پريږده چې په ډير ډير انتظارکې مې ساه وخيږي خوښ يم چې ونه رسم په ﻻر کې مې ساه وخيږي صبر مې تمام دی له د ژونده په مرګ خوښ يمه خدای دې ما منصور کړي چې په دار کې مې ساه وخيږي دا زما نصيب دی د بل چا نه ګيله نه کوم ښه ده چې د عمر په خمار کې مې ساه وخيږي زه خو بلبل يم چې ګلان هم شته چمن هم شته ستا به بې غوري وي چې بهار کې مې ساه وخيږي مينه مې ايمان مينه مې ځان مينه ژوندون زما مړ نه يم ژوندون يم که دې کار کې مې ساه وخيږي خدای چې غمځپلی دﻻور پيدا پتنګ کړمه خير دی که د شمعې په انکار کې مې ساه وخيږي 1377/3/1
وروستي