غزل

ﻻخو تر اوسه د منصور په  نصيب دار پاتې دی ﻻس کې تسبې دي اوپه غاړه کې زنارپاتې دی توبې به مري او ميکده به بس د امن کور وي چې دتقوا په وينو ﻻمبي ﻻ بهار پاتې دی په خوله که نه وايمه څيرې ګريوان چغې وهي چې د جانان او د رقيب تر منځه تار پاتې دی ما يې بيګاه زلفې له مخه اړولي خدايږو د حيا نور يې ﻻ تر اوسه په رخسار پاتې دی ستوري مجنون د پلوشو په ژبه داسې ويل ښکلی هغه دی چې د مينې پر مدار پاتې دی يو لمن کاڼي لري اوس هغه جلوې نه لري هغه د طور غوندې جانان لکه کوهسار پاتې دی نه مې د سترګو اوښکې پاتې نه ګلونه نيسي ګرانې نظر مې لکه تش مزی د هار پاتې دی