين هم په خپله نظامي بوديجه کې ٪20 زياتوالی رامنځ ته کړ روسيې هم دوسلوجوړونې پروژې زياتې کړې .
د شنګهای تړون د دفاع وزيرانو د ترهګرۍ ضد سيمه ييز مرکز او دګډو نظامي مانورو او روزنې کړنلار تصويب کړه . دا دوسلو جوړونې نوې نړيواله سیالي ده ، چې دسړې جګړې د پیل بدشګون له ځان سره لري . اوس پوښتنه داده ، چې دغه نوې مخ پر وده نړيوال توازان به پر نړۍ د امريکا يومخيزه واک ته کرښه راتيره کړي په ځانګړې توګه په عربي او اسلامي نړۍ کې .
وروستي