دونې پـــــــاڼې لــــــه مرغیــــو سره سنـدرې وایې
دغره لمنې لـــــــــه شپونکیـــو سره سندرې وایې
یابـه دوخت وي تقاضــا یــــــامــروت مـــــــــلګرو!
داچـــې ګلان نن لــــه اغزیـــــو سره سنــدرې وایې
وطني پیغلې خپل فرهنګ کلتــــورپریښئ ندی
لایې مــــړوندونه لــه بنګړیــو سره سندرې وایې
خدایه ځواني ده دځوانۍ وي تقاضــــــا همــدغه
دیـــــارادازمـــــــا له شوخیـــو سره سندرې وایې
بختیــــــــاره کله ګام اخلي کلـــــــــــــــــه وداریږي
سالو یې سترګوغلچکیـــــو سره سنـدرې وایې
وروستي