غزل

سترګې د اشنا چې د کنعان لمنه ونيسي ځکه خو مې اوښکې د ګريوان لمنه ونيسي   زړه مې ستا ياد وړو سلګو داسې نيولی وي لکه چې سپين ستوري د اسمان لمنه ونيسي   تا چې په سرو شونډو کې د زهرو خصلت غوره کړ څوک به مې پرهر ته د درمان  لمنه ونيسي   ما ويل ګوندې سرې شونډې يې ښکل کړمه په مينه زه دريغه چې وختونه د روان لمنه ونيسي   ستا کافرې سترګې مې د مينې په مذهب  نه کړې هرڅو مې که زړه دمينه خوان لمنه ونيسي   ته خو پسرليه د خزان بدرګه مه کوه هسې نه بلبل چې د کاروان لمنه ونيسي   وبه منم هلته چې سپرلی د وصالونو يې کله چې شبنم بياد ريحان لمنه ونيسي   ځار دې شمه خدايه څه مين زړه دې راکړی دی مينه چې لمبه شي د څاروان لمنه ونيسي   1387/1/26