د مينې الويښ

په تورتم کې دې د مينې رڼا غواړم ستا د غم او انديښنو د ﻻسه ژاړم ستا په زړه کې اوسيده هم راته غم شو زه ميلمه وم د څو ورځو در نه ﻻړم ستا قدمونو کې موندلی مې جنت و اوس  بيلتون کې دې يادونو سره ګالم ستا خوښي راته دژوند يو ارمان جوړ دی ستا خوشاله ورځو څنګ کې په ژړا يم باک مې نشته که ته زمانه يې  تر عمره ستا د مينې د خاطر سره تر عمره پورې پايم ستا د غم ډيوه زما په زړه بليږي عبث ژوند کې ستا دردونو سره خاندم خوږ زړګی مې درله درکړو خپه نه شې خوږه مينه دې په هرې دنيا ستايم ذوالجلاله رحيمې ته داروګر شه زه د مينې د الويښ په تمنا يم