تا چې په زلفو کې ټومبل ګلونه زما په زړه کې غوړيدل ګلونه ټوله دنيا راته غنچه غنچه شوه ما چې ليدل ستا په منګول ګلونه خير دی اشنا که تا په کاڼو ويشتم زه درکومه په بدل ګلونه ګيله مې نه کيږي له تا رقيبه قسمت په ما نه لورول ګلونه فريده شماره يې تا څو نيولي؟ بيګاه په هر چا وريدل ګلونه 1377/3/30
وروستي