زه د حق دين خدمتګار يمه يا ربه

ستا د فضل انتظار يمه يا ربه د کرم لطف طلبګار يمه ياربه   کاينات دې په خپل علم  پيدا کړی ستا بنده په افتخار يمه يا ربه   ستا دعلم افتخار را ته نصيب کړې ددې علم اميدوار يمه يا ربه   زه ليوال يم چې ددين وکړم چوپړخپل زه دحق دين خدمتګار يمه يا ربه   خو نه علم نه صحت نه ډير قدرت شته رنځ او درد کې ګرفتار يمه يا ربه   هيڅ مې ونکړ خدمت عمر را لنډ شو زه په هيله دديدار يمه يا ربه   هر طرف د مايوسۍټکرې خورمه هيله من  ستا ددربار يمه يا ربه   خدايه تاته مې اسره د مغفرت ده په نصيب دښه ګلزار يمه يا ربه   ما صالحه بنده ګانو نه حساب کړې ځکه ډير ډير ګنهکار يمه يا ربه   اخرت مې په ايمان باندې رنګين ګړې زه زهيره رحيمه يمه يا ربه