پښتون ته

له  خپل  حق  نه  تیر ید ل مه  بوله صبر
حر ا م  مه  خو ره  په  غریب  مه کوه کبر

د  کورواکې دې په خپله لاس کې واخله
د غلا م  سړ ي  به  څه  و ي  خوند  د قبر

چې  بیا ن  د او ر ید و  لیدو  يي بند وي
ګیدړ  جوړ شي که  وي  هم له  اصله ببر

ا صلیت  له  خپلې   ژ بې  ما لو میږ ي
هغه  و ر ک شي  چې د  ژ بې مني  جبر

چې لیکل ،لوستل په خپله  ژبه نه کړي
لیو ني د ي  خپل تندئ  و هي په  تبر

داکمال دئ چې څوک ډیرې ژبې زده کړي
خپله  ژ به  هیر و ل  کا ر  د ئ  د ګبر

پښتا نه  که  د پښتو تپو س  و نه کړ ي
په ژوندیني  به يي ورک شي ځای د قبر

چې په سوچ  دپښتو نه وي پښتون نه دئ
خد متګا ر ه  هیڅ  سرکو ز ې  نه د ئ  ببر